رسنۍ

سريلانکا کريکټ لوبډلي بنګلديشۍ لوبډله وايټ واش کړه.

ليکنه: مدثر دعوت د سريلانکا او بنګلديش ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه هم سريلانکا د ۱۲۲ منډو په تويير وګټله. د لوبي پچه سريلانکا وګټله ،د توپوهني پريکړه يې وکړه او ويې سول کولای چي په ۸ ويکټو ۲۹۵ منډي هدف وټاکي. د سريلانکا لپاره لوبډلمشر کرونا رتني ۴۶، کوسل پريرا ۴۲، مينديس ۵۴، شاناکا ۳۰ او انجيلا متيوز ۸۷ منډي وکړلې. د بنګلديش لپاره سیف الاسلام او سمايا سرکار درې درې او همدارنګه ربيل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا عادتونه مو په سرطان مرض له اخته کیدو ساتي

عام ګومان دا دی، چې یوازې عمر خوړلي یا تر ۵۰ کلنۍ وراخوا خلک به د سرطان په خطرناکې ناروغۍ اخته کیږي. خو داسې نه ده؛ په وروستیو کې مو ممکن پخپله شاوخوا کې هم زیات لږ عمره خلک لیدلي وي، چې سرطان نیولي او له پښو غورځولي. د دې وضعیت یو لوی دلیل دا دی، چې ځوانان د سرطان ناروغۍ په اړه نه غواړي ځانونه سم پوه کړي. دلته غواړو، چې پر دې ناروغۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سهارنی سر درد د مغزي تومور نښه ده

ژباړه: نسیمه محمدي  سهارنۍ سردردي کېدای شي د مغزي تومور یوه نښه وي. پوهېږو ځینې وختونه سر دردي د ګواښوونکو ناروغیو لکه د مغزي تومورنو نښه ده په ځانګړي ډول د نورو حالتونو سره، سره او دا چې د ورځې په ځانګړي وخت ډېر او سخت شي. د مغز او اعصابو یو متخصص په دې بیان سره چې د پښو او بازوګانو سوزش ډېر کم وخت په مغزي سرطان د اخته کېدو نښه ده، وویل: … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له دېرش کلنۍ لوړ عمر لرونکو د سلامتیا رازونه

ژباړه: نسیمه محمدي ۱: د ورزش ګټو ته پاملرنه: د ورزش ګټې له پامه غورځول تاسې له  مادام العمر ستونزو سره مخ کوي. د ژوند په دوهمه لسیزه کې که تاسې اونۍ، اونۍ هم ورزش ونکړئ امکان لري بدن مو دا کړنه نادیده ونیسي، مګر د عمر په لوړېدو مو وجود تاسې نشي بښلی. اوس نو د شپې ناوخته او ډېر خوراک کول ستاسې په بدن ډېر فشار راوړي ځکه د میتابولیزم چټکتیا اوس د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پلاستیکي کڅوڼو ضد کمپاین ترسره سو.

نن د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست لخوا د پلاستیکي توکو د استعمال پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین ترسره سو. په دې کمپاین کي د یاد ریاست کارکوونکو، مدني فعالانو او یو شمېر رضاکاره ځوانانو برخه اخیستې وه او پر مهال یي د ښار په مختلفو ساحو کي خلګو ته د ټوکر کڅوڼي د پلاستیکي کڅوڼو پر ضد ووېشلي. دوی د کمپاین پر مهال دوکاندارانو او د لاري تېرېدونکو خلګو ته د پلاسټیک د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغو ماشومانو سره څنګه مرسته کولی شو چې په ناوړه توګه ځورول شوي؟

ژباړه – راټولونه/شپنه که څه هم چې ماشوم ته ګرانه ده چې د پيښې په هکله خبرې وکړي،خو بيا هم بايد وهڅول شي چې یو څه ووايي. ماشومانو ته د دې ټکي بيانول چې هغوى ته ويريدونکي څه ورپيښيږي ډير ستونزمن کار دى،ځکه نو چې کله څه وايي بايد باور پرې وکړو. ډير ځله مشران د ماشومانو له خبرو انکار کوي يا هڅه کوي هغه بې ارزښته او عادي وښيي. په عمومي توګه هغه ماشومان … نور ولولئ
خواړه

که د مېرمنې پخلی خوند نه درکوي داسې وکړئ

د مېرمنې د لاس له پخلي خوند نه اخیستل نه یوازې په افغانستان؛ بلکې هرځای کې یوه عامه ستونزه حسابیږي. د کورنیو ستونزو یو لوی دلیل تر ډېره دا وي، چې نارینه د خپلو مېرمنو له پخلي او د کور سمبالولو له کاره راضي نه وي. زموږ په وطن کې خو عامه خبره ده، چې که کومه نجلۍ د کور په چارو لکه:پخلي او نورو کې لایقه نه وي، مرکچیان او غوښتونکي یې لا کم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سترګو ستړیا؛ په دې ډول یې مخنیوی وکړئ

د انسان د وجود ټول غړي ارزښتناک دي، خو سترګې له ترټولو ارزښتناکو غړو ګڼل کیږي. د وجود دا غړي لکه د نورو غړو د پرله پسې او زیات فعالیت له کبله ستړي کیږي. څنګه چې دماغ، پښې، لاسونه او د وجود نور غړي ستړي کیږي او ارام ته ضرورت لري، سترګې هم همداسې درواخلئ. سترګو ته زیات خطرونه شته؛ ناپاکه هوا، د ټېکنالوژۍ وده او له کمپیوټر او موبایل سره د انسان زیات سروکار … نور ولولئ
خواړه

قهوه؛ په پوستکي او ویښتانو یې اغیز

ژباړه: نسیمه محمدي په دې مطلب کې په وېښتو او پوستکي د قهوې د خاصیت په اړه معلومات وړاندې کوو. هڅه وکړئ په کور کې د قهوې ماسک جوړ او د وېښتو د ښکلا لپاره ګټه ترې واخلئ. پوستکی او قهوه قهوه د عربي ژبې (کفا) یا کافا کلمه ده چې په اصل کې د اېتوپیا هېواد جنوبي سیمې نوم دی. چې قهوه د لومړي ځل لپاره پيدا شوې ده. عربي ژبپوهان وایي د قهوې … نور ولولئ
خواړه

د زعفرانو څو مهمې ګټې

ژباړه: مریم شریفي پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته خوشالوونکی او خوښۍ راوړنکی نوم کارول شوی دی. زعفران د نړۍ له تر ټولو ګران بیه ګل دی چې د روزلو او ټولولو نږدې ټول کارونه یې په لاس ترسره کېږي. زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازګې له منځه وړي … نور ولولئ