خوندیتوب

په زکام اخته کوچنیانو کې د خطر نښې

ژمی راورسید هوا بدلېږې، هر سړی زکام په مخه کړی. هره ورځ ډلې ډلې کوچنیان روغتونو او کلینیکونو ته راوړل کېږې او ټولې میندې په مختلفو الفاظو کې یوه خبره کوې: سینه است، سخت سینه است، بریښ ېې دی داسي ټوخېږې چې زړه ېې ورسره راووځې …. غواړو وپوهېږو چې کوم ناروغ کوچنیان دسینه بغل ریښتیني درملني ته اړتیا لرې؟ د ماشومانو د روغتیا په برخه کې د خطر پنځه عمومې نښې وجود لرې که … نور ولولئ
خوندیتوب

د غوږونو پاکول- که غوږ ته مو حشره ننوزي څنګه یې پاک کړئ

ډاکټر نورالحق امين احتیاط: غوږ په عادي حالت کې پاکولو ته ضرورت نه لري! غوږ درې برخې لري: باندنۍ برخه، منځنۍ برخه او داخلي برخه. د غوږ د منځنۍ او باندنۍ برخي ترمینځ د غوږ پرده موجوده ده چې د اواز د اوریدلو مهمه برخه بلل کیږي. د غوږ د باندنۍ برخې په کانال کې په عادي او نارمل ډول واکس جوړیږي ترڅو غوږ نرم وساتي،د بکټریاوو څخه حفاظت ورکړي او داسې نور وظیفې لري. … نور ولولئ
روغه سټه

خوب ؛ ساینس او اسلام یې په اړه څه وايي؟

لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي الله تعالی شپه د خوب لپاره پيدا کړې ده.د ځينوحيوانات د خوب وخت نامعلوم وي اوشپږ مياشتې خوب کوي خو د انسان د خوب وخت شپه ده او لکه څرنګه چې د ژوند ټولې چارې بایدپه سنت طریقه برابرې وي نو دغه شان خوب هم بایدپه سنت طريقه سم وي، که د يوانسان عمرشپيته کاله وي نو دېرش کاله يې په خوب کې تېرېږي او که چېرې همدا انسان په سنت … نور ولولئ
خواړه

د ګټې خبرې: یو لېمو او پنځه ګټې

هر موسم ځينې داسې ځانګړي د څښاک او خوراک خواړه لري چې د انسانانو روغتیا ته ګټور وي . اوس چې د ګرمۍ موسم بیخي رانږدې شوی دی نو روغتیا پالونکي د څښاک او خوراک د ځينو ځانګړو خوړو ټيڼګار کوي. د ګرمۍ په موسم کې په عام ډول یو ډېر کارونکی څیز لیمو دی چې اکثره خلک ترینه شربت جوړوي او څښي یې. لیمو که له یوې خوا د ګرمۍ احساس په کمولو کې … نور ولولئ
خوندیتوب

هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي

سیلفي عکسونه که له یوې خوا یو لوی سهولت ګرځیدلی او په اسانه خلک په دې وسیله فردي او ډله ییز عکسونه اخیستی شي، له بلې خوا یو خطرناک ګواښ هم دی. د څېړنې بایلې د امریکا په یوه مجله کې، چې د کورنیو او ټولنیزو اړیکو په تړاو خپریږي، یوه تازه نشر شوې څېړنه څرګندوي چې د ټولنیزو رسنیو؛ په خاص ډول د انسټګرام شبکې لسګونه مینه وال او کارونکې د نړۍ په مختلفو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

بیلګیټس په خپل کور کې د الکترونیکي وسایلو پر کارولو بندیز لګولی

ژباړه راټولونه: مریم محمدي نن سبا کمپیوټر که د ټولنې د پرمختګ هراړخيزې استانياوې برابرې کړي، نو بلې خوا د انسان له روغتيا يې له ستونزو سره هم مخ کړې. ویل کیږي پخوانيو طبيبانو به خپلو مريضانو ته د ارام او سکون يا په کور کې د ناستې، چې بدن یې يو څه ارام وکړي، مشورې ورکولې. په ساده ژبه به یې ورته ويل: بايد څو ورځې کار ونه کړې. خو اوس ساينسپوهانو روغ او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د انسان د روغتیا لپاره ۸ مهم رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل پرته له شکه تاسو داسې کسان پېژنئ، چې تل خپلې روغتیا ته پام کوي. زموږ ټولو په شاوخوا کې دا ډول کسان پیدا کېږي. آیا تر اوسه مو دې ته لېوالتیا نه ده پیدا کړې، چې د هغوی د روغتیا په راز باندې پوه شئ او له دې راز څخه د خپلې روغتیا لپاره ګټه واخلئ؟ په دې لیکنه کې، د دې افرادو په ۸ رازونو باندې رڼا واچوو: له ویټامین … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

”استاد ټینګار کاوه چې، که غواړې منوګراف دې لاسلیک کړم نو یوازې راسره وګوره“

د پوهنتون محصلې سل زړونه یو کړل او کیسه يې په بنده ژبه پیل کړه؛ خو په یو شرط، چې ددې او د پوهنتون نوم به نه خپروم. د جنسي ځورونې کیسې د افغانستان په پوهنتونو، تعلیمي بنسټونو، کارځایونو او ان په لارو او کوڅو کې کومه نوې خبره نه ده؛ خو په دې اړه غږیدل نادره خبره ده. د جنسي اذیت په اړه، د نجونو غږ پورته کول، غښتلی جرئت، غټ زړه او د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له پلي تګ څخه د خلکو شخصیت او روغتیایي حالت داسې وارزوئ

ژباړه: بشر دروېش د انسان ځینې ځانګړنې، لکه د پلي تګ ډول یې د هغه د شخصیت او روغتیایي حالت په معلومولو کې خاصه ونډه لري. دلته په دې اړه ځینې لارې چارې در ښیوو، چې په مرسته یې د خلکو له ګرځيدو څخه د هغوی شخصیت او روغتیایي حالت معلومولی شئ. چټک مزل تر ۶۵ کلنۍ د لوړ عمره کسانو په اړه څېړنو ښودلې، چې د اوږده عمر لرلو لپاره چټک پلی تګ زیاته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دفتري کار او چاغښت؛ داسې ترې ځان وژغورئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش دفتري کارونه نه یوازې د وخت په تېریدو سره ستاسې په موقف، امتیازاتو او شخصیت کې بدلون راولي؛ بلکې د وزن وضعیت هم دربدلوي. یوه لویه برخه دفتري کارمندان، په خاص ډول هغوی چې پرله پسې ناست وي، د وزن له زیاتوالي ځوریږي. نظر پوښتنه په ۲۰۱۷ کې د ۳زرو چاغو کسانو ترمنځ د شوې نظرپوښتنې پایلو ښودلې، چې د دوی ۴۱ سلنه کسان د دفترونو د ناستې د کارونو … نور ولولئ