افغانستان

افغان ولسمشر: د کرونا واکسین ویش کې باید انډول په پام کې ونیول شي

راپور: بشر درویش ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د بریتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هیوادونو او سویلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد سره خبرې وکړې. جمهوررئیس په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو دویمې څپې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان حکومت د هڅو او پلان په نتیجه کې لومړۍ څپه په بریالیتوب مهار شوه او د دویمې څپې د مهارولو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ۲۰۲۱م تر پایه به، ۷۰ سلنه سعودیانو ته د کورونا واکسین تطبیق شي

سعودي عربستان د ټولو اوسیدونکو لپاره د کورونا وایروس واکسین، وړیا اعلانوي د سعودي د روغتیا وزارت په حواله ، د کورونا وایروس واکسین به په هېواد کې مېشتو ټولو خلکو ته وړیا ورکړل شي. د سعودي د روغتیا وزارت تمه لري، چې د ۲-۱۲م تر پای پورې به دغه واکسین د هېواد ۷۰٪ نفوس ته ورسیږي. په سعودي عربستان کې د کورونا ناروغانو شمېر له درې نیم ملیون څخه زیات دی، په داسې حال … نور ولولئ
کرونا

ترکیه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا د اخته کیدو ریکارډ جوړ شو

ژباړه عایشه حیدري د ترکیې روغتیا وزارت ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۵ زرو تنو څخه زیات کسان په کورونا اخته شوي دي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ترکیې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کورونا تر ټولو ډېر شمېر ۵۵۳۲ موارده ثبت شوي دي. چې د دغه شمېر له ثبتولو سره په ترکيې کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر ۴۴۰۸۰۵تنو ته … نور ولولئ
په زړه پورې

اتریش: یوه ورځ کې، له سلو ډېر کسان په کرونا اخته شوي

په اتریش کې په یوه ورځ کې ، له سلو ډېر کسان په کرونا اخته شوي. د روغتیایي ادارو په حواله، په ټول اتریش کې د کورونا له امله وضعیت خراب شوی او پرون له سلو څخه زیاتو ناروغانو د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۲۴ ساعتونو کې، په اتریش کې د ۶۷۰۸ نوي انفکشن (انتاناتو) او د ۱۰۸ کورونا مړینې راپور ورکړل شوی. په هرو ۱۷ ثانیو کې، په اروپا … نور ولولئ
کرونا

د ټرمپ مشر زوی هم پر کرونا اخته شو

ژباړه: عایشه حیدري د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشر زوی، ډونالډ ټرمپ جونیور د کوویډ‌۱۹ د ټسټ پایله مثبت اعلان شوه. د راپورونو پر اساس، د بلومبرګ بنسټ د یوه وياند په يوې بيانيه کې ويلي چې د ټرمپ جونیور د کوویډ۱۹ د معاينې پایله د تېرې اونۍ په پيل کې مثبته اعلان شوې او نوموړی اوس مهال کرنټين دی. ټرمپ جونیور له هغه مهاله چې کورونا تشخیص شوه، تل یې د ډاکټرانو … نور ولولئ
افغانستان

د پوهنتونو د رخصتېدو سره سم، د محصلینو غبرګونونه را پورته سوي

خبریال: فضل الله فضلي د افغان حکومت د کابینې د نوي پرېکړي له مخي د هیواد ټول پوهنتونونه د ۳ نیمو میاشتو لپاره رخصت اعلان سول. تېره چهارشنبه کابینې پرېکړه وکړه، چي د کرونا د دوهمي څپې په راتګ سره دي د هیواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت اعلان سي. د یادي غونډي پرېکړه نن (شنبه) نشر سوه، چي د پرېکړي له مخي د رواني قوس میاشتي له ۸ نېټې څخه بیا د حوت … نور ولولئ
په زړه پورې

سینېگال: کب‌نیوونکو کې ناپېژندل شوې ناروغي خپره شوې

ژباړه: عایشه حیدري د سینېگال کب نیوونکي د پوستکي په یوې بې سارې او ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Dacar Actu محلي ورځپاڼې څخه په نقل، د سینگال په لوېدیځ کې له سلو تنو څخه زیات کب‌نیونکو د پوستکي په ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي. په یادو ناروغانو کې د دغې ناروغۍ لامل د کورونا شدت ښودل شوی دی. دغه ناورغان د پوستکي له بثوارث سره … نور ولولئ
په زړه پورې

بريټانيا د کوویډ ۱۹ ناروغانو د مړينې ریکارډ ټینګ کړ

ژباړه: عایشه حیدري په برېټانيا کې د کوویډ ۱۹ د ناروغانو شمېر د بې سارو مړینو ريکارډ ټينګ کړ. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د EA Daily نه په نقل، د انگلستان د ملي شمېرې یا ONS د اطلاعاتو پر بنسټ په برېټانيا کې د تېرو لسو کلونو په پرتله د مړينو شمېر زیات شوی دی. همدارنګه دغه هېواد د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اکټوبر میاشتې پورې د کورونا وایروس له … نور ولولئ
په زړه پورې

نړيوال روغتيايي سازمان؛ د کورونا وایروس ودې د وروستۍ اونۍ په لړ کې ريکارډ ټينګ کړ

ژباړه: عایشه حیدري تېره اونۍ په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې نږدې ۴ میلیونو کسانو ته ورسید. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د روغتیا نړيوال سازمان (WHO)، د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ، چې د کورونا وایروس له امله د مړينې شمېر له ۵۹ زره کسانو څخه واوښت. د روغتيا نړيوال سازمان د اطلاعاتو پر بنسټ، د نوامبر له ۸مې څخه تر ۱۵مې پورې په ټوله نړۍ کې ۳.۹۷۷.۲۲۳ … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان، ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۶ تنه مړه شوي

افغانستان، ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۶ تنه مړه شوي دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزرات د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د شپږو تنو د مړینې او د ۲۱۳ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د روغتیا وزرات اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹۴ د کورونا وایروس شکمنې پېښې د‌ دغه وزرات په لابراتوارونو کې ټسټ شوي چې … نور ولولئ