ټولنیز ژوند

ستاسې ټولنيزې اړيکې هم ستاسې په روغتيا اغېز لرلی شي

ژباړه: عمران لمر څېړنو ثابته کړې چې د يو شخص ټولنيزې اړيکې د هغه په روغتيا هم د پام وړ آغېز لري؛ که تاسې ډېرې ټولنيزې اړيکې لرئ او په ټولنيزو پېښو او کارونو کې ډېره برخه او ګډون لرئ؛ نو په ډېر ګمان ستاسې رواني او جسمي روغتيا سالمه او اوږد ژوند لرئ. دا نظر په دې مانا نه دی چې تاسې ځان د ملګريو پيدا کولو په يوه دستګاه بدل کړئ او خپل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

راځئ نن مو ژوند داسې متفاوت کړئ !

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس نن به مُسکا وکړو. نن به ژوره ساه واخلو. نن به هڅه وکړو چې وخاندو. نن به هڅه وکړو چې لږې ګيلې وکړو. نن به د لمر راختلو او ډوبېدو ته کښېنو. نن به د ژويو او بوټو سره مهرباني وکړو. نن به د خپل د خوښې وړ څه زمزمه کړو. نن به يو پخواني ملګري ته په زنګ وهلو، هغه حيرانه کړو. نن به هغه ډالۍ ګانې مو … نور ولولئ
اقتصاد

تدریجي ځان او ټول وژنه؛ د اوبو د کموالي لاملونه او حل لارې

د شیرین آغا غورځنګ لیکنه خپله ځان نه ملامتوي؛ خو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه چې ښکته تللې ترې شکایت کوي او وایي چې: ((د فلاني لالا څاه وچه شوه، ولا وچ کالي ده، باران او واوره نه کیږي.)) دا جملې د کوم چا په تړاو را یادې شوې چې څو ورځې وړاندې یې په یوه مجلس کې خلکو ته ویلې وې؛ دوی له اقتصادي پلوه ښه ژوند لري؛ اته وروڼه دي، هر ورور … نور ولولئ
خواړه

ویل کیږي شین چای دومره ګټې لري

ژباړه: بلال احمد خلیلي شین چای یو له هغه مشروباتو څخه دي چی زمونږه افغاني ټولنه یې د نورو ټولنو په نسبت زیات استعمالوي. خو هغه طلایی ګټي چې شین چاي یې لری کیدای شي تري خبر نه اوسو: ۱ . د وزن په کمولو کې مرسته کوي. شین چاي میتابولیزم زیاتوي او پولینول هم په شین چاي کې پیداکیږي چې غذایي مواد په کالوري بدلوي. ۲ . د شکر ناروغۍ درملنه کوي. د ډوډۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

میرمنو او نجونو ته د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه اړینې لارښوونې

ژباړه: مریم محمدي مياشتنی عادت هغه حالت دی، چې نوې پېغلې د لومړي ځل لپاره له ۱۱-۱۶ کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اميدوارۍ له مودې، په عادي ډول په هرو ۲۸ ورځو کې يوځل پيدا کيږي. که چیرته مو خپله میاشتنۍ ناروغي ولیده نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ: ۱- که چیرې مو میاشتنۍ ناروغي په هرځل راتګ سره حد اکثر یوه اوونۍ او حد اقل څلور ورځې دوام کوي دا … نور ولولئ
خواړه

څیړنې وايي چې ډیره غوښه خوړل زیانونه لري

ژباړه: مریم محمدي هر انسان ته په کار ده، کوم څه چې خوري باید له دې ځان خبر کړي، چې په کومه اندازه یې وخوري؟ سره له دې چې هر څومره ګټور خواړه وي، خو که له اندازې ډېر وخوړل شي نو هرومرو زیان هم لري، چې له دې ډلې نن درسره د غوښې په اړه خبرې کوو. سربیره پر دې چې غوښه یو شمېر ګټې لري خو روغتیا پوهان وایي، لږ تر لږه باید … نور ولولئ
افغانستان

په ژمي کې د ویښتو داسې ساتنه وکړئ

ژباړه: بشر دروېش ژمی د نورو روغتیايي ستونزو ترڅنګ ستاسې ویښتو ته هم یو خطرناک موسم کیدای شي. دلیل یې دا دی، چې وچه او سخته هوا د پوستکي ترڅنګ ویښتو ته سخت تاوان رسوي. دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې شي، چې په دغه موسم کې ستاسې د ویښتو له ښې ساتنې سره مرسته کوي. له لمدو ویښتانو سره مه وځئ دا خبره به مو زیاته اوریدلې وې: له لمدو ویښتانو سره د … نور ولولئ
خواړه

څو ورځني عادتونه چې عمر لنډوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ په نیمه شپه کې د خوږو څیزونو خوړل خواږه څیزونه، چې په نیمه شپه کې نه شئ کولای د هغو د خوارک د هوس په وړاندې مقاومت وکړئ، په تاسو کې د زړه او شکرې ناروغۍ خطر زیاتوي، ځکه د ماښامنۍ له خوړلو وروسته، د وینې د ترای ګلیسیریډ کچه لوړېږي. ترای ګلیسیریډ د وینې خطرناک غوړ دي، چې د بدن د غوړو په اوبدنه کې ( تر ډېره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه کارونه چې د خوښ اوسېدو لپاره يې بايد پرېږدئ

ژباړه: عمران لمر په دې ليکنه کې د خوښ اوسېدو لپاره يو لړليک راټول کړل شوی دی چې د عيني تجربو پايله ده؛ ځينې کارونه کولای شي چې ستاسې ستونزې لا پېچلې کړي. د خوښ اوسېدو لپاره بايد تاسې ځينې کارونه پرېږدئ. دا ليکنه ولولئ؛ چې د خوښ اوسېدو لپاره بايد کوم کارونه ونه کړئ: ۱- له ستونزو تېښته تاسې هيڅکله نه شئ کولای چې له خپلو ستونزو تېښته وکړئ، په دې کار سره يواځې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پرځان د باور زیاتولو لپاره ۵ ګامه پورته کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس پر ځان باور او پر نفس اعتماد تقريبا سره ورته ګڼل کېږي. پر نفس اعتماد څه ته وايي؟ پر نفس اعتماد معمولا د نفس عزت او اطمينان سره مرتبط دي. يانې باور ولرئ چې د عرضې يا وړاندې کولو لپاره ډېر څه لرئ او با ارزښته کس ياست. پر نفس اعتماد ډېره برخه له خپلو لاسته راوړنو او برياليتوبونو څخه ترلاسه کوئ او يوه اندازه هم له هغو نظرياتو څخه چې … نور ولولئ