سپورټ

د اسټرالیا کرکټ بورډ په خپلو لوبغاړو معاشونه کموي

یاران سپورټس د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی به له خپلو ټولو نارینه او ښځینه کرکټ لوبغاړو د تنخواوو سلنه غوڅه کړي او کم به یې کړي. د هغه په خبره اوسمهال د استرالیا کرکټ بورډ د مالي بحران سره مخ دی او نشي کولای چې ټولو لوبغاړو ته په بشپړه توګه تنخوا ورکړي. کیوین رابرټس چې د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر دی، ویلي چې دی د … نور ولولئ
روغه سټه

روغتیاپالان: د رمضان روژه مو د بدن معافیت لوړوي

ژباړه: نسیمه محمدي سږ کال د مسلمانانو روژه د نورو په څېر نه ده، بلکې له نړیوالې وبا سره یو ځای راغلې ده. د روژې میاشت چې د اپرېل ۲۳مه لمر پرېوتو سره پیل شوه، د روژې نیولو، عبادت او الله تعالی ته د ارادت اوږده میاشت وي. د قرآن عظیم‌‌الشان لومړی نزول هم پر حضرت محمد(ص) په همدې میاشت کې وو. په دې احکامو بشپړ عمل کوونکي مسلمانان د لمر راختلو او لمر پرېوتو … نور ولولئ
په زړه پورې

کرونا څخه د ځان ساتني په موخه یوه هندي خپله ژبه پرې کړې

یوه هندوستاني ځوان ځکه خپله ژبه پرې کړې، چې د هندوانو خدای، چي دوی ورته عبادت کوي له کرونا ویروس څخه یې وساتي. د ډيلي سټار« Daily Star» د راپور له مخې د ویوک شارما په نوم یوه هندي ځوان پرېکړه کړې، چې د هندوانو د خدای په لاره کي یوه څه قرباني کړي، نو له کرونا ویروس څخه به وساتل شي. د هغه د ژبې پرې کولو کیسه داسې ده: «دې ځوان (ویوک شارما) … نور ولولئ
سپورټ

عرفان پټان، یوسف پټان ته وېښتان جوړ کړل

یاران سپورټس د کرونا ویروس ټول خلک تر کورونو محدود کړل او حتی د وېښتانو جوړولو ځایونه یې هم تړلي دي. دا چې سقاوې او سلماني د حکومتونو د حکمونو پر بنسټ تړلي دي، نو خلک اړ دي، چې خپله قیافه جوړه کړي. په همدې موخه د هندوستان دوو پخوانيو مسلمانو لوبغاړو، چې ورونه هم دي، په خپل کور کې یې وېښتان جوړ کړي دي. عرفان پټان چې د یوسف پټان کشر ورور دی، دواړه … نور ولولئ
خوندیتوب

په روژه کې دا ډول سپورټ ګټور دی

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ځینې خلک په عادي ورځو کې ورزش کوي، خو کله چې روژه راشي، نو ورزش کول پرېږدي، خو ورزش کول په دې مبارکه میاشت کې هېڅ ضرر نه لري. موږ فکر کوو چې د روژې په میاشت کې که ورزش وکړو، نو زموږ بدن ته به زیان ورسوي، خو دا خبره سمه نه ده، زیاتره ډاکټران او پوهان وایي: “چې په حقیقت کې ورزش کول په دې میاشته کې د مغز عصبي … نور ولولئ
خوندیتوب

هغه نښې نښانې چې د یوه ښه خاوند لرل ثابتوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل مېرمنو! د خپلې خوښې وړ نارینه سره تر واده مخکې، باید د هغه د چلندونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، چې آیا هغه کولای شي ستاسو لپاره یو بشپړ، بې عیبه او بې نیمګړتیا خاوند وي یا نه؟ بشپړ، بې عیبه او بې نیمګړتیا خاوند کومې نښې لري؟ په نړۍ کې هېڅ بشپړ شخص نشته، خو کله چې موږ له مینې سره لاس ګرېوان کېږو، نو مقابل شخص یو فوق‌العاده، بې … نور ولولئ
په زړه پورې

اسټراليا خپلو خلکو ته د سمندرونو غاړو او کورونو ته د تلو اجازه ورکړه.

خبريال: مدثر دعوت اسټراليا د کرونا ويروس د پيښو د کميدو په خاطر د قرنطين اصول اسانه کوي. په نوي جنوبي ويلس کې چې د اسټراليا تر ټولو نفوس لرونکی ايالت دی او د اسټراليا په کچه د کرونا ويروس ۵۰% پيښي پکښې ثبت سويدي د طبي ازموینو وروسته محدوديتونه نرم کيږي. په سيدني کې هم يوه مياشت وړاندې ساحلونو ته د کرونا ويروس سره د مبارزې په خاطر د خلکو پر تلو بنديز لګيدلی … نور ولولئ
په زړه پورې

د عامرخان له لورې غريبانو ته حيرانوونکې ډالۍ!

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ مشهور اداکار عامرخان غريبانو ته يو ډول حيرانوونکی خيرات ويشلی. شاید په تيرو څو ورځو کې مو پر ټولنيزو رسنيو دا اوازې ډيري تعقيب کړي وي چې عامر خان د غريبانو خلکو کورونو ته په اوړو کې پيسې ورليږلي دي. هو دا رښتيا دي! کيسه داسي ده چي عامرخان خلکو ته يو يو کيلو غنم ويشله نو هغه کسانو به دا خيرات قبلوی چې ډير به غريبان وه او هغه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: د روغتونونو د جوړولو او بیارغاونې لپاره ۳۱۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

راپور: بشر درویش د ۵۰۰ وینټلاتور د تدارک او د روغتیایي مرکزونو د جوړولو او بیارغاولو لپاره د ۳۱۳ میلیون افغانیو تخصیص په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور شول ارګ یوه خبرپاڼه کې وايي، دا غونډه پرون محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې په ۴۹ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له ۱۲.۵ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۸ موارد د کمیسیون له لوري منظور … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ په هیواد کي تازه پېښي او د عامي روغتیا وزیر څرګندوني

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۱۷۰۶ پوري ورسېدې. په تازه پېښو کي ۷ نفره نور مړه سوي، چي ټول مړه سوي ۵۷ او روغ سوي ۲۲۰ تنه دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کي تر ټول وخت ډېري ۱۷۲ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي پدې شمېر کي ۳۴ بلخ، ۳۳هرات، ۲۷ کابل، ۲۱ کندهار، ۸پکتیا، ۸ بغلان، ۷ کندز، ۵سرپل، ۵غور، ۴ سمنګان، … نور ولولئ