بریا او پرمختګ

څنګه په مطالعې باندې مئین شو؟ (لومړۍ برخه)

(لومړۍ برخه) ژباړه: عطا محمد میاخېل په دې زمانه کې ډېری خلک د مینې او لېوالتیا له مخې مطالعه نه کوي، د دې چارې لپاره بې شمېره دلیلونه هم شته. ځینې پر دې باور دي چې مطالعه ډېر وخت او زحمت غواړي. ځینې نورو بیا د زده کړو په دوران کې له درس لوستلو څخه خوند نه دی اخیستی، داسې تصور نه کوي، چې وکولای شي، له مطالعې څخه خوند واخلي او ځینې نور چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ټولنيز ژوند مهارتونه

ليکنه: شپنه سلګۍ هر انسان هیله لري چې په ټولنه کې په ښه نامه ياد شي، نو که غواړئ چې د خلکو په زړونو د خپلو غوره عادتونو له مخې سلطنت وکړئ روغ او پرمختللی ژوند ولرئ، نو دغه شپږ مهارتونه په ځان کې پيدا او د عملي ژوند په ډګر کې ترې استفاده وکړئ! ۱- اړيکې جوړول د نيکمرغه ژوند د لرلو لپاره له وړ اشخاصو سره اړيکې لرل ډېرې مهمې او ضروري دي. … نور ولولئ
خوندیتوب

د هندوستان لومړی وزیر له ویرات کولي او ګنګولي سره ویډیو خبرې کوي

یاران سپورټس د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي نن د ویډیو کنفرانس له لارې د آی پي اېل په اړه له ویرات کولي او د هندوستان د کرکټ بورډ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي سره د جمعې پر ورځ وغږېدل. په دې لیدنه کې د هندوستان نور لوبغاړي، لکه کی ایل راهول، چېټېشور پوجارا، سچېن ټېنډولکر او یو شمېر نور  هم مل شي. ګنګولي او ویرات کولي … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا په اړه ناسم باورونه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ موږ ټول له کوم وخته چې کرونا ویروس پیدا شوی په همدې فکر کې یو چې کرونا ویروس د مخنیوي لپاره څه ګټور دي او څه نه او هر څوک چې هر څه ووایي، د دې لپاره چې موږ دې ناروغي ته وارخطا یو، نو هغه کار ترسره کوو. مګر باید پر دې پوه شو چې کوم کار سم دی کوم خواړه ګټور دي که نه؟ دلته ځینې ناسم باورونه دي چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ننګرهار کې د‌ کرونا ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوه

لیکنه: ولمه ځلا د‌ عامې روغتيا وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره نوې مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره ۲۷۴ ته ورسېده. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار نن د وري په ۱۵مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو په لابراتوارونو … نور ولولئ
پوهنه

د وینې نوې معاینه او پنځوس ډوله سرطان

ژباړه: نسیمه محمدي تازه د وینې یوې معاینې له پنځوس ډوله زیات سرطانونه له ښکارېدو وړاندې په بریالیوب سره تشخیص کړي. د «آنالز آو انکولوژۍ» معتبرې نشريې په یوه بې ساري راپور کې ویلي، چې د ۱۲۰۰ کسانو د وینې پایلې له ۹۹٪ زیات د باور وړ او دقیق وو. دا لومړی ځل دی چې د وینې معاینه د دومره زیات شمېر سرطانونو لکه د سږو، کولمو، تخمدانونو او لوزالمعدې سرطان د ۹۳٪ دقت سره … نور ولولئ
رسنۍ

حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به هیله بښوونکي وي؟

لیکنه: ولمه ځلا په کابل کې د حکومت د کاري تخنیکي ټیم او د طالبانو د پلاوي ترمنځ له دریو ورځو راهیسي د بندیانو پر خلاصون خبرې رواني دي، خو لا هم هېڅ پرېکړې ته نه دي رسېدلي. ټاکل شوې وه چې کابل ته د طالب بندیانود خوشې کېدو لپاره به د طالبانو ۱۵ کسییزه پلاوی راشي، خو  د کرونا ناورغۍ له امله د لګېدلو محدویتونو او بندیزونو له امله له دغه پلاوي یوازې درې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کووېډ- ۱۹ د قرنطین اړینه موده مشخصه شوه!

ژباړه: نسیمه محمدي امریکايي څېړونکو مشخصه کړه چې د هېوادونو عام وګړي (نانظامیان) باید څو ورځې په کور کې قرنطین شي، چې د کرونا وایروس له پراختیا او خپرېدو مخنیوی وکړي. د اسپونتیک د راپور سره سم، د څېړنې ګډونوالو په ۳۶ هېوادونو او د امریکا په پنځوس ایالتونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو آمار څېړلي دي. څېړونکي ډاډمن دي که چېرې یوازې د اخته کسانو ودې او شمېرې ته پام وشي، د ناروغۍ … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ په افغانستان کي يې پېښي ۲۵۸ ته لوړي سوې

خبریال: فضل الله فضلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هرات کي ۴۱ (۱۷ ښځي او ۲۴ نارینه)، کابل کي ۹، دوې پکتیا او یوه – یوه په کندهار، بغلان او ډایکنډي کي ثبت سوي، چي ټولي پېښي ۵۵ نوي پېښي کيږي. لدې سره په هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ تنو ته پورته سو. له دې جملې یې ۴ تنه مړه سوي او ۱۰ نور ځیني روغ سوي دي. تر اوسه … نور ولولئ
کرونا

د فیلیپين ولسمشر خپلو ځواکونو ته امر کړی، چي د قرنطین سرغړونکي په ډزو وولي!

د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته خپلو ځواکونو ته امر کړی، هغه کسان په ډزو وولي، چي د قرنطین په دې شپو او ورځو کي لاریونونه کوي او د قرنطین اُصولو ته پام نه کوي. د فیلیپين ولسمشر وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي د دې هیواد لسګونه غریبو اوسېدونکو د فیلیپين په کیسون سیټي ښار کي لاریونونه وکړه او له حکومت څخه ئې د خوراکي توکو غوښتنه وکړه. رودریګو پرون چهارشنبه په یوه ویډيويي … نور ولولئ