ټولنیز ژوند

هغه وړاندیزونه چې ویل کیږي د ځوان پوستکي لرلو لپاره ګټور دي

ژباړه: مریم محمدي د انسان فطري غوښتنه دا ده چې تل دې ځوان او ښکلي پوستکی ولري، خو د تازه او ځوان پوستکي لرل هم څه ساده خبره نه ده. د ځوان پوستکي دردلودلو لپاره بايد خپلې ټولې هلې ځلې وکړئ. پوستکى د ځوانۍ پر مهال ترټولو غوره حالت لري، جلدي ډاکتران وايي که په دې وخت کې ورته پاملرنه ونشي، نو له يو څه وخت وروسته خپل لومړنی حالت له لاسه ورکوي او له … نور ولولئ
خواړه

مڼه مو له ژر زړېدو ساتي

ژباړه: پلوشه فضلي د ورځي د یوې مڼې خوړل مو نه یوازي یوه ورځ له ډاکټره لېري کوي بلکي د ژر زړېدو مخه مو هم نيسي. یوه نوې څېړنه ښيي چي په مڼې کي د سینو لائټکس په نوم يوه کیمیاوي ماده شتون لري چي د ډېرو ډولونو لرونکې ده – تر ډېره د انسان وجود له زړېدو څخه ساتي. د نېچر مېډسن، مني سوټا پوهنتون او مایو کلینیک د راپورونو له مخي چي سینولائټکس … نور ولولئ
خواړه

یوه میاشت په دې ځانګړې ترتیب د خوږو نه خوړل مو 9 کیلو وزن کموي

ژباړه: بشر دروېش د خوږو شیانو زیاته کارونه د بشریت په عمده ستونزو کې حساب ده، نن په لسګونه میلیونه انسانان د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د دې ستونزې له ورپېښو ناروغیو رنځیږي. د خوږو شیانو د زیاتې کارونې یو لوی دلیل د دغو شیانو پر کارونې انساني اعتیاد دی. د څېړونکو په وینا، یوازې په امریکا کې د ټول نفوس ۱۰سلنه خلک پردغه اعتیاد اخته دي. په افغانستان کې دا ارقام کره نه … نور ولولئ
خواړه

د مور شیدې له وخت مخکې زېږېدلي ماشوم مغز ته ګټې لري

ژباړه: پلوشه فضلي زموږ په هیواد افغانستان کښي زیاتره مېندي خپلو ماشونو ته شیدې ورکوي، خو دا رواج په نورو غربي هیوادونو کښي دېر کمزوری دی. که ماشوم بې وخته یا له وخت مخکي پیدا سي نو د ماشوم د ماغ او سږي په بشپړ ډول نه وي جوړ سوي خو که د مور شیدې ورکول سي نو د ماشوم دماغ او سږي په تېزۍ سره مکملیږي. د ایډ نبرا پوهنتون ډاکټرانو ۴۷ داسي ماشومانو … نور ولولئ
خواړه

کورنی درمل: د غوا غوړي وکاروئ او د څو مرضونو مخه ونیسئ

ژباړه: پلوشه فضلي د غوا غوړي؛ چي د نوم په اورېدو سره یې لا اکثره خوړل نه خوښوي او له نظره یې غورځولي دي- چي په اصل کښي یوه لویه تېروتنه ده. د غوا غوړي د شیدو څخه جوړېږي او د شیدو په څېر د نورو ډېرو ناجوړیو ترڅنګ د وزن په کمېدو کښي هم خورا موثر دي او نوري ډېري ګټي هم لري. یاد غوړي د ویټامين A او اومیګا درې درلودونکي دي چي … نور ولولئ
خواړه

څېړنه: شيدې او مرخيړي د شکرې ناروغۍ مخنیوی کوي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي څیړونو موندلې چې شېدې او مرخيړي (سمارق) شکرې ناروغۍ په مخنيوي کې مهم رول لري. شيدې او مرخيړي په وينه کې د شکري اندازه با انډوله ساتي او په دې توګه د شکر او نورو ناروغيو مخه نيسي. دا خبره د امريکا متحدو ايالاتو د پينسلوانيا پوهنتون څيړونکو څیړنو کې موندلې. څيړونکو په بدن کې پر ګلوکوز يا شکرې د مرخيړو اغير مطالعه کړی. څیړونکي وايي؛ مرخیړي په خپل جوړښت … نور ولولئ
خواړه

هډوکو ته پیاوړتیا ورکول او د درد مخنیوي لارې چارې

ژباړه: مریم محمدي ډاکټران وایي، په هرو ۵۰ انسانانو کې یو یې د هډوکو له درده کړېږي. هډوکي د بدن ژوندي غړي دي چې وزن يې کم خو کلکوالی يې ډير دی، چې په مرسته یې د بدن ټولو حرکات ترسره کېږي. روغتیا پالان وايي که چېرې د ۲۵ کلنۍ څخه وروسته د خپلو هډوکو مراقب ونکړو، په دې صورت کې د هډوکو خرابېدل تر دوباره جوړېدو زیاتېږي او د وخت په تېریدو سره هډوکی … نور ولولئ
خواړه

په اوبو سره د هاضمې سیسټم اسانه او ارزانه علاج !

ژباړه: پلوشه فضلي نن ورځ اکثره کسان د هاضمي سیسټم په ستونزو اخته دي. په بدن کښي د اوبو کمبود انسان په دایمي قبض اخته کولای سي. ډېری کسان سته چي د اوبو چښلو له ګټو خبر دي، خو د اوبو خوند او ذایقه dې خوښه نه وي – نو یوې نوي څېړني ښوnلي دي چي په اوبو کښي شپږ څیزونه ګډ او بیا dې وچښئ، نو د هاضمې سیسټم په بهتر واله کښي مو … نور ولولئ
خواړه

پوستکي ته ښکلا ورکوونکي خواړه

ژباړه: مریم محمدي یوشمېر پیغلې اوځوانان، د پوستکي د ښکلا لپاره له بیلا بېلو لارو چارو کار اخلي، همدارنګه د مخ ښکلا لپاره په کریم او د ښکلا په سامانونو ډېرې پېسې لګوي، راځئ له دې وروسته د خوړو په مرسته د مخ پوستکی مو ښکلا او تازه وساتئ. د پوستکي (جلدي) ډاکتران وايي مناسب خوراکي توکي کولای شي پوستکي ته ګټه ورسوي، له ګونځو، چرک او تر وخت مخکې زړښت يې خوندي ساتي. ستاسې … نور ولولئ
خواړه

سهار په نهره د یو ګیلاس اوبو څښلو څو لویې روغتیايي ښيګڼې

که سهار له خوبه تر پاڅیدو وروسته سمدستي خپله ورځ د یو ګیلاس اوبو په څښلو پیل کړئ نو خپلې روغتیا ته مو ډیرې ګټې رسولي وي. بې غمه اوسئ تاسو تر دې وروسته کولی شئ کافي ، چای او یا بل هر څه د سباناري لپاره وڅښئ او یا وخورئ. روغتیاپالان وايي تر ويښیدو وروسته ورځ د یو ګیلاس پاکو اوبو په څښلو پیلول پر ګڼو نورو فایدو سربیره لاندې ۷ ګټې درته رسوي. … نور ولولئ