خوندیتوب

په کرونا اخته کسان پړمخې پرېباسي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ دا پخوانۍ تګلاره ده. هغه کسان چې د نفس‌تنګۍ په ناروغۍ اخته دي، مرسته ورسره کوي، چې ښه ساه وکاږي. په بله وینا دا ډول پرېباسل سبب کېږي چې ډېر اکسیجن سږي ته دننه شي. خو دا ډول بیدېدل زیانونه هم لري. مخ په خیټې (پړمخې) بیدېدل له لاتیني کلمې (پرونوس) څخه اخیستل شوې چې مخ په وړاندې ټیټېدلو ته وایي. د څو ساعتونو لپاره ناروغان په خیټې باندې پرېباسي چې کوم … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ افغانستان د قرنطین سربېره ۴ ورځو کي ۲۹۵ پېښي لري

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت په هیواد کي د کرونا ویروس د نن ۴۲ مثبتو پېښو خبر ورکړ، چي لدې سره په هیواد په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۱۳۳۰ ته پورته سو. پدې شمېر کي ۴۳ تنه مړه سوي او ۱۸۸ تنه له ویروسه روغ سوي دي. د ویروس پېښي د هیواد په ۳۳ ولایتونو کي ثبت سوي، چي تر ټولو ډېري یې کابل، هرات او کندهار ولایتونو کي دي. … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

لنین هم د کرونا وایروس ښکار شو

ژباړه: نسیمه محمدي د  شوروي انقلاب مشر هم د کرونا وایروس له قربانیانو سره یو ځای شو< تمه وه د ولادېمېرایلیچ اولیانوف، لنین مجسمه، د نوموړي د زوکړې په ۱۵۰مې کلیزې کې د آلمان هېواد، ګلزنکېرشن ښار کې ځای پر ځای شي، خو د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له امله وځنډېده. د آلمان مارکسیسټ- لنینیسټ(MLPD) ګوند بریالی شو، هغه څه چې نن ورځ په روسیه کې د شوروي اتحاد کې نا ممکن ګڼل کېده، ترسره کړي. … نور ولولئ
پوهنه

څېړونکو د بې خوبۍ او چاغښت ترمنځ اړیکه کشف کړه

ژباړه: نسیمه محمدي امریکايي څېړونکو په چینجیو تازه ترسره شوې څېړنه کې د کمخوبۍ او چاغښت اړیکه تایید کړه. د مډیکل اکسپرېس په حواله، ډېرو څېړنو ښودلې د خوب کمزوری کیفیت د اشتها په ګډوډۍ او د زیاتې کالورۍ مصرف د ترغیب سره د وزن زیاتېدو ګواښ ډېر کړی. خو د پنسلوانیا (UPenn) او نواډا در رینو (UNR) پوهنتونو نوې څېړنې ښیي، چې د خوب کموالی د وزن د زیاتوالي نه، بلکې زیات وزن د … نور ولولئ
پوهنه

قرنطين او د مطالعې په فرهنګ يې اغېزې

ليکنه: شپنه سلګۍ ثابته خبره ده چې د کتابتونو او کتابپلورنځيو تړل کېدل په لوستوالو او د مطالعې پر فرهنګ ناوړه اغېزه کوي. دا چې په نوره نړۍ کې هم د کرونا وايروس د خپرېدو له امله کتابتونونه تړل شوي، خو دلته ستونزه د نورې نړۍ سره فرق لري. په نوره نړۍ کې د کتابتونو په تړل کېدو سره د محصلينو درسونه انلاين شوي، محصلين يې انټرنيټ ته پوره لاسرسی لري، خو په افغانستان کې … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا ويروس په خاطر جاپان په زرګونو ګلان له منځه وړي

خبريال: مدثر دعوت جاپان غواړي د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر په زرګونو ګل ګلاب له ساقو پرې کړي. د کرونا ويروس په خاطر په نړۍ کې بېلابېل تدابير ونيول شول، ځينې لوی ښارونه قرنطين شول؛ د هېوادونو ترمنځ تګ راتګ بند شو او آن په ځينو هېوادونو کې خلک د خپلو مړو د ښخولو په مراسمو کې هم برخه نه شي اخيستلای. خو په جاپان کې په پسرلنيو دوديزو ميلو کې د خلکو … نور ولولئ
خواړه

هغه اته خوراکونه چې د نړۍ مسلمانان پرې روژه ماتوي

ژباړه راټولونه: مریم شريفي ډېر خلک روژه ماتی په اوبو او خرما کوي، خو داسې نور خواړه هم شته چې د نړۍ ملسمانان پرې روژه ماتوي. دلته ترې یادونه کوو: ۱- خرما روژه ماتی په خرما سره د اسلام پیغمبر ته منسوبېږي، دا سنت ده چې روژه په خرما ماته شي، ډېری مسلمانان خپله روژه په خرما ماتوي. خرما ډېر ویټامین، معدني مواد او فایبر لري. دا چې په خرما کې د قند کچه لوړ … نور ولولئ
خواړه

د روژه ماتې او پیشلمي په اړه څو لارښوونې

ژباړه: مریم شريفي په پیشلمي کې دا ټکي په یاد لرئ: ۱- د پیشلمي لپاره ۳۰ دقیقي له اذان نه مخکې ویښ شئ. ۲- سره شوي او ترخه خواړه په پیشلمي کې مه خورئ. ۳- په پیشلمي کې د وریجو، ماکرونې او کچالو خوړل ښه وي، دا خواړه د کاربوهایدریت مرکب لري، چې د ورځې په جریان کې د لوږږې احساس نه درکوي. ۴- لبنیات د پروټین په لرولو سره د پېشلمي لپاره غوره خواړه … نور ولولئ
افغانستان

د هګیو بیه ولې شپږ افغانیو ته ټېټه شوه؟ د کرنې وزارت یې ځواب وايي

راپور: بشر درویش د هګیو د بیې ټېټولو په موخه د تیرې اوونۍ د سې شنې په ورځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو، د چرګانو روزنې ټولنې چارواکو، سترو تولیدوونکو او واردوونکو سوداګرو په شتون کې ناسته وشوه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد له درېوو بندرونو څخه په محدود ډول باکیفیته هګۍ وارد شي ترڅو د هېوادوالو ستونزې هوارې شي. د افغانستان … نور ولولئ
روغه سټه

ایا ویټامن ډي د کرونا وایروس په مخنیوي کې رول لري؟

ویټامن ډي یو له مهمو ویټامینونو څخه دی، چې د بدن بیلابیلو افعالو کې مرسته کوي. لکه څرنګه چې ویټامین ډي د بدن  دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري، نو په همدې سبب ډیر خلک غواړي، پدې پوه شي چې ایا ویټامن ډي به د نوي کورونا وایرس  کووېډ ۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي او که نه. دا خبره باید هېره نه کړو چې کووېډ ۱۹ تر اوس مهال کومه … نور ولولئ