افغانستان

نړۍ او کرونا؛ په افغانستان کي يې پېښي ۲۵۸ ته لوړي سوې

خبریال: فضل الله فضلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هرات کي ۴۱ (۱۷ ښځي او ۲۴ نارینه)، کابل کي ۹، دوې پکتیا او یوه – یوه په کندهار، بغلان او ډایکنډي کي ثبت سوي، چي ټولي پېښي ۵۵ نوي پېښي کيږي. لدې سره په هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ تنو ته پورته سو. له دې جملې یې ۴ تنه مړه سوي او ۱۰ نور ځیني روغ سوي دي. تر اوسه … نور ولولئ
کرونا

د فیلیپين ولسمشر خپلو ځواکونو ته امر کړی، چي د قرنطین سرغړونکي په ډزو وولي!

د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته خپلو ځواکونو ته امر کړی، هغه کسان په ډزو وولي، چي د قرنطین په دې شپو او ورځو کي لاریونونه کوي او د قرنطین اُصولو ته پام نه کوي. د فیلیپين ولسمشر وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي د دې هیواد لسګونه غریبو اوسېدونکو د فیلیپين په کیسون سیټي ښار کي لاریونونه وکړه او له حکومت څخه ئې د خوراکي توکو غوښتنه وکړه. رودریګو پرون چهارشنبه په یوه ویډيويي … نور ولولئ
افغانستان

هیواد کي مو په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ ته ورسېد!

په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د هرات او کابل په لابراتوارونو کي لسګونه سمپلونه وکتل سول، چي هرات کي ۴۱ او کابل کي بیا ۲ مثبتي پيښي ثبت سوې او په دې سره هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ ته ورسېد. په هرات کي تازه ۴۱ ثبت سوو مثبتو پيښو کي ۱۷ ښځينه او ۲۴ ئې نارینه دي. تر دې دمه د کرونا ویروس له امله په ټول هیواد کي ۴ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کرونا او اروايي مبارزه

کرونا په دې وروستیو کې په چین او نورو هېوادونو کې یو شمېر خلک اخته کړل، خو وېره یې پر ټوله نړۍ خوره کړه، په عامه مانا د کرونا ویروس په پرتله به له دې ویروس نه وېره ډېر خلک کمزوري او له پښو وغورځوي، ځکه زموږ اروا له بدن سره نېغ په نېغه اړیکه لري او هرکله چې اروایي روغتیا زیان ویني یاني وېره او اندېښنه پیدا کېږي، نو دا دوې پدیدې هره شېبه … نور ولولئ
خوندیتوب

ماشومان په کرونا نه اخته کېږي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ څو نظرونه شته چې ولې په ماشومانو کې دا ناروغي لږ ده، خو متخصصان په دې هکله قطعي ځواب نه لري. د ردینګ پوهنتون ویروس پېژندونکي پروفیسور ایان جونز وویل: “د ځینو دلایلو له امله، چې تر اوسه روښانه نه دي، ویل کېږي چې ماشومان دا سخت ویروس نه نیسي. په بل عبارت ماشومان په کمزوري ناروغي اخته کېږي چې نښي نه لري او که په دې ویروس اخته هم شي، نو … نور ولولئ
کرکټ

کرونا د کرکیټ نړۍ ټولې دروازې وتړلې

لیکنه: بهار سمسور کرونا ویروس په نړیواله کچه ورزشي لوبې له منځه یووړې او د کریکټ لوبغالو ټولې دروازې يې تړلې او ټول لوبغاړي په کورونو ناست دي. د هندوستان او صوت افریقا ترمنځ د یو ورځينیو لوبو سیریز چې د روانه میاشت کېده، تر یوې لوبې وروسته چې هغه هم باران یوړه پاتې لوبې يې د کرونا له وجهې لغوه شوې. پاکستان سوپر لیګ چې لیګ لوبې يې پای ته ورسیدې، نیمه پای لوبې … نور ولولئ
په زړه پورې

عدنان سميع افغانانو ته: زه ستاسو سره مينه لرم!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان مشهور سندرغاړي عدنان سميع د افغانانو څخه غوښتي دي چي د کرونا ويروس څخه ځان وساتي او خپلي روغتيا ته پام وکړي. عدنان سميع چي په نوروز کي يې په پښتو او دري سندري وويلې ، پښتو ” بيا بيا ياديږي” سندره يې د ډيرو کسانو خوښه سوه او د عدنان نوښت يې فوق العاده ياد کړ. عدنان سميع له رسنيو سره په مرکو کي د افغانانو د ميني څخه … نور ولولئ
رسنۍ

سعودي: مسلمانان دي سږ کال د حج لپاره چمتوالی نه نيسي

خبریال: فضل الله فضلي سږ کال د حج د فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي. د سعودي عربستان د حج وزیر ويلي چي د کرونا ویروس له خطره دي د نړۍ مسلمانان سږ کال حج ته د فریضې د ادایني لپاره چمتوالی وځنډوي. یوې عربي رسنۍ تېره ورځ د حج د وزیر په حواله پر ټویټر لیکلي: موږ د نړۍ د ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کوو، چي د حج … نور ولولئ
په زړه پورې

هندوان يووراج سينګ او هربجن سينګ ته سخت په غوسه دي!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانيو لوبغاړو هربجن سينګ او يووراج سينګ د هندوستان له خلکو غوښتي چي د شاهد افريدي د خيريه بنسټ سره مرسته وکړي. دواړو لوبغاړو په جلا جلا ويډيويي ټويټونو کي د هندوستانيانو څخه غوښتنه کړې چي په پاکستان کي د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د شاهد افريدي د خيريه بنسټ سره خپل تر توانه مرسته وکړي. دواړو سينګانو ويلي چي دا د ازمويني حالت دی … نور ولولئ
افغانستان

تورخم کې قرنطین او ورته تدابیر؛ هغوی چې کوزه پښتونخوا او پاکستان کې دي کوم انتخاب باید وکړي؟

لیکنه: غازي عابد د ننګرهار ولایتي ادارې د پریکړې پر اساس احتمالي را ستنیدونکي مسافرین به په تورخم ښارګوټې کې د ۱۴ څخه تر ۲۱ ورځو پورې قرنطین شي او چا ته یې د لیدو اجازه هم نه ورکول کیږي. وړمه ورځ والي شاه محمود میاخېل تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال وویل: «د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په احتمالي ډول د تورخم له لارې را ستنیدونکي مسافرین به د … نور ولولئ