افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان: ښایي افغانستان ته د کرونا ضد واکسین په وخت و نه رسېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي ښايي افغانستان ته د کرونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي. ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي د واکسینو ورکړه ان تر اګسټ میاشتې پورې وځنډېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا له افغانستان سره د تازه مرستو اعلان وکړو

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۲۶۶ ميليون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي. د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ میلیونه ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۱ مالي کال کې افغانستان … نور ولولئ
خواړه

سپين مرچ په هر کور کې شته، خو له دې ګټو به یې خبر نه یاست!

د مرچو ټول ډولونه لکه شنه، تور او سپین زموږ په روغتیا او دفاعي سیسټم پیاوړتیا کې اړین رول لوبولی شي. او داسې هم ویل کېږي چې د سپینو مرچو په جوړښت کې داسې ځانګړتیاوې هم لېدل کېږي، چې له تورو، او شنو مرچو یې خورا غوره ګڼلی شو. په دې لیکنه مو تاسو ته د سپینو مرچو د ګټو یادونه کړې ده: ۱ـ په سپینو مرچو کې د کیپسایسن په نامه مادې شتون په … نور ولولئ
خواړه

مستې؛ د خرابو مستو پېژندل او د ساتلو لارې چارې یې

له شک پرته د اوږدې مودې لپاره د مستو د ساتلو تر ټولو غوره لار په یخچال کې د مستو ساتنه ده، ځکه که چېرې مستې په يخچال کې وساتل شي د مستو خوند او کيفيت په سمه توګه ساتل کېږي. په يخچال کې باید مستې د سانټيګريډ ۵ نه تر ۷ درجو پورې، په پلاستيکي او يا ښیښه يي لوښي کې وساتل شي. که څه هم شيدې تر مستو ژر خرابېږي او مستې درې … نور ولولئ
خوندیتوب

ولې د ځینو کسانو ډېر ساړه کېږي!؟

د فینلنډ جیفاسکیلا پوهنتون په یوې نوې څېړنه کې، ۲۰ ځوانان پوره ۶۰ ساعته له خوب څخه محروم وساتل، دوی دې پایلې ته ورسېدل، چې د یادو خلکو د بدن د حرارت درجه د خوب له کبله ټیټه شوه. کارپوهانو ته دا له ورایه ښکاره شوه، چې لږ خوب په عصبي سیسټم کې ستونزې رامنځته کوي، او د انسان په دماغ کې د بدن د حرارت درجه ګډوډوي. د وینې جریان په بدن کې د … نور ولولئ
خوندیتوب

د سترګو د سوروالي لاملونه او درملنه یې

ژباړه او زیاتونه سترګې کله د ناروغیو او کله د هوا حالاتو د بدلون له امله سرې کېږي. الرژي، عفونت/ مېکروب او د سترګو وچېدل د سوروالي لامل کېږي. داسې نه ده چې تل د ژړا یا تودې هوا له امله سرې کېږي؛ ځکه نو باید خپلسري درمل ونه کارول شي. – الرژي/ حساسیت: ځينې وخت سترګې له ګلانو، ارایشي/سینګاري توکو او لېنز سره حساسیت کوي. دې وخت کې سترګې سرې اوړي، سوځي او اوښکې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

څنګه، خپله رواني روغتیا د کرونا بندیزونو او رخصتیو پرمهال ښه وساتو!

ژباړه: حماد هلال د ځوانانو لپاره شپږ لارښوونې نوې ځواني د ژوند یوه سخته مرحله ده او د کرونا بندیزېنو لا سخته کړې. د مدرسو، ښوونځیو او د ټولنیزو پروګرامونو په لغوه کېدو سره یوازې دا نه چې ځينو ځوانانو د ژوند مهمې شېبې له لاسه ورکړې؛ بلکې د ورځينو فعالیتونه لکه ملګرو  سره ناسته او په ټولګیو ګډون کولو نه هم لرې پاتې شو. تاسو، هغه ځوانان چې کرونا ناروغۍ مو په ژوند کې … نور ولولئ
خوندیتوب

د وینې ټیټ فشار/ هایپوټېنشن مو ولې ځوروي؟

ښايي اورېدلي مو وي چې تر لوړ فشاره ټيټ فشار چندان د اندېښنې وړ او وژونکي نه دی؛ خو ټيټ فشار هم کله کله د ناوړه ناروغیو نښه او ګواښوونکی کېدای شي. ډېری هغه کسان چې فشار یې ټيټېږي، د ژوند چارې سمې او پر وخت مخته نشي وړلی؛ ځکه د ډېرې ستړیا له امله یې پر سر شدید درد وي او ضعف پرې راځي. دې لیکنه کې پر دې خبرې کوو چې ټيټ فشار … نور ولولئ
روانې سلامتي

څېړنې؛ وېښتان د خوب وخت پېژني

لیکنه او راټولونه خوب د انسان په ژوند کې خوړو او اوبو په څېر خورا اړين دی، انسان په دوامدار ډول هره ورځ خوب ته اړتیا لري. خو د خوب اړتيا عمر ته په کتو توپیر کوي او هر انسان له خپل عمر سره سم باید په ټاکلې کچه خوب وکړي. څېړونکو نویو زېږېدلو ماشومانو ته له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو پورې، تنکيو ځوانانو ته ۹ تر ۱۱ ساعتونو پورې او بالغ او لوړ عمر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ارواپوهنې له نظره دا ټکي مهم دي !

د ارواپوهنې له نظره څو اړین ټکي: تل دا خبرې ذهن کې وساتئ ترڅو په هره برخه کې تاسو سره مرسته وکړي. ـ کله چې غواړئ له چا سره خبرې وکړئ، فکر مو وي چې د خبرو پر وخت ګیله او شکایت ونه کړئ؛ ځکه ستاسې دا کار په مخامخ لوري منفي اغېزه کوي. ـ که غواړې نور وګړي د یو رهبر په سترګه تاسې ته وګوري نو هیڅکله د موضوعاتو پر وړاندې په تېزۍ … نور ولولئ