ټولنیز ژوند

له کورونا وروسته توبرکلوز میلیونونه کسانو ته د ژوند ګواښ جوړ کړی

لیکنه: محمدصابر حمیدي هغه بندیزونه چې د کورونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې خپاره شوي، کېدای شي د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ د پراختیا سبب شي. ځکه توبرکلوز ناروغي له پخوا څخه ده او اوس د کرونا ویروس له امله د روغتیا نړیوال سازمان له پامه غورځولې. امریکايي ټلویزیون CNBC د راپور او Stop TB Partnership د معلوماتو له مخې، چې نوو څېړنو ښودلې، په راتلونکو ۵ کلنو کې به ۶.۳ میلیونه کسان … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ روسیه د ویروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره دوهم هیواد سو

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د تائيد سوو مثبتو پېښو شمېر تر ۴،۶ میلیونو واوښتئ. همداراز ددې ویروسه څخه د مړو سوو کسانو شمېر تر ۳ لکو واوښتئ او تراوسه ۳۱۳ زره تنه ځني مړه سوي دي. له ویروس څخه د روغ سوو کسانو شمېر بیا تر ۱،۷ میلیونو ډېر سو. امریکا د ویروس لرونکو هیوادونو څخه لومړی هیواد دئ، چي تراوسه یې د مثبتو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۲ زرو ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۶۶۶۴ ته ورسېدې. یادي مثبتي پېښي له ۲۲۶۴۱ د کرونا ویروس معایناتو نتیجه ده. په ټول هیواد کي د نن مثبتي ثبت سوي پېښي تر تېرو درو ورځو کښته ۲۶۲ دي. همداراز بیا ۶ تنه له ویروسه روغ سوي او یو تن مړ سوئ دئ. اوس مهال په هیواد کي ۵۷۱۶ تنه په یاد ویروس اخته او ډېر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خاوند د ځواکمنولو لپاره شپېته تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل په ځینو برخو کې د ښځینه او نارینه‌وو اړتیاوې سره ورته دي، خو له هغه ځایه، چې نارینه مریخي او ښځینه وینوسي دي، په نورو مواردو کې سره توپیر لري. په ذاتي توګه زموږ انسانانو دا خوښېږي، چې پام او درناوی راته وشي. که موږ د دواړو لورو له اړتیاوو سره آشنایي ولرو، نو ډاډه اوسئ، چې د خپل ژوند له شریک سره به مو اړیکې په ښه او اغېزمنه توګه … نور ولولئ
په زړه پورې

ایا په کورونا وایروس اخته ناروغ روژې نیولی شي؟

په کورونا وایروس اخته یو داسې ناروغ، چې ظاهره هېڅ نښې پکې نه لیدل کېدي، خو ټیسټ یې مثبت راغلی و، نوموړي شخص کور کې ځان قرنطین کړئ او خپلې روژې هم نیسي. په کورونا وایروس اخته ناروغ چې د شکر ( شوګر) ناروغي هم لري، دا د روغتیا پالو په لارښوونه روژې نیولی شي، خو خپل روغتیاپال سره به په اړېکه کې وي او له روژه ماتې وروسته دې ډېري اوبه څښي. د شکر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ټولنې په جوړولو کې د ښځې ونډه

لیکنه: شپنه سلګۍ نارينه او ښځي د ژوند ستنې او د بشري تاريخ مصدرونه دي. د ښځې پرمختګ د ټولنې په پرمختګ پورې تړلى دى. ښځه مور ده چې د عمر ډېره برخه د خپل ماشوم په روزنه او پالنه کې تېروي. ښځه د ټولنې په رغون کې مهم رول لري او ډېره مهمه وسله يعنې د مورولۍ غريزه ورسره ده. مور ماشوم روزي، يوه کورنۍ جوړوي ماشومان چې لويان شي د ټولنې په مختلفو … نور ولولئ
په زړه پورې

د نيوزلينډ لومړۍ وزيره د هوټل څخه پدې خاطر ځواب سوه چې ميزونه ډک وه.

خبريال: مدثر دعوت د نيوزلينډ صدراعظمه جاسندا اردرن د يو ځايي رستورانت څخه پدې خاطر ځواب سوه چې ميزونه ټول نيول سوي وه. جاسندا اردرن د خپل ملګري سره د ويلينګټن يوه ځايي رستورانت ته وروسته تر هغې ورغله چې د کارونو څخه ستړې سوې وه او غوښتل يې يو ګلاس قهوه په ارامه وڅيښي. کله چې رستورانت ته ورځي، چې ګوري په رستورانت کې هيڅ ځای نه وو او د هوټل مسول هم ورته … نور ولولئ
ژوند بڼه

په تایوان هېواد کې یوازینی روان کرکټ لیګ پای ته رسېږي

یاران سپورټس د کرونا ویروس له امله په دې بحراني حالت کې په ټوله نړۍ کې د کرکټ سیالۍ نه وې، خو د تایوان هېواد مرکز تایپي ښار بیا د ۲۱ ورځو په اوږدو کې د لس اوریز سوداګریز کرکټ لیګ کوربه و. په دې لیګ کې د اپرېل له ۲۵ نېټې د اوونیو په وروستیو ورځو کې اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې او نن یکشنبه یې پایلوبه او په اووم مقام … نور ولولئ
افغانستان

غني نوي وزیر ته: په تمه کیږو نه، باید پېښې، اوبه او سېلابونه مدیریت کړو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، باید په تمه ونه اوسو او له وړاندې د پيښو او سیلابونو مدیریت ته پام وکړو. هغه ویلي دا خبرې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د پيژندنې په غونډه کې وکړې. ارګ وايي، ښاغلي غني پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه معرفي کړ. … نور ولولئ
پوهنه

دعا څه ده؟ الله تعالی ته د نږدې کېدلو مهمه وسیله

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دعا خدای (ج) ته د بنده د زړه درد ویلو ته وايي. دعا خدای (ج) د ناراحتیو او ستونزو ویل دي. دعا هغه ځای ده چې بنده هلته ځان خدای (ج) ته ډېر نژدې بولي. دعا له ستونزو، اضطراب او پرېشانۍ څخه د خلاصېدو اصلي حللاره ده. راځئ چې په ډېرو دعا کولو خپل خدای ته لا نور هم نږدې شو، چې په خپل ژوند کې د زړه د ډېري راحتۍ … نور ولولئ