روغه سټه

ثانیه میرزا په څلورو میاشتو کې ۲۶ کیلو وزن کم کړی

“ثانیه میرزا” د ماشوم له زیږون وروسته شپږویشت ۲۶ کیلو وزن صرف په څلورو ۴ میاشتو کې کم کړی او خپل دغه پلان یې له ټولو ښځو سره هم شریک کړ. “ثانیا میرزا” د بهارت ټینس لوبې نوموتې ښځینه لوبغاړې او د پاکستان کرکټ ټیم (پخوانې کپتان) شعیب ملک د ژوند ملګرې ده، چې د ماشوم د زیږون وروسته یې خپل ۲۶ کیلو وزن صرف په ۴ میاشتو کې کم کړ. ثانیا میرزا ”  تل … نور ولولئ
روغه سټه

د مخ ځوانکۍ په دې کورنیو نسخو سره لمنځه یوسئ!

ژباړه: نسیمه محمدي ځوانکې او دانې ډېری وخت په ځوانانو کې لیدل کېږي او ورته د ځوانۍ د جوش او غرور دانې هم ویل کېږي. مګر د بېلابېل عمر لرونکي کسان له دې ستونزې سره مخ کېږي. د ډول ډول ځوانکو لپاره بېلابېلې درملنې شته. مګر کله کله ځوانکې دوام مومي او ډېر کله له درملنې وروسته نورې دانې څرګندېږي. ځوانکې د شدت له مخې په اخته کس کې د استرس او خفګان سبب کېږي … نور ولولئ
روغه سټه

د روغو ویښتانو لرلو لپاره د شامپو غوره کول او د کارولو څرانګوالی یې

ژباړه: ملیحه ناصري کله مو چې سر وینځئ او په پای کې وینئ چې ډېر وېښتان مو تویې شوي، یا تر سر وینځلو وروسته چې وچوئ او ږومنځوئ یې، ډېر وېښتان مو تویې شي، نو له ځان سره هرومرو وایئ چې دا ټول د شامپو له لاسه او دا ځل به یې بدلوم. همدغه تاسو په څېر ډېری کسان د وېښتانو تویېدل د شامپو له امله ګڼي. لږ کسان بیا پوهېږي چې شامپو ډېر کم … نور ولولئ
خواړه

د بدن د اضافي وزن کمولو ( ۴۷) اسانه لارې

لیکنه : سواتي کپور، د تغذیې متخصصه ژباړه : شمیم اتل وزن ددې لپاره مه کموئ چې کوم سینمايي ستوری یا لوبغاړی مو لیدلی چې په کم وزن کې ښکلی ښکاري. بدني ښکلا ساتل د سینمايي ستورو لپاره روزګار دی او پرته له دې یې روزګار خرابیږي. خو که چاغ یئ نو د خپلې روغتیا او ورځني ژوند په خاطر دا مهمه ده چې د مناسب وزن پر لرلو فکر وکړئ. هر څوک نه شي … نور ولولئ
خواړه

هغه خواړه چې د شپې ښه خوب سره مرسته کوي

زه چې هره لیکنه کوم، لومړی یې په اړه خپله پوره څیړنه کوم، او بیا د افغانانو د ژوند شرایط هم په پام کې نیسم څو داسې روغتیايي سپارښتنې رامخې ته کړو چې لږ تر لږه افغان لوستونکو ته که په هېواد کې دي او که په بهر کې د عملي کیدو وړ وي. څه موده مخکې مو د هغو خوړو په اړه چې تر خوب مخکې خوړل یې خوب تښتوي یوه لیکنه خپره کړې … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۴مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د ختافې فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره انتونیوګریزمن په ۳۳مه دقیقه کي او سرجیو روبیرتو بیا په ۳۹مه دقیقه کي ګولوهني وکړې. خو د ختافې لپاره بیا یوازینی ګول انجیل رودریګویز د لوبي په ۶۶تمه دقیقه کي ترسره کړ. دا لوبه د بارسلونا لوبډلي … نور ولولئ
روغه سټه

په اوبو سره د ناروغيو درملنه

راټولونه: شپنه سلګۍ هر انسان په ورځ کې ۲۳۰۰ سي سي اوبو ته اړتیا لري چي ۱۰۰۰ سي سي د غذایي مواو څخه، ۱۰۰۰ سي سي د څښاک څخه او ۳۰۰ سي سي د موادو د اکسیداشن څخه لاسته راوړي. اوبه د پوستکي د تازوالي لامل ګرځي او په بدن کې مسموم مواد تصفیه کوي. باید ووایو چي د انسان بدن هرکله اوبه د لاسه ورکوي، پوستکی او سږي ۸۰۰ سي سي، مدفوع ۱۰۰ سي … نور ولولئ
روغه سټه

خندا دا جسمي، ذهني او ټولینزې ګټې لري

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري اورېدلي مو دي چې خندا د ژوند مالګه ده. په ټولیزه توګه خندا یوه کس ته د زړه سکون او موقتي آرامتیا ور بښلای شي، خو تر هغه ځایه خندېدل ښه وي چې انسان د خدای له یاده ونه باسي او منحرف نه شي. سره له دې خندا هم روح او هم فزیک ته ګټه لري. اړیکې مو سره ټینګوي او د ژورو ملګرتیاوو لامل هم کېدای شي. کله چې … نور ولولئ
روغه سټه

مېرمنو لپاره؛ سوځېدلو له امله لکې او داغونه دا ډول ژر لمنځه یوسئ

لیکنه: حنیفه مومند ډېر کله مېرمنې او نجونې په پخلنځي او د کور په چارو کې له ځینو پېښو سره مخ  کېږي، چې له ډلې يې يو هم د بدن، خصوصاً د لاسونو او مخ سوځيدل دي، چې بيا ډېر وخت ترې ځورېږي او د داغ د له منځه وړلو لپاره يې مختلف ډول کیمیاوي درمل او کریمونه کاروي. خو نن درسره داسې يوه طريقه شريکوو، چې په وسيله يې کولای شئ د سوځېدلو وروسته … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا وایروس پر وړاندې په دې لومړنیو اقداماتو سره،د ځان ساتنه وکړئ

ژباړه: نسیمه محمدي کرونا وایروس په ۲۰۱۹م ډېسمبر په میاشت کې د چین په وهان هوبي نومې سیمه کې وپېژندل شو، چې تر اوسه له دېرش زرو زیات وګړي پرې اخته او نېژدې زرو تنو ته د مړو شمېر رسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره د ځینو لارښوونو سپارښتنه کوي، چې وړاندې یې درته وایو. ژر ژر او پرله پسې خپل لاسونه ووینځئ لاسونه پرله پسې په اوبو او … نور ولولئ