سپورټ

د هند د کورني کرکټ لیګ( اۍ پي ایل) بولي، 60 لوبغاړي واخیستل شول، افغانان په کې شته؟

  د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه د نړۍ ستر سوداګریز کرکټ لیګ لپاره د هندوستان په جېپور ښار کې بولي ترسره شوه. په دغه لیګ کې له مخکنیو اخېستل شوو لوبغاړو پرته ۶۰ نور لوبغاړي واخېستل شول، دغې بولۍ ته په لومړیو کې ۱۰۰۳ هندي او نورو نړیوالو لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، بیا له دغو ۱۰۰۳ لوبغاړو څخه ۳۵۱ لوبغاړي شارټ لېسټ شول. په ۱۰۰۳ لوبغاړوکې ۲۷ افغان لوبغاړي هم شامل وو؛ خو بیا … نور ولولئ
سپورټ

ممبيي لوبډلې له ۲۸ لوبغاړو ۱۸ په خپل نوملړ کې شامل کړل

د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ یا آې پي ایل پیاوړې لوبډلې ممبيي انډینز د نومبر په ۱۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د هغو زړو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې تېرکال او له هغې وړاندې کلونوکې له دې لوبډلې سره لوبېدلي وو. د پنجشنبې ورځ د لوبډلې د وروستي نوملړ ترتیبولو وروستۍ وه، چې باید د آې پي ایل مسئولو اداروته یې وسپاري. ممبيي لوبډلې له ۲۸ پخوانیو لوبغاړو څخه لس لوبغاړي لرې کړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد

ژباړه: محمد عزيز پردېس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهان هر کال د امنيت او ارامښت له اړخه هېوادونه درجه بندي کوي، د سپوټنيک د راپور په اساس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهانو د يو لړ څېړنو څخه وروسته د ايسلنډ هېواد د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد اعلان کړ. څېړنې ښيي چې په ايسلنډ کې د مېشتو خلکو عمر د نورو اروپايي هېوادونو، امريکا او اسيا د خلکو په پرتله ډېر دی. همدارنګه په دې … نور ولولئ
سپورټ

د هند او ویسټنډیز سخته مقابله: نړیوالې شورا دا د بالینګ سیالي بللې

هندوستان او ویسټ انډیز په خپلو کې له یو ورځنیو او ټېسټ لوبو وروسته د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ یا سیریز پیل کړی دی، د دې لوبو لومړۍ شل اوریزه لوبه د نومبر په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ هندوستان له سختې مقابلې وروسته په ۵ وېکټو وګټله. دغه لوبه د هندوستان د کلکتې ښار په اېدن ګارډېن لوبغالي کې ترسره شوه، ویسټ انډیز لومړی توپ وهنه وکړه، چې د ۸ لوبغاړو په … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د جنوبي افریقا کیسه په ۳ ورځو کې ختمه کړه

په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه سریلنکا لوبډلې په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د میمله لوبډلې په ماتې سره پیل وکړ. په سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د کرونارا تاني د ۱۵۸ ناسوځیدلو او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۶۰ منډو جوړلو پرمټ د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۵۲ منډو هدف ورکړ. سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ افریقايي لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې په ۱۲۶ … نور ولولئ