افغانستان

افغان بزګرانو ته له کرونا سره د مبارزې چلونه ښودل کیږي

راپور: بشر درویش د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوال او بزګرانو ته کرونا سره د مبارزې په هکله پوهاوی ورکوي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویرس څخه د مخنیوي او د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا د لارې چارې په … نور ولولئ
افغانستان

مجرمینو ته د ولسمشرغني ګواښ: کرونا مو نه شي خلاصولی، نه مو پریږدو !

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت ارزونه وکړه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې د ولسمشر غني په مشرۍ امنیتي غونډې، پرون له غرمې مخکې د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه. په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي تر ۴ میلیونه ورسېدې

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ په مختلفو برخو کي لاهم د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ثبتیږي او نن په ټوله نړۍ کي د مثبتو پېښو شمېر تر ۴ میلیونه ډېر سو. د جاهن هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي، چي له یادي شمېرې څخه تر ۲ لکه ۸۰ زرو تنو ډېر مړه سوي او روغ سوي کسان بیا ۱،۴ میلیونو ته رسیږي. نړۍ تېره ورځ بیاهم تر ۸۸ زرو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ د هیواد په ۴ ولایتونو کي ګرځبندیزونه نرم سوي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۴۴۰۲ ته لوړي سوې، چي دا پېښي په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي. د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له ویروسه ۱۲۰ تنه مړه سوي او ۵۵۸ تنه روغ سوي دي. نوي پېښي تر ټولو ورځو ډېري ۳۶۱ دي، چي په کابل، هرات، کندهار، بلخ، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، فراه، هلمند، بغلان، وردک، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، پکتیکا، … نور ولولئ
خوندیتوب

 ډوني وایي په کرکټ کې رواني روغتیا ډېره مهمه ده

یاران سپورټس ایم ایس ډوني د رواني روغتیا پر موضوع خپل لیدلوری وړاندې کړ او د رواني وضعیت روزونکي اهمیت یې په ډاګه کړ. پخوانی هندي لوبډلمشر ایم ایس ډوني تل د حساب ورکونکو خطرونو اخیستو او د خرابو حالاتو په جریان کې د آرام ذهن ساتلو لپاره پېژندل شوی. پر دې سربېره ډوني خپل وطن ته وفادار او رښتیا ویونکی لوبډلمشر و. د هغه په خبره کله چې هغه لوبغالي ته کوزېږي او ذهناً … نور ولولئ
خواړه

ځینې هغه شیان چې په څښلو یې په روژه کې له تندې ژغورل کېدای شئ

ژباړه: مریم شریفي د افغانستان په ځینو سیمو کې د اورښتونو له امله هوا اوس سړه ده، روژه‌تي د تندې احساس دومره نه کوي، خو هغه خلک چې په ګرمو سیمو یا هم د ورځې له خوا د فزیکي فعالیت له امله تږي کېږي، هغه ته په کار ده چې په روژه کې له دې څښاکو ګټه واخلي. له روژه‌ماتي تر پیشلمي پورې تر ټولو ښه وخت دی، چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ. … نور ولولئ
خوندیتوب

ناروغان باید په روژه کې درمل داسې وکاروي

ژباړه: نسیمه محمدي هېڅکله په روژه کې په خپل سر درمل قطع یا بل وخت ته مه پرېږدئ. دا کړنه د درملنې په بهیر د اختلال رامنځته کوي. درمل د روغتیاپال په لارښوونه روژه‌ماتي/ پېشنمي ته لېږدوی شو. له روژې سره د درملو مهالوېش بدلون کوي او په دوه ډوله تقسیم‌بندي کېږي: مفرد ډوز: د دې ډوز مصرف د روژې په میاشت کې تغییر نه کوي، ځکه له روژې سره ټکر نه لري. که اړینه … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د ۷۸ کلنيکونو دروازې د اعتصاب له امله وتړل شوې

خبريال: مدثر دعوت په هلمند ولايت کې د ۷۸ کلنيکونو ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو د خپلو حقوقو د نه ورکړې په خاطر اعتصاب کړی. د برک موسيسې اړوند ټول هغه روغتيايي مرکزونو چې مخکې يې په نورمال حالت فعاليت کوی د ناروغانو پرمخ تړل سوي او ټول کارکوونکې يې د اعتصاب په ډول سره راټول سويدي. دوی وايي تر هغو به د لښکرګاه د اتو او د نادعلي ولسوالۍ د ۵ کلینکونه په شمول … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: ۲۸ نورو ولایتونو کې هم د وچې ډوډۍ ویش پیل شو

خبر: صادق طارق د افغانستان په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم د پخې ډوډۍ د ویش لړۍ پيل شوه. ارګ وايي دا خبره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د رهبرۍ غونډه چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، وشوه. ارګ ویلي؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په بریالي ډول په کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو کې زموږ هیوادوالو ته … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا ويروس په خاطر د سنګاپور په پارکونو کې روباټان ګزمې کوي.

خبريال: مدثر دعوت د سنګاپور په پارکونو کې روباټان پدې خاطر ګزمې کوي تر څو خلک د يوبل ترمنځ واټن مراعت کړي. نړۍ مصروفه ده تر څو د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره واکسين جوړ کړي خو تر هغه وخته ددې وژونکې ويروس څخه د ځان ساتني تر ټولو غوره او اړينه لار د نورو انسانانو څخه ليري اوسیدل دي. د نړۍ ځينو هيوادونو کې د قرنطين اصول اسانه سويدي او خلک کولای سې د … نور ولولئ