په زړه پورې

د روغتیا نړیوال سازمان؛ بېوزله هېوادونو ته د کورونا واکسین چمتو کولو هوډ لري

  د BBC د یوه راپور له مخې؛ د روغتيا نړیوال سازمان د بېوزله هېوادونو لپاره دوه ملیارده د کورونا ضد واکسین چمتو کول غواړي. د روغتیا نړيوال سازمان په ورستۍ خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی د دوه ملیارده واکسین، د عادلانه ویش په چمتو کولو بوخت دي. د ٢٠٢م  په لومړیو دریو میاشتو کې به دغه پروسه پلي کړي، چې د غریبو هېوادونو وګړو ته به ياد شمېر واکسین په وړیا توګه ورسوي. … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا دویمه څپه؛ امریکا کې لومړنی واکسین تطبیق شو

پرون د امریکا متحده ایالاتو کې د نیویارک په ایالت کې لمړنی واکسین تطبیق شو. د امریکا متحده ایالات تصمیم لري، چې د کال وروستیو دوؤ اوونیو کې ٢٠ ملیونه واکسین تطبیق کړي. ١٤ ورځې او د ٢٠ ملیونو واکسینو تطبیق هم کوم ساده کار نه دی. د واکسینو پلي کول په داسي حال کې پیلیږي چې په ټولو متحده ایالاتو کې د قربانیانو شمیر درې سوه زرو کسانو ته ورسید. خو خلک د لمړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

انګليس روغتياپال: په شديدې الرژۍ اخته خلک دې د کووېډ – ۱۹واکسين نه کوي

ژباړه: عرفان لمر په برېټانيا کې د ډسامبر له اتمې نيټې څخه د فايزر او بيوان ټيک په واسطه جوړ شوى واکسين پيل شو. د سپوتنيک د راپور له مخې استيون پويز د انګليستان د عامې روغتيا مدير ويلي، هغه خلک چې د ځينو دوا ګانو په وړاندې حساسيت لري بايد د دغه واکسين څخه ډډه وکړي. چارواکي نيت لري، چې د ٢٠٢١م کال په لومړيو دوه مياشتو کې به په کورونا وايروس د زيانمن … نور ولولئ
افغانستان

د غني اعتراف: روغتیايي برخه کې جدي ستونزې لرو، ۳ میاشتو کې اقدام کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې په امریکا او اروپا کې میشتو یو شمېر افغان روغتیایي متخصصینو سره د کرونا ویروس لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو، او ددغه ویروس دویمې څپې پر ضد د مقابلې په اړه خبرې وکړې. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا خبرې پرون ماښام شوي دي. په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمدجواد … نور ولولئ
په زړه پورې

له اروپايي اتحادیې د کورونا واکسین جوړونکې کمپنۍ غوښتنه

یوه امریکایي شرکت چې د کورونا واکسین جوړوي په اروپایي اتحادیه کې د کوویډ۱۹ واکسین د ثبت لپاره رسمي غوښتنلیک وړاندې کړی دی. د نړیوالو رسنیو راپورونو په حواله، امریکایي شرکت “فیزر” او د آلمان جرمني “بایو این ټیک” شرکت اسیوټیکل په ګډه د کورونا واکسین جوړوي، چې پایلو یې هڅوونکي آزموینې ښودلي. دواړو شرکتونو د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې دوی له اروپایي اتحادیې څخه غوښتنه کړي، چې د … نور ولولئ
په زړه پورې

تر کورونا وروسته به زموږ ژوند څنگه وي؟

سرچینه: اینډپینډینټ ژباړه: عایشه حیدري که له بد نظره وګورو کېدای شي کورونا وایروس د واکسین پر وړاندې مقاومت وکړي خو که له ښه نظره وګورو واکسین تل ښې پایلې درلودلي. د کورونا واکسین د برياليتوب په اړه خپاره شوي خبرونه او په راروانو څو میاشتو کې د دغه واکسین د ازمېښت له پیل سره دا هیلې را ټوکېدلي چې ډېر ژر به خلک خپل عادي ژوندانه ته ور ستانه شي، خو د دې ترڅنگ … نور ولولئ
کرونا

امریکا کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۳ میلیون څخه واوښت

ژباړه: عایشه حیدري متحده ايالتونه په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په کورونا وایروس د ۱۰۸زرو تنو د اخته کېدو شاهد وو. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ له فارس نيوز څخه په نقل، په امریکې کې د ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته په سړکونو د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د پلویانو د اعتراضونو له زیاتوالي سره په کوویډ۱۹ د اخته کسانو شمېر هم زیات شوی دی. د کورونا وایروس نړيوالې شمېرې ښیي چې د امریکې په … نور ولولئ
په زړه پورې

هند؛ په یوه شپه ورځ کې ۴۳زره تنه په کرونا اخته شوي

ژباړه: عایشه حیدري د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د هند د روغتیا وزارت د کورونا وایروس د نويو شمېرو په خپرولو سره په تېرې يو شپې ورځې کې ۴۳۰۸۲تنه په کورونا وایروس اخته کېدو خبر ورکړی دی چې له دې سره په هند کې په کورونا اخته کسانو شمېر ۹۳۰۹۷۸۷تنو ته ورسېد. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴۹۲تنه د کورونا وایروس له امله مړه شوي دي … نور ولولئ
کرونا

پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۶۱ ميليونو واوښت

ژباړه: عایشه حیدري د ورلډ مټر د تازه راپور پر بنسټ، نن په ټولې نړۍ کې په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر د ۶۱ میليونو واوښت. د دولتونو له خوا د وروستیو خپرو شويو رسمي امارونو پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۶۱۲۲۶۶۰۱تنو ته ورسېد. له دغه شمېر څخه ۱۴۳۵۸۶۵تنه مړه شوي دي او ۴۲۳۲۴۱۱۱تنو بیرته خپله روغتیا ترلاسه کړې ده او له روغتون څخه رخصت شوي … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سلمان خان هم کرونا ونیو او قرنطين شو

ژباړه: عایشه حیدري وروسته تر هغې چې د بالیووډ د مشهور فلمغاړي سلمان خان، موټر چلونکی او د دفتر د دوو تنو نورو کارکوونکو د کورونا پایله مثبته راووته او ځان یې کرنټين کړ. همدارنګه د دغه فلمغاړي د کورنۍ غړو هم اعلان کړی چې د ۱۴ ورځو لپاره به په کور کې پاتې شي. د یادونې وړ ده چې د هند د روغتیا او کورنۍ هوساينې وزارت اعلان وکړ چې تر دې مهاله په … نور ولولئ