سپورټ

د کرونا له ويري ګنګولې د اسيايي شورا غونډي ته نه ځي!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د کريکټ بورډ رئيس سورب ګنګولې د کرونا ويروس له ويري د کريکټ اسيايي شورا غونډي کي ګډون نکوي. سبا دوشنبه د مارچ په دريمه نيټه په دبۍ کي د کريکټ اسيايي شورا د غړو ترمنځ غونډه ده او پلان وو چي ګنګولې نن عربي اماراتو ته سفر وکړي خو داچي په دې وروستيو کي په عربي اماراتو کي تر ۷۵۰ ډيري د کرونا پيښي ثبت سوي نو ګنګولې يې … نور ولولئ
سپورټ

کرونا په ورزشکارانو هم مرګ ګډ کړ!

ليکنه: مدثر دعوت الهام شيخي لومړنۍ ورزشکاره ده چي د کرونا د ويروسي ناروغۍ له امله مړه سوه. الهام شيخي د ايران د فوټسال ملي لوبډلي لوبغاړې وه او همدارنګه د سپاهان اصفهان لوبډلي غړې هم وه. ۲۳ کلنه الهام شيخي د ايران په قم ښار کي اوسيده او د قم د فوټسال لوبډلي لپاره يې هم لوبي کولې. د قم ښار د فوټبال فدراسيون رئيس بهرامي د رسنيو سره په خبرو کي ويلي چي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له کرونا وایروس څخه د ځان ساتنې لپاره آسانه لار

ژباړه: نسیمه محمدي د کرونا وایروس نښې تر څو ورځو پورې نه څرګندېږي، له څه مودې وروسته شخص پوهېږي، چې په دې وایروس اخته دی. اخته شخص ته تبه، ټوخی پیدا او روغتون په مراجعې سره لیدل کېږي، چې د سږو ۵۰٪ په الیاف (fibrosis) سره پوښل شوي، چې نور نو ناوخته شوې وي. ټایواني روغتیايي متخصصان د کرونا وایروس په وړاندې د خپلې روغتیا چک کولو لپاره ساده کړنلاره بیانوي، چې هر سهار یې … نور ولولئ
رسنۍ

د ابولا او سارس درمل د کرونا د درملنې لپاره ګټور ثابت شول

ژباړه: نسیمه محمدي هغه درمل چې د آمریکايي شرکت له لوري د ابولا، سارس او مرس لپاره بریالۍ نتیجه ورکړې وه، د کرونا د مقابلې لپاره هم ګټور ثابت شول. د مېک په حواله، Remdesivir په نامه درمل د Gilead شرکت پواسطه په آمریکا کې تولید او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري مؤثر ثابت شوي. Gilead د چینايي چارواکو په مرسته په کرونا(COVID-19) ناروغۍ په اخته دوو ناروغانو آزمايښت پیل کړی. د WHO عمومي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په چاپېریال کې د کرونا وایروس د ژوندي پاتې کېدلو موده څومره ده؟

ژباړه: نسیمه محمدي د CNN د راپورونو په حواله د کرونا وایروس ژوندي پاتېدل د سطحو پرمخ او د اشیاوو د ملوث کېدو پوتانشیل، دقیقاً څرګند نه دی، مګر ځینو څېړونکو د کرونا وایروس د فعالیتونو په څېړلو سره ځینې نښې موندلي دي. د امریکا د ناروغیو څخه د مخنیوي مرکز د معلوماتو په اساس، کرونا وایروس د ویروسونو لویه ډله ده، چې د څارویو ترمنځ ډېره مروجه ده. ډېر کم، د (زئونوز) بڼه خپلوي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ۱۵ دقیقو څخه په کم وخت کې د کرونا وایروس تشخیص!

ژباړه: نسیمه محمدي د کاناډا د درمل جوړولو یو شرکت د نانو ټکنالوژۍ څخه په استفادې، د یوې داسې وسیلې د جوړولو د پرمختګ په حال کې دی، چې په وسیله یې د پنځلس دقیقو په ترڅ کې د کرونا ناروغي پېژندل کېږي. د نانو ټکنالوژۍ د پرمختیايي مرکز څخه، سونا نانوتک (Sona Nanotech) د درملو جوړولو په برخه کې یو فعال شرکت دی. دغه شرکت اعلان کړه د کرونا وایروس د پېژندلو لپاره د … نور ولولئ
سپورټ

آخر د نړۍ وتلی فوټبالر میسي هم د کرونا ټیسټ ورکوي!

ټاکل سوې سبا د اروپا اتلانو لیګ د دوهم پړاو په سیالیو کي بارسلونا فوټبال لوبډله د ناپولي فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته سي. دا لوبه د ایټالیا هیواد په کوربتوب سبا سې شنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کیږي. په همدې موخه نن دوشنبه بارسلونا فوټبال لوبډله ایټالیا هیواد ته سفر کوي، تر څو سبا سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ په یوې مهمه لوبه کي د ایټالوۍ لوبډلي ناپولي سره لوبه ترسره … نور ولولئ
خوندیتوب

له کرونا د ژغورل کیدو لپاره دې ۱۶ ټکو ته پام وکړئ !

۱ـ خپل لاسونه د ۲۰ ثانیو لپاره څو ځلې په صابون او اوبو پرېمینځئ. ۲ـ که اوبه او صابون نه لرئ، نو هغه ضد عفوني چې الکول ولري ګټه ورڅخه واخلئ. ۳ـ کله چې نور وګړي ټوخېږي یا عطسه وهي خپل پزه او خوله بنده کړئ. ۴ـ له وحشی او اهلي حیواناتو سره په اړیکه کې مه اوسئ او ځان ترې وساتئ. ۵ـ کوم کسان چې د انفولونزا ناروغۍ نښې لري، مه ور نږدې کېږئ. … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.

ليکنه: مدثردعوت په نړيواله کچه اوسمهال رسنۍ تربل هرڅه ډير د کرونا ويروس په خبرونو مصروف دي. د کرونا په اړه چي څومره ډيري خبري کيږي په هماغه ډول په خورا ډير سرعت د خپريدو په حال کي دی. دا ويروس په لومړي ځل د چين په وهان ښار کي ښکاره سو،تر هغه وروسته د نړۍ بيلابيلو هيوادونو کي خپور سو، په زرګونو کسان ورباندي اخته سوه او په سلګونو کسان يې وژلي، حتی تر … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۴مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د ختافې فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره انتونیوګریزمن په ۳۳مه دقیقه کي او سرجیو روبیرتو بیا په ۳۹مه دقیقه کي ګولوهني وکړې. خو د ختافې لپاره بیا یوازینی ګول انجیل رودریګویز د لوبي په ۶۶تمه دقیقه کي ترسره کړ. دا لوبه د بارسلونا لوبډلي … نور ولولئ