سپورټ

د پاکستان او هالنډ ترمنځ د لوبې ځنډېدل

لیکنه: بهار سمسور تېر کال د هالینډ کرکټ بورډ خبر ورکړی و، چې له پاکستانۍ کرکټ لوبډلې سره یې ځينې لوبې ۲۰۲۰م کې ترتیب شوې، چې دا يې د ځان لپاره ستره لاس ته راوړنه هم یادوله، خو اوس پاکستاني لوري خبر ورکړی، چې دې هېواد ته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سفر د کرونا وبا له وجې ختم کړل شوی او بل چانس کې به بله پرېکړه کېږي، چې آیا دا سفر دې وشي … نور ولولئ
خوندیتوب

د خبرلوڅ ماشوم د کنټرولولو لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ځينو کورنیو ځینې ماشومان داسې عادت لري چې کله پردی کس یا مېلمه وویني، د کور رازونه ورته راسپړي. د لویانو په غونډو او مجلسونو کې کېني، خبرو ته یې غوږ نیسي او د مور/ پلار خبره نه مني. په اصطلاح نصیحت کوم اغېز نه شي پرې کولی. د داسې ماشوم د کنټرول په خاطر ځینې ټکو ته نغوته کوو: ۱- که ماشوم کومه بې ارزښته یا کم ارزښته … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ افغانستان کي د ویروس ننۍ مثبتي پېښي ۱۰۳ وې

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت خبر ورکوي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي تر ټولو ډېري مثبتي پېښي په کندهار کي ۵۳، هرات کي ۲۱، کندز کي ۱۵، کابل کي ۶، لوګر کي ۴، پنجشېر کي ۲، جوزجان او تخار کي هم یوه-یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده. ۲ پېښي په پنجشېر ولایت کي لومړنۍ پېښي دي. په کندهار کي د طبي کیټونو د بیا ورسېدو وروسته په دوو ورځو کي له … نور ولولئ
په زړه پورې

د هسپانيې خلک په انلاين ډول د خپلو مړو د ښخولو مراسم ګوري

خبريال: مدثر دعوت په هسپانيه کې د کرونا ويروس په خاطر دولت خلکو ته د انټرنيټ له لارې زمينه برابره کړې چې د خپلوانو د ښخولو مراسم وګوري. سوداګري، د کوزدې او واده مراسم او ځينې نور داسې کارونه به مو ډېر ليدلي او اوريدلي وي چې د انټرنيټ له لارې ترسره شوي يا هم ښودل شوي وي، خو کرونا ويروس په نړۍ کې دا محدويت هم رامنځته کړ چې د خپلو خپلوانو د ښخولو … نور ولولئ
اقتصاد

په کندهار کي د پستې پراخه وده او د چرګانو د غوښو نه کمښت

خبریال: فضل الله فضلي د کندهار د کرهڼي ریاست معلومات خپاره کړي، چي پدې ولایت کي پستې خورا وده کړې ده او همدارنګه د چرګ په غوښو کي کندهار په ځان بسیا دئ. د کندهار ولایت د کرهڼي ریاست د معلوماتو له مخي چي پدې ولایت کي د پستې کرلو زیاته وده کړې او باغونه یې له ۳۰۰۰ زرو جریبه څخه پر ډېره مځکه کي جوړ سوي دي. پسته په دې ولایت کي نوی بوټی … نور ولولئ
کرونا

کرونا؛ د رزمي سیالیو نوموتی لوبغاړی ویلي اوت مسلمان شوـ ویډیو

د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړی ویلي اوت په رسمي ډول منلې، چي اسلام مقدس دین یې قبول کړی. ویلي اوت، چي جرمنی دی او په بیلابیلو رزمي سیالیو کي ئې لوبي ترسره کړي، وايي، کرونا ویروس راته دا موقع برابره کړه، چي اسلام مبارک دین قبول کړي. هغه خپل پر انسټاګرام باندي ویډیو خپره کړې او په کې یې کلیمه ویلي او خپل مسلمانیدل یې اعلان کړي. ویلي اوټ په دې ویډیو پیغام کې زیاته … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان پر اقتصاد د کرونا ویروس د بحران اغیزې

لیکنه: ناصر انځور افغانستان د خپل جغرافیایي موقیعت په دردلو سره د نړۍ په اقتصادي او سیاسي نظام کې تل اساسي رول لوبولی دی. په خاصه توکه د نولسمې پیړۍ تر مخه نوموړي هیواد د نړۍ په افتصاد کې ستر ارزښت درلودو. دلیل یې دا و چې نوموړې سیمې د نړۍ لر او بر سره نښولو.  د وریښمو تاریخي لار یې ښه بیلګه ده.  خو کله چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي وضیعت بدلون وموند، … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ کابل کې پر ویروس د ککړو شمېر له ۴۰۰ واوښت

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن رسنیو ته وویل چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ۵۱ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټوله هیواد کي د ویروس شمېر ۱۱۴۳ ته پورته سو. د تازه پېښو له جملې کابل کي ۲۸، ننګرهار کي ۶، کاپيسا کي ۴، هرات او کنړ کي ۳-۳، غزني کي ۲، پروان، لغمان، بامیان پکتیا او فراه ولایتونو کي یوه-یوه مثبته پېښه … نور ولولئ
خوندیتوب

اکسفورډ پوهنتون سبا د کرونا ویروس واکسین آزمايي

بریټانیا خبر ورکړی، چي د کرونا ویروس په وړاندي ئې واکسین جوړ کړی او سبا پنجشنبه به په رسمي ډول پر انسانانو وازمایل شي. د بریټانیا روغتیا وزیر مټ هانکوک خبر ورکړی، چي په انسانانو باندي د کرونا ویروس د واکسینو ازموینه به سبا د پنجشنبې په ورځ پیل شي. مت هانکوک زیاته کړه، چي دا ازموینه د بریټانیا په نړیوال پوهنتون اکسفورډ کي ترسره کیږي او له هغه وروسته به ئې پایله ډېر ژر … نور ولولئ
په زړه پورې

کرونا وایروس د دوو چینايي ډاکټرانو د پوستکي رنګ تور کړ

ژباړه: نسیمه محمدي د ډیلې مېل په حواله، څرګنده ده چې کرونا وایروس لا هم په خپلو ځانګړتیاوو سره زموږ د حېرانتیا سبب ګرځي. ځکه څېړونکي هر ورځ د دې وایروس په اړه نوي او عجیب معلومات تر لاسه کوي. یوه حېرانوونکې پېښه چې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د دوه چینايي روغتیاپالانو، د پوستکي تورېدل دي. د چین په وهان، کوم ځای کې چې د کرونا وایروس د خپرېدو مرکز دی، په کوویډ- ۱۹ له … نور ولولئ