خوندیتوب

له انتي اوکسیدان لرونکو خوړو څخه د بدن د معافیت لپاره ګټه واخلئ

ژباړه: نسیمه محمدي د بدن د دفاعي سیسټم د تقويې او له ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره د انتي اوکسېدان لرونکو خوړو باید ګټه واخیستل شي. د اصفهان د خوړو او تغذيې د چارو متخصص ډاکټر سید مرتضی صفوي وویل: “د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړي کېدلو لپاره د امېګا۳، لکه ماهي، وېټامین سي لکه د مرکباتو ډولونه، کدو، ګلپي، ککاو، هګۍ، غوښه او حبوباتو څخه باید کار واخیستل شي.” ډاکټر سید مرتضی صفوي … نور ولولئ
خوندیتوب

څېړونکي؛ د آلزایمر د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې نوې طریقه کشف کړې!

ژباړه: نسیمه محمدي د سدني پوهنتون څېړونکو داسې یوه تګلاره موندلې، چې په واسطه یې کېدای شي د آلزایمر ناروغي او نورې سېناپسي اختلاطات کم کړای شي. د مډیکل اکسپرس د راپور پر بنست، په آلزایمر د اخته ناروغانو مغز د (RNA [اسید ریبونوئلیک]) په نامه د بیارغونې چاره په ښه توګه نه تنظیموي. دا چاره یو جنیتیکي میکانیزم دی، چې د عصبي حجرو د اتصال لپاره اړین پروتینونه اصلاح کوي. دا اتصالات سېناپس نومېږي. … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان کريکټ بورډ: کرونا د IPL لپاره خنډ نسي جوړيدای!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د کريکټ بورډ رئيس سورب ګنګولې وايي د کرونا ويروس د راتلونکي هندوستان پريمرليګ مخه نه سي نيولای. کرونا ويروس چي په نړيواله سطحه د انسانانو د ژوند لپاره لوی خطر دی په ډيرو هيوادونو کي خپره سوې او په زرګونو انسانان پرې مبتلا او وژلي يې دي. د هندوستان پريمرليګ چي د ممبی انډينز او چينای سوپرکينګز په لوبو پيليږي ددې ادارې مشر برجيش پټيل او د هندوستان د … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا له امله د فوټبال نړۍ هم بې خونده سوې.

خبریال: فضل الله فضلي د ایټالیا هیواد څخه په تازه خبرونو کي راځي چي د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۷۹ ته پورته سو، چي ددې ترڅنګ نن په امریکا کي د ۱۰۰ مثبتو پېښو څخه ۹ کسه مړه سوي دي. د کرونا ویروس له امله د نړۍ پر ورزش هم مستقیم اثرات لوېدلي دي. د فوټبال په تازه خبرونو کي راغلي چي د ایټالیا هیواد د سیر اې لیګ د نن حذفي … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا له ویروس څخه د مخنیوي لپاره، د لاسونو وینځلو سمه طریقه

ژباړه: نسیمه محمدي حتماً مو اورېدلي چې افغانستان ته هم د کرونا وایروس پښه خلاصه شوې. ښه! دا ښه خبر نه دی، خو ډېر د اندېښنې او نارامۍ وړ هم نه ده. ولې؟ ځکه له نېکمرغه د حفظ الصحې رعایت سره په آسانۍ دا وایروس له ځانه شړلی شو. یو له دې مهمو ټکو څخه د لاسونو وینځل او روغتیا ته پاملرنه ده. اصلاً که له کرونا هم تېر شو، د هر ډول وایروس د … نور ولولئ
اقتصاد

د کرونا وایریس او د افغانستان – چین د سوداګري لپاره لازم تدابیر

لیکونکی : پوهنمل الهام الدین صافی د یوې برطانوي ويب پاڼې لیکوال Matt Reynolods په چین کې د نړیوال صحي سازمان WHO د راپور په استناد(بنسټ) لیکي چې د ۲۰۱۹ کال دسمبر په ۳۱ نېټه د چین په ختیځ ښار وهان کې چې ۱۱ میلیونه نفوس لري د سینه او بغل څو قضیې (پېښې) رامنځ راته شوې چې له پلټنو وروسته وموندل شوه دا يو وژونکی وايريس دی، چې په لمړي سر کې د کرونا … نور ولولئ
سپورټ

انګلستانۍ لوبډله د سريلانکايانو سره د لاس روغبړ نکوي!

ليکنه: مدثر دعوت د انګلستان کريکټ لوبډله سريلانکا ته د سفر پر مهال د لاس روغبړ نکوي. د کرونا ويروس څخه ځان ساتنه د انګلستان د کريکټ ملي لوبډلي لپاره حساسه مسله ده او دوی پدې برخه کي د احتياطه کار اخلي. دا چي انګلینډۍ لوبډله سريلانکا ته د ټيسټ لوبو په خاطر سفر لري لوبډلمشر جوی روټ ويلي چي موږ به په پوره مينه د لوبغاړو سره مخ کيږو خو د لاس د روغبړ … نور ولولئ
خواړه

ناک او ګټې یې؛ د ځینو ناروغیو لپاره یې خوړل ګټور دي

ناک د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې کرل کېږي، له پراخو ویټامینونو برخمن او د انسان روغتیا ته ګټه رسوي. په دې مېوه کې کلسیم، فاسفورس، مګنیزیم، پوټاشیم او اوسپنه شته دي. ۱ـ ناک د سرطان خطر کموي: په څېړنو کې ښودل شوې چې په ناک کې شته فایبر د هغو حجراتو مخه نیسي چې د کولمو د سرطان خطر زیاتوي. یوې څېړنې ثابته کړې چې هره ورځ یو ناک خوړل په ښځو کې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د هیروتیسم نښې او درملنه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري هیروتیسم هغه ناروغي ده چې په زیاتره مېرمنو او نجونو کې لیدل کېږي. هیروتیسم یانې پر ځان د وېښتانو ډېرښت. دا وېښتان باید په ښځو کې په طبیعي ډول هېڅ نه وي، مانا ښځې باید له وېښتانو څخه پاک پوستکی ولري، خو ډېری نجونې او ښځې پر پوستکي د وېښتانو له ډېرېدلو خورا ځورېږي، مثلاً د پاسنۍ شونډې په پورته ځای کې (برېتونه)، د ژامې پر پوستکي (ږیره)، پر سینه، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې لارو چارو د اضطراب (تشویش/ اندېښنې) مخنیوی وکړئ!

لیکنه: نسیمه محمدي اضطراب (Anxiety) یا اندېښنه او تشویش لرل، د ډاډ نه لرلو احساس، ورسته پاتي والي او فزیکي تحریک ته وایي. په کُلي ډول یو ډېر بې خونده او اغلب مبهم احساس دی. اضطراب دوه زړه توب دی، چې د یو یا څو جسمي حسونو، لکه د ساه ډوبۍ، د سینې د قفس تنګېدو، د زړه درزا، خولې او سردردۍ سره مل وي. وړاندې په مطلب کې د اضطرب څخه د مخنیوي لپاره … نور ولولئ