فوټبال

جالیبه؛ کرونا د خلګو ژوند اخلي، خو بلاروس هیواد کي د فوټبال لیګ روان دئ!

د کرونا ویروس له امله د نړۍ ټولي ورزشي لوبي لغوه سوي او ځنډېدلي دي، خو جالیبه دا ده، چي د بلاروس هیواد د فوټبال لیګ اوس هم د سوداګرۍ لپاره روان دئ. د بلاروس هیواد د فوټبال لیګ د یوفا د ۵۴ لیګونو څخه یوازینی لیګ دئ، چي د کرونا ویروس په دې روان پړاو کي ئې لوبي ندي ځنډېدلي او په عادي ډول ترسره کیږي. د www.pressball.by مدیر یوري دونار وايي، چي په … نور ولولئ
کرونا

ماسک او د کرونا ویروس په دې روان پړاو کي ئې موډونه!

اوس چي د کرونا ویروس په ډيري چټکي سره د پراختیا په حال کي دئ، چین او چک جمهوریت خپلو خلګو ته عامو ځایونو کي په فرضي ډول سپارښتنه کړې، چي ماسکونه دي وکړي. خو امریکا او برتانیا بیا پر خپلو خلګو د ماسک کول جبري کړي ندي، هغوی ته ئې سپارښتنه کړې، چي یوازي په کرونا ویروس اخته کسان باید ماسک وکړي. خو له دې سره سره اوس د ماسک کول په ټوله نړۍ … نور ولولئ
افغانستان

هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد.

د هیواد د عامي روغتیا وزارت وايي، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ئې د هرات ۱۳۶ او د هیواد د بیلابیلو ولایتونو دا ئې بیا ۶۰ مشکوکي نمونې وازمویلې، چي ۲۹ ئې پکښي مثبتي وختلې. د عامي روغتیا وزرات په خبره، چي تازه ثبت سوي ۲۹ پيښو څخه ۲۵ ئې په هرات، ۲ په کندهار او یوه ـ یوه پيښه بیا نیمروز او دایکندي ولایتونو کي ده. په هرات کي تازه ۲۵ ثبت سوو … نور ولولئ
افغانستان

نبي خیریه بنسټ د هیوادوالو سره یو میلیون افغانۍ مرسته کوي!

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي وتلی الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د خپل خیریه بنسټ له لوري د بې وزله هیوادوالو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي. محمدنبي عیسی خېل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي: ((د نبي خیریه بنسټ په سختو حالاتو کي له خپلو بې وزله خلګو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي، دا چي په نړۍ کي د کرونا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

افغان لوبغاړو د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکړی

یاران سپورټس د افغان کرکټ لوبډلې لوبغاړو سربېره د افغانستان د فري فایټ یا ازادو رزمي سیالیو لوبغاړو هم د هېوادوالو لاسنیوي ته رادانګلي او په دې تړاو یې د مرستو لړۍ جاري ساتلې ده. د مرستو په لړ کې د فري فایټ سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک، عبدالسمیع فیضي، د کرکټ لوبغاړو برخه کې افتاب عالم، حشمت الله شهیدي، افسرځاځي، نجیب الله ځدران او ځینو نورو لوبغاړو مرستې کړې او ځینو یې مرستو ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا وایروس؛ د سطحو پاک کوونکی روباټ جوړ شو

ژباړه: نسیمه محمدي یوه چینایي شرکت د روغتونو لپاره د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت روباټ جوړ کړی. د ماورا بنفش وړانګو او د انټي سپټیک د ترکیب سره ناروغۍ ټوکوونکي عوامل او د کرونا وایروس پتوجن له بېلابېلو سطحو پاک او لمنځه وړي. دا روباټ په شانګهای کې د Keenon Robotics مؤسسې څېړونکو په وسیله جوړ شوې. دې شرکت تر دې وړاندې د خوړو وېشلو او تبلیغاتي روباټونه جوړ کړي وو. د څېړونکو په … نور ولولئ
کرونا

د قرنطین په شپو ورځو کي یوه امریکايي د سپي په وسیله تر ګاونډۍ خواړه رسوي!

د آمریکا هیواد په کلرادوی آیالت کي د کرن اولت په نامه یو ښځه د سپي په واسطه تر هغې همسایه پوري خواړه او ضروري توکي رسوي، چي قرنطین ده. لس کاله کیږي، چي مېرمن هلمن او کرن اولت سره همسایګان دي، چي مېرمن هلمن د تنفسي ستونزو سره مخ ده او په همدې خاطر ډاکټرانو ورته توصیه وکړي، چي قرنطین کي دي اوسي. مېرمن ولت له رسنیو سره په خبرو کي وویل: ((سپي راته … نور ولولئ
افغانستان

هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد!

هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي تازه ۲۵ مثبتي پيښي ثبت سوې، چي په دې سره هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت تائید کړه، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۲۵ مثبتي پيښي په هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي ثبت سوې او په دې سره د کرونا ویروس مثبتي پيښي په افغانستان کي ۱۴۵ ته ورسېدې. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت … نور ولولئ
په زړه پورې

سندرغاړې کنيکا کپور په کرونا اخته سوې!

خبريال: مدثر دعوت د هندۍ سندرغاړې کنيکا کپور د کرونا ويروس ازمويني مثبته پايله ورکړې. د ټايمز اف هندوستان د خبر له مخي د هندوستان مشهوره سندرغاړې په کرونا ويروس اخته سويده. کنيکا نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي ” د کرونا ازموينه مي مثبت وه خو زه د جدي مراقبت په واټ کي نه يم او د خپلو مينوالو د روغتيا هيله يې درلودلې ده. په لومړي ځل د اتراپرديش پوليسو دا تائيد کړې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښوونځی ستاسې په کور کې

لیکنه: شپنه سلګۍ دا چې د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي په موخه په ټول هېواد کې تعليمي مرکزونه تړل شوي او د زده‌کوونکو د زده‌کړې بهیر یې ټکنی کړی دی. په ننګرهار کې د زده‌کړه‌ییز بهیر د دوام لپاره د پوهنې ریاست په نوښت له یو خصوصي ټلوېزیون سره هوکړه وشوه، چې د کرونا ویروس د خطر کچې تر کمېدو شاګردان په کورونو کې زده‌کړې ترسره کړي. “د ننګرهار پوهنې ریاست د تېرې … نور ولولئ