خواړه

دغه پنځه لارښوونې په ګرمۍ او اوږدو ورځو کې درته روژه نیول اسانه کوي

ژباړه او زیاتونه: حمیدالله حمیدي تر هرڅه وړاندې باید دا ومنو چې روژه د اسلام درېیمه بنا او نیول یې پر مسلمانانو فرض دي. کېدای شي ډېر په دې اند وي، څومره چې په روژه کې پر انسان سختي تېره شي، ثواب او اجر به یې زیات وي. موږ دلته پر دې موضوع خبرې نه کوو. ځکه روژه د خدای لپاره نیول کېږي او خدای پاک په خپله فرمایلي، چې د روژې اجر او ثواب … نور ولولئ
اقتصاد

خپلې روغتیا لپاره مو ۳ کارونه وکړئ

ژباړه: مریم محمدي صحت یو ارزښتمند نعمت دی چې نه یوازې د انسان، بلکې د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره مهم دی. د دې لپاره چې ښه روغتیا ولرو، ډیرې ستونزمنې لارې چارې به مو امتحان کړي وي، خو مګر هغه نتیجه چې تاسو ورته په تمه وۍ، هغه به مو نه وي ترلاسه کړي، خیر د اندیښنې وړ خبره نه موږ دلته درته درې ساده لارې چارې ښیوو چې کولای شئ په مرسته یې د … نور ولولئ
اقتصاد

نوې څیړنه: مطالعه یا کتاب لوستنه مو له ناروغیو ژغوري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی هغه چې وایې، کتاب هغه ښه ملګری دی او ډیر څه درته درکوي، خو په بدل کې درځینې هیڅ هم نه غواړي، هغه همدغه مطالعه ده چې په کولو سره یې انسان د پاچاهۍ تر تخت ورسول او د پوهانو نومونه یې له مرګ وروسته هم ژوندي وساتل. مطالعه کول د ډیرو معنوي ګټو سربیره یو شمېر صحي ګټې هم لري چې په دې وروستیو کې د سکاټلینډ په … نور ولولئ
خواړه

د عمر خوړلو یا زړو خلکو لپاره مناسب خواړه

ژباړه: حمیدالله حمیدي امریکایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فیبر لرونکو مېوو ګټه اخلي، ډېر لږ د اوریو پر ناروغۍ اخته کېږي او غاښونه یې روغ وي. دوی پر ۶۰۰ تقاعد شویو نظامي افسرانو د (۲۴) کلونو لپاره څېړنه کړې ده چې په ورځني ډول یې په هره غذایي وعده کې فیبر لرونکي خواړه او مېوې کارولې. د څېړنو پایلو ښودلې چې دغه چارې په عمر خوړلو کسانو کې ۳۰ سلنه د … نور ولولئ
اقتصاد

څېړنه: روژه مو د زړه او سرطان ناروغیو په شمول له وژونکو ناروغیو ژغوري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی روژه نیول که له یوې خوا دالله ج اوامرو ته لبیک ویل دي چې د بې شمېره ثوابونو په ورکولو سره الله ج یې د بدلې په اړه داسې فرمایلې دي: د انسان ټول عملونه د هغه دي، خو روژه زما ده او زه به يې پخپله بدله ورکوم. له بله پلوه بې شمېره روغتیایي، روحي او دنیاوي ګټې هم لري. په همدې تړاو د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خوب ته د اړتیا لاملونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د انسان بدن يو ماشين وګڼو، د نورو ماشينونو سره په پرتله کې يو لويه کمزوري لري؛ الکترونيکي ماشينونه کولی شي پرته له ځنډه شپه او ورځ کار وکړي، خو د انسان بدن بيا دا وړتيا نه لري. د انسان بدن بايد په منظم ډول، موکه ولري تر څو د خپل ستړي بدن غړو او اندامونو ته ارامښت ورکړي، جزئي بيارغونه ترسره شي او د ورځې په اوږدو کې ذخيره … نور ولولئ
اقتصاد

هغوی چې کم خونه وي، له شپږو خوراکونو ته دې استفاده وکړي

ژباړه: مریم محمدي موږ او تاسو د وینې په اهمیت پوهیږو چې وینه په بدن کې د روغتیا لوی لامل دی. دا چې وینه د بدن مهمه برخه ده، نو د همدې لپاره تل هغو خوړو پسې ګرځو چې وینه جوړونکي وي. باید ووایو چې د کم خونۍ تداوۍ لپاره مختلف درمل شته، خو هغه خواړه چې د کم خونۍ لپاره ګټه لري، ترې استفاده کول تر ټولو غوره کار دي. که چیر د هغه … نور ولولئ
په زړه پورې

ساینس ثابته کړه چې لمونځ زیاتې روغتیايي ګټې لري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی لمونځ چې د اسلام مبارک دین دویم رکن دی او د الله ج له لورې پر مسلمانانو فرض شوی چې د بې شمېره اخروي اجرونو او ثوابونو سربیره یو شمېر دنیاوي ګټې هم لري. همدغه لمونځ چې شااوخوا څوارلس سوه کاله وړاندې د حضرت محمد ص په وسیله خپل امت ته راوړل شوې او بدله یې په دنیا او اخرت روښانه شوې ده، خو ساینس یې د ښه وضاحت … نور ولولئ
اقتصاد

که میاشت کې یو ځل شات وخورئ، هیڅکله به په سرطان اخته نه شئ

ژباړه: مریم محمدي شات د هغو خوړو له ډلې دي، چې د بدن مختلفو برخو ته ګټه لري. همدارنګه شات په بیلابیلو نومونو یادیږي څوک ورته شات، څوک ګبین او څوک عسل هم وايي. یعنې هره ژبه کې خپل نوم لري. د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) فرمایلي چې په جنت کې به د غوره او خالصو شاتو ویالې روانې وي. په بل حدیث شریف کې راغلي (ستاسو لپاره د شفاء دوه شیان دي، … نور ولولئ
اقتصاد

لاچي یا هیل؛ هاضمه ښه کوي، فشار نارملوي او د خولې بدبويي ختموي

ژباړه: مریم محمدي هیل لرونکی چای خو به مو حتمي څښلی وي. هیل یا لاچي د شین چای سره بیره په شیدو چای، کیک، فیرني، درملو او د دیګ د مسالو د خوند لپاره ترې استفاده کیږي. هیل ته ځینې خلک لاچي هم وایي په انګلیسي کې ورته cardamom وايي. هیل یا لاچې نه یوازې د خوند لپاره کارول کیږي، بلکې نورې روغیتایي ګټې هم لري چې د ځینو په اړه یې دلته درته معلومات … نور ولولئ