خواړه

هغه کسان چې سپورت کوي، دا خواړه دې وخوري

ژباړه: مریم محمدي سپورټ يا ورزش د بې شمېره ګټو تر څنګ، د انسان عضلاتي مقویت او ارتجاعيت ته انکشاف ورکوي. همدارنګه ورزش د زړه ، رګونو او تنفسي سيستمونو ته دوامداره پياوړتيا وربخــښي، يعنې د زړه ضربان او کاري ظرفيت زياتيږي او تنفسي لارې پراخيږي چې په نتيجه کې زړه او سږي د دې قابليت پيدا کوي، ترڅو خپل فعاليتونه د اوږدې مودې لپاره په ښه ډول تنظيم او اجرا کړي. باید وویل شي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د طب له نظره د سهار وختي پاڅیدلو مهمې ګټې

ژباړه راټولونه: مریم محمدي دا یو منل شوی حقیت دی، پرهغه څه چې اسلام ټينګار کړی، هغه د بشر په ګټه وي. د اسلام مبارك دين خپل پيروان د شپې وختي ويده كېدو او سها ر وختي پاڅيدو ته هڅوي لكه چې الله تعا لى(ج) فرمایي: ( و قرآن الفجر ان قران الفجر كا ن مشهودا ) يعنى: او د سها ر لمونځ ادا كړئ، ځكه دا د شپې او ورځې د ملايكو د حاضريدو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

منی شو؛ له احتمالي ناروغیو به داسې ځان ژغورئ

د مني موسم د ډېرو خوندونو ترڅنګ کیدای شي د غفلت په صورت کې درته د ناروغیو سبب هم شي. په دې مطلب کې به د دغو احتمالي ناروغیو یادونه او د حل لارو په اړه یې وغږیږو: ټوخی او ساړه منی د دوبي او ژمي نښلونکی موسم دی. دا موسم تازه له سختو ګرمیو خلک را باسي، خو خلک یې د مستانه هوا په خوشالۍ د هوا له جانبي زیانونو د ژغورنې لپاره سم … نور ولولئ
په زړه پورې

الکولي مواد په کال کې څو میلیونه خلک وژني؟

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په ۲۰۱۶ کال کې تر ۳ میلیونو زیات کسان د الکولي موادو د څښاک که کبله مړه شوي. د سرچینې له مخې د دغو موادو له وجې د مړو کیدونکو کسانو شمېر په نړۍ کې د انسانانو د ټولې مړینې ۵ سلنه جوړوي. د نوې څېړنې جزیات یاد شوي سازمان په تازه ګام کې د خپلې یوې څېړنې پایلې خپرې کړې، چې له مخې یې د الکولي موادو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ستاسي هغه کړنې چې په پښتورګو کې د ډبرې پيداکېدو لامل ګرځي !

ژباړه: پلوشه فضلي پښتورګی زموږ په بدن کښي ډېر مهم رول لري؛ پښتورګي مو د بدن اضافي مواد خارجوي او د مالګي، پوتاشیم او اسيدونو اندازه کنټرولوي او ترڅنګ یې د ويني فشار نارمل ساتي. خو بلخوا، نن ورځ د پښتورګو تکلیف ډېر عام دی او ډېر خلک ورڅخه کړيږي. دا مریضي زياتره وخت زموږ د بې پروايي له وجي رامنځ ته کېږي لکه: – ناسم خواړه خوړل د بازار خوراکونه تر ډېره مالګين وي؛ … نور ولولئ
خوندیتوب

له لمدو وېښتانو سره ویدېدل، له بکتریاوو سره وېدیدل دي

  له لندو وېښتانو سره ویدېدل داسې دي، لکه کلونه، چې له بکتریاوو سره ویده شئ. له لمدو وېښتانو سره ویدېدل ممکن تاسې ته نوې خبره وي، خو دا کار زیاترو له تاسو په شعوري یا غیری شعوري ډول کړی دی. د اوړي په ګرمو شپو او ورځو کې په یخو اوبو لامبل او بیا څو ساعته خوب ممکن تاسې هم تجربه کړی وي. بوخته کاري ورځ او د کور کارونه د ورځې له مخې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه ۱۸ ټکي چې ژوند ته مو خوښي راوړي او راتلونکې ته مو هیلمن کوي

د ټیکنالوژۍ په دې بوخته زمانه کې، خلک دومره مصروف دي، چې آن خپلې خوښۍ ترې هم هېرې وي. دوې د زیات کار او ټولنیزو ستونزو له امله تر فشار لاندې وي او تل د اضطراب او پریشانۍ سره لاس او ګریوان وي. څنګه ځان ته ریښتیني خوښي وبښو؟! ددې پوښتنې د ځواب لپاره له ګڼو مقالو دا ۱۸ مهم ټکې راټول کړي. که تاسې دا ټکې په خپل ځان عملي کړئ، نو ژوند به … نور ولولئ
خوندیتوب

زکام، ریزش، نزله څومره درملني ته اړتیا لرې؟

  زکام د نړۍ تر ټولو زیاته پیښیدونکې ناروغي ده، چې لویان کال کې لږترلږه ۸-۶ ځلې او کوچنیان له دې زیات ورباندې اخته کیږې. زکام یوه ویروسي ناروغي ده چې له ۲۰۰ زیات ویروسونه ددي ناروغۍ لامل کیږې خو رینو وایروس( rhinovirus) ېې له ټولو زیات لامل جوړوې. هغه وګړې چې شخصي روغتیا ساتنه ېې کمزورې، سګرټ څکوونکې، هغه وګړې چې له خاورو او ګردونو سره سر اوکار لرې او هغه وګړې چې د … نور ولولئ
روغه سټه

کم خوبي څرنګه زمونږ پر بدن اغېز پرېږدي؟

ژباړه او راټولونه: محمد عزيز پردېس ۱- کم خوبي د حافظې کمزورۍ لامل ګرځي. ۲- کم خوبي مو د نویو شیانو د یادونې قوه کمزورې کوي. ۳- کم خوبي ستاسو غوسه او اضطراب زياتوي. ۴- د هاضمې سيسټم کې ستونزې پيدا کوي. ۵- کم خوب کول د قلبي ناروغیو لامل ګرځي. ۶- کم خوب د بدن دفاعي سيسټم ته زيان رسوي. ۷- کم خوب لرونکو کسانو کې شکر او د وينې فشار ډېر وي. ۸- … نور ولولئ
روغه سټه

سیکس (مقاربت)؛ د زړه د حملې سربیره، د ګڼو ناروغیو د مخنیوي لار

کوروالی یا سیکس د انساني ژوند له بنیادي اړتیا و څخه ګڼل کیږي. یو شمیر خلک کوروالی (مقاربت) یواځې د تولید لپاره کوي، خو ممکن خبر نه وي، چې دا کار د وجود د عمومي روغتیا، په ځانګړي ډول د زړه او ذهن د سلامتیا لپاره ډیر ګټور دی. د امریکا د کارډیالوژي ژورنال لیکي، چې سیکس (کوروالی) د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري. د زړه د نارغیو متخصص ډاکتر اي … نور ولولئ