افغانستان

افغانستان؛ ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ مثبتې پيښې ثبت او ۱۲ مړه شوي

ژباړه: عایشه حیدري د افغانستان د عامې روغتيا وزرات اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د کورونا ۶۹۱ شکمنې نمونې د دغه وزارت په لابراتوارونو کې اخیستل شوي، چې له دې ډلې ۲۰۵ نمونو پایلې مثبتې وې. د روغتیا وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۵ اعلان وکړ، چې د کورونا دغه شمېر مثبتې پايلې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، بامیان، کندز، نیمروز، بادغیس، پروان، لوگر، بدخشان، غزني، هلمند، غور، کاپیسا، زابل … نور ولولئ
په زړه پورې

د هند او اسټرالیا کرکټ لوبو کې، مینه‌وال لوبغالي د ته تګ اجازه لري

راتلونکې میاشت د ډسمبر په ٢٦مه د اسټرلیا هېواد “میلبرون” ښار کې د هندوستان او اسټرلیا کرکټ ټیمونو تر منځ د کرکټ یهع سیالۍ کیدونکي ده . د کورونا وبا د خپریدلو نه وروسته دا لومړی ځل دی، چې د کرکټ مینه‌وال کوللی شي، چې لوبه د نېږدې څخه په ژوندۍ بڼه وویني . د میلبرون لوبغالي د دغه ټسټ مچ د تکټونو د خرڅلاو اجازه تر لاسه کړي ده. د “میلبرون” ښار لوبغالي ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کورونا وایروس او د وینې لخته کېدل؛ لامل يې کشف شو

ژباړه: نسیمه محمدي د امریکا د مشیګان پوهنتون څېړونکو په خپله څېړنه کې، په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د وینې د لخته کېدلو علت کشف کړ. د اسپوتنیک په حواله، د مشیګان پوهنتون پوهانو په وروستیو کې، په وینه کې د بدن د ساتندویه سیسټم د انتي باډي په پېژندلو بریالي شوي، چې په حجرو برید کوي او په رګونو، عروقو او ډېرو کوچنیو(مایکروسکوپي) رګونو کې د وینې پړن کېدلو سبب کېږي. په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د عمرې د ادا کولو لپاره د بهرنیو حاجیانو لړۍ

مکه مکرمه: د نړیوالې ناروغۍ کورونا وایروس وروسته، د بهرنیو حاجیانو د تګ لړۍ سر له نن څخه پیل کېږي. د سعودي د حج او عمرې وزارت په حواله، د عمرې درېیم پړاو به له نن څخه پیل شي، چې له مخې به یې په سعودي عربستان کې میشت اوسېدونکي سربېره اوس مکې او مدینې ته له بهر څخه د بهرنیانو د راتلو پروسه هم پیل شي. د سعودي چارواکو په وینا، له بېلابېلو هېوادونو … نور ولولئ
کرونا

ایټالیا کي د کرونا وبا له امله نوي بندیزونه د تندو غبرګونونو سره مخ سوي

فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس نوي مثبتي پېښي خورا په چټکۍ سره خپریږي او هره ورځ تر ۴۰۰ زره دېري پېښي ثبتیږي. ویروس په اروپا کي بیا چټک سوي او ددې وچي په ایټالیا هیواد کي تر ۲۰ ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي ثبتیږي. د نویو پېښو په ډېرېدو سره حکومت نوي محدودیتونه لګولي، چي د عامو خلګو له سختو غبرګونونو او لاریونونو سره مخ سوي. لاريونونه د ایټالیا په ټولو ښارونو … نور ولولئ
افغانستان

په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونو واوښتی

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي لاهم په چټکۍ سره پورته کیږي او اوس مهال د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر تر ۴ لکو اوښتی دئ. تراوسه په ټوله نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳،۱ مېلیونو اوښتئ دئ. په ټوله کي تر اوسه تر ۱،۱ مېلیونو پوري کسان ځني مړه سوي او تر نږدې ۲۹ مېلیونو تنه ځني روغ سوي دي. تېره ورځ تر ۴۰  … نور ولولئ
په زړه پورې

د مسجدالنبوي د بیا پرانیستلو سره د مسلمانانو د خوښۍ اوښکي!

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي اوو میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالنبوي دروازې د عامو خلګو پر مخ پرانیستل سوې. سعودي عرب نن خبر ورکړ، چي د کرونا وبا له امله د لګول سوو بندیزونو د لیري کولو په لړ کي د مسجدالحرام د پرانیستلو وروسته د محمد (ص) د زیارت دروازې د عامو خلګو پر مخ خلاصي سوې. عامو خلګو زیارت ته د ننوتلو پر مهال ژړلي او د خوښۍ اوښکي یې توی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

۱۶ ورځي وروسته، د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې اجازه ورکول کیږي

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي ۷ میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالحرام دروازې خلاصي سوې او د سعودي اوسېدونکو ته د عمرې او زیارت اجازه ورکول سول. د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چي د نوومبر په لومړۍ او د ربیع الاول پر ۱۵ نېټه به سعودي د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې کولو اجازه ورکړي. سعودي لومړی هغه هیوادونه په نښه کوي، چي د کرونا وبا پکښي لږ ده. سعودي په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د «باهوبلي ټو» آونتیکا هم په کورونا اخته شوه

هندي اداکاره «تمنا بھاټیا»، چې په بلاک بسټر فلم «بهوبلي ټو» کې د «اونتیکا» رول لوبولی، په کورونا وایروس اخته شوه. په داسې حال کې چې د کورونا وایروس اغېزې په ځینو هېوادونو کې مخ په کمېدو دي، خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا راپورته شوې. برعکس، هندوستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چیرې چې د کورونا وایروس خپریدل مخ پر وړاندې روان دي او د ودرېدلو  نوم نه اخلي. د فلم او … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ خپله لومړنۍ د کورونا مثبته پایله پټه کړې وه

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په دې وروستیو کې په کورونا وایروس باندې اخته شوی، څرګنده شوې، چې هغه دمخه په کورونا اخته شوی و، خو له نړۍ یې پټه کړې وه. «وال سټریټ ژورنال» یو راپور د سرچینو په حواله لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې مثبتې پایلې او احتیاطي تدابیرو خبرداری رسنیو ته ورکړی. راپور وايي، چې حتا د دویمې پایلي تر مخکې د متحده ایالاتو ولسمشر د کورونا وایروس … نور ولولئ