ټولنیز ژوند

څنګه پوه شو چې ماشوم مو رواني ستونزې لري؛ او چاره یې څه ده؟

ژباړه او راټولونه: شپنه سلګۍ ان لویان ډېر کله نه پوهیږې چې رواني ستونزه لري. ماشومانو ته خو بیخي سخته او په ډیرو مواردو کې ناممکنه ده چې خپلې روانې ستونزې درک او وپېژني او بیا یې بیان او ښکاره کړي. خو دې کې شک نه شته چې په ګڼ شمیر کې ماشومان له رواني نا ارامیو ځوریږي. د مور پلار او د ماشومانو د سرپرستانو لپاره دا اسانه خبره نه ده چې د هغوی … نور ولولئ
افغانستان

په افغانستان کې شخصي روغتونونه – مصطفی سالک

نن په فیس بوک کې د خوست ولایت د غرغښت تلویزیون د خبریالانو د ماتو شویو وسایلو انځورونه خپاره شوي دي. دا وسایل چا زورواکي یا نا مسووله وسلوالو نه دي مات کړي بلکې د یوه شخصي روغتون ډاکټرانو له دې کبله مات کړي چې ددوی نادودې یې ثبتولې، ډاکټرانو پر دې هم بسنه نه ده کړې بلکې د راپور له مخه خبریالان وهل شوي هم دي. د خوست کیسه د ټول افغانستان کیسه ده … نور ولولئ
روغه سټه

جنسي اړیکې؛ ولې ځینې وخت خوند نه راکوي؟

ژباړه: صادق طارق جنسي اړیکې هر وخت خوندورې نه وي، دا چې ولې نه وي او هر وخت یو ډول خوند ورڅخه نه شو اخیستی، په دې مطلب کې به یې ځوابونه پيدا کړو. د نورو فکتورونو اغېز د انسان وجود لکه ماشین داسې دی. په ماشین کې که یوه پرزه خرابه شي، پر نورو برخو یې خرابوالی اغېز پرېباسي. جنسي اړیکې هم د انسان د وجود له نورو سیستمونو سره نه شلیدونکې او ژورې … نور ولولئ
روغه سټه

که غواړئ په ۲۴ ساغتونو کې مو ځیګر پاک شي، نو دا عملي کړئ

ژباړه: نسیمه محمدي ځيګر چې د بدن د با ارزښته غړو څخه شمېرل کېږي او مهمه ونډه لري، غواړو د اضافي وازدې د لرې کولو لپاره یې تاسې سره یوه آسانه او غوره حل لاره شریکه کړو. په کور کې د ځیګر پاکول په ۲۴ ساعتونو کې د دوو مادو په مرسته ! اوس وخت کې ډېری خوړنیز رژيمونه کولای شي وزن کم کړي، خو که روزانه کمه کالوري ولرئ بدن مو کولای شي لوږه … نور ولولئ
روغه سټه

ولې کله ناکله بې سببه د زړه تنګۍ او خفګان احساس کوو!؟

داسې هېڅ زړه تنګون یا خفګان وجود نه لري چې علت او سبب ونه لري؛ دا انسان دی چې د اظهارولو/ ښکاره کولو جرات یې نه لري. کله چې د درد څپه پرې زور شي بیا ووایي، هسې بې مورده مې زړه خفه دی، هېڅ بې هېڅه مې زړه تنګ دی. ـ نه، دوی هسې وايي، بې مورده زړه تنګي نه پېښيږي. دا یو روحي یا رواني تکلیف دی، چې مونږ ټول ورسره مخ کیږو … نور ولولئ
روغه سټه

د نارینه وو د وریو او غاښونو پاکوالی د هغو د جنسي سلامتۍ سره تړاو لري

ډاکتران وايي، د هغوې چې خوله او غاښونه خیرن وي، جنسي قوت يې ورځ تر بلې کمزوری کیږي او همدا سبب شي چې بیا یې په حکیمانو ګرځي، یا په تعویذګرو او یا هم د یوناني طبیبانو په دکان کې ناست وي. تاسې ته به حیرانوونکي وي؛ خو ډاکتران وايي د وریو( Gum ) ناروغي د نارینه جنسي وړتیا کمزورې کوي. د مهمو څیړونو په ژورنال کې، د چین خپره شوې څیړنه وايي، چې د … نور ولولئ
روغه سټه

په کار ځای کې د مُسکا کولو ګټې

ژباړه: عطا محمد میاخېل دلته د مسکا پر ګټو درسره غږیږو: مُسکی اوسېدونکی شخصیت لګښت لري! موږ ټولو په خپل ژوند کې څلور تورو والا کلمې ډېرې اورېدلې دي، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې هېڅ یوه یې د مسکا په څېر پیاوړه او ځواکمنه نه وه. ډېری کسان په دې باندې نه پوهېږي، چې په کار او سوداګرۍ کې  رونق، له مثبتو چلندونو او کړنو څخه یې سر چینه اخلي. رښتیا دا دي، … نور ولولئ
خواړه

په کومو لوښو کې باید پخلی وشي؟

کله چې د خوړو پخولو لپاره لوښي اخلئ، نو د ترکیب په اړه یې هرو مرو فکر وکړئ. مخکې له دې چې له دې لوښې څخه ګټه واخلئ یو ځل په کې اوبه هرو مرو جوش کړئ. د مینځلو پر وخت له لتې کار واخلئ نه له سیمي دیګ شوی څخه؛ ځکه سیمي دېګ شوی د دېګ دېوال تخریبوي. پخواني خلک په دې اند وو چې د مسي لوښو د ویلې کېدو درجه ډېره لوړه … نور ولولئ
خواړه

دغه خواړه د قد په لوړ والي کې مرسته کوي

ژباړه: مریم محمدي د دې لپاره چې ونه (قد) مو جګه شي یوه سالم او ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا ده؛ ځکه دغه سالم او ځانګړی غذایي رژیم د دې لامل کېږي چې په بدن کې مو نوي سلولونه وده وکړي او هډوکي مو کلک شي. د سبو زیاتره برخه مغذي مواد لري او د بدن د اړتیا وړ غذایي مواد برابروي چې دغه څه مو د ونې د جګوالي لامل کېږي. کېدای شي ډېرو … نور ولولئ
خواړه

هغه غوړي چې باید پخلي کې وکارول شي

ژباړه: مریم محمدي یو روغ انسان په خپلو خوړو کې ټول هغه غوړي چې مایع وي او له نباتاتو څخه جوړ شوي وي، کارولی شي، خو هغه کسان چې د زړه او د وینې د لوړ فشار ناروغي لري، باید په خپلو خوړو کې د غوړ کچه راټیټه کړي. په ټوله کې ویلی شو چې په ورځني ډول چې کوم خواړه مصرفوو د غوړو اندازه یې باید له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وي، دغه … نور ولولئ