کرونا

کرونا وېروس په هندوستان کې نوی ريکارډ جوړ کړ

هندوستان کې د کرونا وېروس له کبله د مړو شمېر تر بل هر وخت ډېر سويدی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددې هيواد ۴۵۲۹ کسان کرونا وېروس وژلي دي چې دا د هيوادونو په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی. همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲.۶۷ لکه نوي مثبتي پېښې ثبت سوي، ۳.۸۹ لکه کسان بيرته جوړ سويدي. مخکي په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس له کبله د جنوري په ۱۲مه د مړو … نور ولولئ
روانې سلامتي

تر انګلستان مخکې اسټراليا د افغانستان سره ټيسټ لوبه کوي

وړاندې تر دې چې د اسټراليا او انګلستان تر منځ اشيز سيريز پيل سي ، د افغانستان سره لوبه کوي. هغه يوه ټيسټ لوبه چې د کريکټ د نړيوالې شورا له لورې د نومبر مياشتې لپاره په مهالوېش کې ټاکل سوې وه چې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ترسره سي،کرونا وېروس د هماغه ۲۰۲۰ز ډسمبر ته وځنډوله او بيا د اسټراليا کريکټ بورډ وويله چې د ۲۰۲۱ز په اوږدو کې به دا لوبه وکړو. نومبر … نور ولولئ
خواړه

ځیني عادتونه دماغو ته زیان رسوي، خو ځینې نور بیا مه هیروئ

د بدن ټول غړي ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او د نه پام له کبله ښايي د ګڼو ستونزو لامل شي. دماغ هم د بدن یوه مهمه برخه ده چې یواځې د څو ساده ټکو په پام کې نه نیولو سره له منځه ځي او زیاتره وخت د حافظې د کمزورې کېدو یا خرابوالي لامل کیږي. نو د حافظې د ښې ساتلو لپاره دا ټکي مه هېروئ: لومړنی ګام چې ځینې کسان یې د دماغو … نور ولولئ
کرونا

په ګنګا سیند کې زر جسدونه موندل شوي

  د هند د شمالي څنډې په یوه کلي په ګنګا سیند کې سلګونه مړي موندل شوي او د هندي پولیسو څېړنې پرې روانې دي. د خواله رسنیو کاروونکو د انځورونو تر خپراوي وروسته ویلي چې دا ټول د کووېډ ۱۹ قربانیان وو. دوی وایي خپلوانو یې دا جسدونه د دوی په وینا د( سپېڅلې ګنګا) تر څنګ خښ کړل. د هندي پولیسو مسوولین د ګرځندو لوډسپیکرونو په کارولو سره کلي پر کلي ګرځېدل، اعلان … نور ولولئ
روغه سټه

هند: کورونا سره د مبارزې لپاره اوس هم له خوشايو ګټه اخيستل کېږي

د ځينو راپورونو له مخې چې په رسنیو کې خپاره شول دا ښیي، چې د هند په ګجرات ایالت کې خلک د دې لپاره چې د کورونا ویروس پر وړاندې یې دفاعي سیستم پیاوړي کړی، نو په خپل ټول ځان د غواګانو خوشایي وهي. په هند کې د کورونا ویروس له امله په ورځ کې سلګونه او زرګونه کسان مري، او سره له دې چې د حکومت په امر د روغتیا برخې کې ډېر کار … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا نړیوال سازمان: پرمختللي هیوادونه دې بیوزلو ته د کرونا واکسین کې مرسته وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په شتمنو هېوادونو کې د ماشومانو د کورونا پر وړاندې د واکسین کولو دمخه باید د نړۍ په کچه په بیوزلو هېوادونو کې واکسین پیل شي. یاد سازمان وايي، پرمختللي هېوادونه باید د “کوویکس” په برنامه کې د کورونا واکسینونه ډالۍ کړي. د نړیوال روغتیایي سازمان مشر، “ټیډروس اډانوم” وایې؛ شتمن هېوادونه اوس ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته واکسین کوي ​، پداسې حال کې چې بېوزله هېوادونه په سختۍ … نور ولولئ
روانې سلامتي

د انسان د بدن پينځه حیرانونکي حقیقتونه

نننۍ نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی، او د همدغو پرمختګونو له امله موږ د خپل بدن ټول غړي پېژنو او د خپل بدن په ډېرو ځانګړنو پوهېږو. خو په دې باور ولرئ چې لا تر اوسه هم زموږ په بدن کې ځينې ځانګړنې شته چې موږ د هغو په اړه ډېر نه پوهېږو او يوازې ډېر لږ کسان د انسان د بدن په دغو ځانګړنو پوهېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د انسان … نور ولولئ
کرونا

د نوبل جایزې ګټونکي؛ یوازې د کرونا واکسین مو نه شي ژغورلی

دوه پوهان چې د نوبل جایزې ګټونکي هم دي وايي؛ نړۍ تېروتلې ده چې فکر کوي د کورونا واکسین به موږ د کوويډ۱۹ له ناروغۍ څخه ژغوري، په داسې حال کې چې کورونا په هند کې له کنټروله وتلې ده. دغه دوه پوهان، يو یې ډاکټر ابیجیټ بانرجي او بل یې ډاکټر استر دوفلو نومېږي. دوی په دې باور دي چې چارواکي او پوهان باید په دې پوه شي چې د کورونا واکسین نړۍ له … نور ولولئ
روانې سلامتي

په ماشومانو کې د اتیسم اروایي_مغزي ګډوډي!- مرکه صدیقه پوپلزۍ

  ښایي په کلیو او بانډو، لرې پرتو سیمو او حتا ښارونو کې مو اورېدلي وي چې ځیني خلک وایي د فلاني ماشوم لېونی دی، هېڅ عادي نه دي، خبرې نشي کولای، تل ناعادي کړنې ترسره کوي، خبره نه اوري او داسې چارې ترسره کوي چې په هېڅ ماشوم کې نشته. په ډېری سیمو کې بیا یاد ماشومان په بېلابېلو نومونو یادیږي چې لېونی، بی سده او بې سوره یې تر ټولو مشهور نومونه دي. … نور ولولئ
خواړه

د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره، دا مېوه وخورئ!

دا سمه ده چې لږ وزن لرل د ښایسته اندام د درلودلو لامل کېږي خو بېخي لږ وزن لرل هم ښه نه وي او انسان پکې ښکلی نه ښکاري. نو له همدې امله ډېری هغه کسان چې لږ وزن لري د دې په هڅه کې دي چې د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره خواړه او مېوې وکاروي تر څو وکولای شي چې مناسب او ښکلی اندام ولري. هغوی نه غواړي چې د درملو پر … نور ولولئ