افغانستان

د کرونا ضد درمل او د ویروس شمېر په افغانستان کي ۸۴ ته ورسېد

خبریال: فضل الله فضلي د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي چي په دې هیواد کي د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۸۴ پوري ورسېدئ. نن ددې وزارت ویاند وحیدالله مایار په نیمروز کي د نوي یوې مثبتي پېښي او په هرات کي د ۴ نورو مثبتو پېښو پخلی وکړ. پدې سره په هرات ولایت کي ۵۷ پېښي، کابل ۷، سمنګان ۴، لوګر ۳، فراه، بلخ او زابل ۲-۲، کاپيسا، دایکندي، بادغیس، کندهار، غزني … نور ولولئ
په زړه پورې

کولمبیا کې یوه ښځه له قرنطین نه په سرغړونې په ۸ کاله بند محکومه شوه

په ” کولمبیا” کې یوه مېرمن د قرنطین خلاف قانون څخه په سرغړونه په اته کاله بند او تعزیري جزا محکومه شوه. د نړۍ حکومتونه پدې پوهېږي چې د کورونا وایرس یا کووډ ۱۹ څومره خطرناکه ناروغي ده ځکه یې جدي قوانین/ تدابیر ورته ونیول شو او په ملکي وګړو یې جدي تطبیقیږي هم. دا خورا خواشینونکي ده چې زمونږ ډیری افغانانو ته لا هم ټوکي ښکاري، د مرګ سره لوبې کوي جدي یې نه … نور ولولئ
سپورټ

میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!

د نړۍ دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو په جلا ـ جلا ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه. د آرجنټاین د هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د خپل هیواد آرجنټاین او د اسپانیا هیواد بارسلون ښار سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه. په … نور ولولئ
خوندیتوب

هارون باچا: زما لاليه په خپل کور کښينه!

ليکنه: مدثر دعوت د پښتو ژبي پياوړي سندرغاړي هارون باچا له خلکو غوښتي چي د کورونو را ونه وځي او د کرونا په وړاندي پوره چمتوالی ونيسي. هارون باچا پر ټولنيزو رسنيو يو ويډيويي پيغام خپور کړی چي هدف يې له خلکو غوښتنه ده تر څو بيله اړتيا له کورونو ونه وځي او کرونا جدي ونيسي. د باچا پيغام د څو بيتونو زمزمه ده چي پخپل خواږه ږغ کي يې ثبت کړيده. د ويډيو په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له وخته سمه ګټه اخیستل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ زیاتره خلک له خپل وخت څخه سمه ګټه نشي اخیستلای او تل د بوختیا احساسا کوي. په داسې حال چې هېڅ کار یې هم نه وي کړی، نو باید پر دې پوه شو چې خپل وخت څخه په څه ډول ګټه واخلو: ـ وخت داسې یو څه دی چې ټولو انسانانو ته په مساوي ډول وېشل شوی. ـ له وخته په سمه توګه ګټه اخیستل پیسو ته اړتیا نه لري. ـ وخت … نور ولولئ
افغانستان

وحید الله حمیدي کرونا ته څنګه ماته ورکړه؟

د افغانستان د عامي روغتیا وزرات له لوري وحیدالله حمیدي په افغانستان کي لومړنی شخص وو، چي په کرونا ویروس اخته وپېژندل سو، خو هغه اوس له کرونا څخه ژغورل سوی او په عادي ډول ټولنه کي ژوند تېروي. وحیدالله حمیدي د هرات ولایت دئ او په یاد ولایت کي شخصي کاروبار کوي. هغه په کرونا ویروس د اخته کېدو په اړه وویل((د ایران قُم ښار ته مي پنځه ورځنی سفر درلود، وروسته چي هرات … نور ولولئ
خواړه

د وجود د دفاعي سیسټم قوي کوونکي خواړه

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د بدن دفاعي سیسټم ډېر پېچلی دی، دنده یې له مېکروبونو سره مبارزه ده. د دې سیسټم د پیاوړي کولو په خاطر موږ ټول اړ یو داسې خواړه وخورو چې د ویروسونو او ناروغیو پر وړاندې مو غښتلي کړي. دلته مو هغه خواړه درپېژندلي دي چې د بدن دفاعي سېسټم پیاوړی کوي. هوږه: هوږه په خپل ځانګړي جوړښت سره په بېلابېلو ډولونو کولی شي د وجود دفاعي سیسټم قوي کړي. … نور ولولئ
سپورټ

سکاټلينډی لوبډلمشر مجيدحق د کرونا په ويروس اخته سوی!

خبريال: مدثر دعوت د سکاټلينډ کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر مجيد حق دا تائيد کړې چي د کرونا ازمويني يې مثبته پايله ورکړې. پاکستان الاصله سکاټلينډي کريکټر مجيدحق پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي” د کرونا ويروس تر مثبتي پايلي وروسته بيرته خپل کورته ځم،د روغتون له ټولو کارکوونکو څخه مننه چي زما په درملنه کي يې نه ستړي کيدوونکي هلي ځلي وکړې او هغه کسانو چي راته پيغامونه ليږلي او د ملاتړ ډاډ يې راکړی … نور ولولئ
خواړه

د لاچي بله ګټه؛ د پوستکي الرجي ختموي!

ژباړه: شپنه سلګۍ کله چې زموږ پوستکی له ځینو څیزونو سره مخامخ شي، نو د بدن دفاعي سیستم هڅه کوي چې د کېمیاوي تغیراتو په مټ د ناروغۍ مخه ونیسي. موږ په ورځني ژوند کې د زرګونو داسې شیانو سره مخامخېږو چې له ډېری سره مو د بدن دفاعي سیستم غبرګون نه ښیي، خو ځينې وخت زمونږ ایمیون یا دفاعي سیستم د هغې پر وړاندې غبرګون ښیي چې الرجن ورته وېل کېږي او د بدن … نور ولولئ
خواړه

د وچو توتانو له ګټو خبر یاست، دلته یې ولولئ؛

ژباړه: نسیمه محمدي توتان ډېره رنګینه او متنوع کورنۍ ده له دې ډلې سپين توتان، شاه‌توت، تمشک، بلوبري او… چې د بدن لپاره ګټه لري، سپین توتان د بدن لپاره یو له ډېرو ګټورو مېوو څخه دي، سپین توتان په تازه او وچ ډول خوړلی شو. سپين توتانو څخه د کیک او خوږو خوړو د ډیزاین  لپاره، د مستو سره د ناشتا، د چای  او نورو څښاکونو د خوند لپاره کارولی شو. سپین توتان د … نور ولولئ