خواړه

هغه میوې او ترکارۍ چې ویټامین A لري

ويټامينونه د انسان په وده او نمو کې اړین مواد دي. زموږ په ورځنيو خوړو کې ډول ډول پروتيني مواد، کاربو هايدريتونه او ويټامينونه شته، چې زمونږ بدن ورته ډېره اړتيا لري. ويټامينونه په بېلابېلو ډولونو ويشل شوي لکه: ويټامن اې، بي، سي، ډي او نور چې هر يو يي د انسان د روغتيا په برخه اخلي. ویټامین اې په ۱۹۰۶ز کال کې وپېژندل شو او له دې سره دا په ډاګه شوه، چې د … نور ولولئ
خواړه

چاغښت د ناروغیو مور؛ د آسټیوپوروسس مرض هم ترې پیدا کیږي

پخوا داسې فکر کېده، چې چاغښت هډوکو ته د زیان اوښتو مخه نیسي، خو دا فکر ناسم و. او دا څرګنده شوه چې چاغښت د آسټیوپوروس په نامه د ناروغۍ رامنځته کېدو لامل کېږي. داسې اټکل کېږي، چې برتانیا کې له ۳۰ میلیونه کسانو څخه ډېر د آسټیوپوروسس په ناروغۍ اخته دي او ډېری د دې ناروغۍ ښکار ټيټ قد لري او ناتوانه کسان وي. اوس د امریکايي ساینسپوهانو په څېړنه کې دا څرګنده شوه، … نور ولولئ
خواړه

مستې التهاب له منځه وړي؛ لس نورې ګټې یې دلته ولولئ

د وسکونسن ماديسون پوهنتون کارپوهان په دې اند دي، چې د مستو خوړل د التهاب په درملنه کې مرسته کولای شي. د دوی څيړنو ښودلې، چې د ورځې يوه پياله مستې خوړل په بدن کې د التهاب کچه ډيره راټيټوي. دوی وايي: مستې د ډېرو ګټو سربېره ستره ګټه یې دا ده، چې د کولمو د ديوالونو قوت زياتوي، او دا د دې لامل کيږي، چې د باکترياو زهرجن مواد چې التهاب رامنځته کوي، د … نور ولولئ
خواړه

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ نړۍ د خوړو له ناورین سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، FAO د خوړو د نړيوال ناورین په تړاو خبرداری ورکوي. د سپوټنيګ د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، FAO په خپل وروستي راپور کې د خوړو د کمښت له امله د رامنځته کېدونکي احتمالي ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان خپله پاملرنه د طبیعي پېښو کلنۍ کچې ته په ځانګړې پاملرنې ځينې شمېرې په ډاګه کړې دي چې په … نور ولولئ
خواړه

د شین او تور چای ګرم څښل د هضمي جهاز سرطانونه رامنځته کوي

تور او شین چای د انسانانو لپاره په ژوند کې هغه ټاکلی مایعات دي، چې په ټوله نړۍ کې ډېر کارول کېږي. د نورو هیوادونو تر څنګ افغانستان هغه هېواد دی، چې خلک یې د خوړو څّخه وړاندې او وروسته، مېلمه ته، د ستړیا په وخت کې او د ګڼو ناروغیو لپاره چای څښي. چای د انسان بدن ته ګټه لری، او د ډېر څښلو په صورت کې یې په بدن کې  د اوسپني جذب … نور ولولئ
خواړه

له خوړو وروسته لامبل د هاضمې جدي ستونزې راپيدا کوي

په ورځني ژوند کې داسې عادتونه دي، چې مونږ یې ترسره کوو خو له دې نه یو خبر، چې زمونږ د بدن سلامتیا ته څومره تاوان لري. یو له دې کارونو څخه د خوړو وروسته حمام کول یا لمبل دي. حمام کول زمونږ په نظافت کې ډېر رول لري، چې مونږ ټول په اونۍ کې باید یو ځل حتمی حمام وکړو. خو خبره دلته دا ده چې حمام کول تل مونږ ته تازګي راولي، پرته … نور ولولئ
خواړه

پيزا: ډېر خوړل یې د سګرټو څګولو په څېر زیان لري

پيزا چې په انګليسي کې ورته pizza وايي يو ډول خواړه دي، چې ډېرى په ګرده/ دایروي بڼه پخېږي او د اروپايي هيوادونو له نامتو خوړو څخه ده. په پيزا کې یوه ګرده ډوډۍ سره له پیاز، غوښې، بانجان رومي، زیتون، مرچ یو ځای ګېږۍ، چې د یوه ځانګړی خوند لري. د پيزا اصلاح په لومړي ځل په لسمه پېړۍ کې د ګاتيا په وسيله په لاتين کې وليکل شوه. او د اوسنۍ پيزا په … نور ولولئ
خواړه

پالک؛ ګڼې روغتیايي ګټې لري

د پالک ګټي: پالک یو داسې خوراک دی، چې د نړیوالو هېوادونو ترڅنګ زموږ په ګران هېواد کې هم ډېر خلک ورسره مینه لري او ګټه ترې اخلي. نویو څېړنو ښودلې ده، چې کوم خواړه او سابه چې شین رنګ ولري نو د اعصابو په ارامه کولو کې ډېر رول لري، ارواپوهانو د ټولو رنګونو منځ کې شین رنګ د ارامتیا رنګ بللی او دوی په دې باور دي کله چې دې رنګ ته وګورو … نور ولولئ
خواړه

ځینې سهارني خواړه د خیټې د درد او خوب لامل کېږي

د خوړو یوې متخصصې د ځینو هغو سهارنیو خوړو نومونه په ډاګه کړل چې که په دوامداره توګه هره ورځ وخوړل شي، روغتيا ته ډېر زیان رسولای شي. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د خوړو یوې متخصصې، مېرمن النا سولوماتینا د بېلګې په توګه د ځينو هغو خوړو نومونه واخیستل چې د سباناري په توګه اوږدمهاله خوراک یې روغتيا ته زیان رسولای شي. د خوړو دغې متخصصې د مسکو راډيو سټېشن سره په خبرو … نور ولولئ
خواړه

د ماشومانو زیات چاغښت بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي

  د وړوکوالي پر مهال چاغوالی یوه ستونزه بلل کیږي چې کولای شي ماشومان او نوي رېږېدلي ماشومان تر خپل اغېزې لاندې راوړي. چاغوالی هغه مهال رامنځته کېږي چې ماشوم د خپل وزن په پرتله ډېر وزن پیدا کړي. ډېر ماشومان شته چې له کچې زیات چاغېږي، او دا ځینې لاملونه لري. ـ ځکه چې د ورځې 5 تر 6 ځله قوي خواړه خوري چې دا خواړه د ماشوم د چاغېدلو سبب کېږي. ـ خواږه … نور ولولئ