په زړه پورې

د ۱۰۱ کلونو په عمر سپين ږيری د کرونا ويروس څخه روغ ووتی!

خبريال: مدثر دعوت د کيټ واټسن په نوم يو انګريز د ۱۰۱ کلونو په عمر د کرونا ويروس څخه روغ ووتی. که څه هم د طبابت نړۍ پدې باور ده چي زاړه کسان په کرونا ويروس اخته کيږي او د مرګ خطر يې هم ډير دی خو په انګلستان کي د ۱۰۱ کلونو په عمر سپين ږیری د کرونا ويروس ته ماته ورکړې او د روغتون څخه ژوندی وتلی دی. کيټ واټسن د انګلستان د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا وایروس؛ د بویولو او څکلو حس کورنۍ معاینه

ژباړه: نسیمه محمدي د کرونا وایروس د زیات پېژندلو لپاره، د کارپوهانو څېړنو په ډاګه کړې چې د بویولو او څکلو د حسونو له لاسه ورکول په کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو یو مهم عامل دی. د لندن د لینګز کالج د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، دا نښې د تبه، وچ ټوخی او ستړیا په کرونا وایروس د ککړېدو لومړنیو انتاناتو څخه دي. څېړونکي په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د ۴۰۰ زرو شکمنو کسانو تر … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د کرونا ځاني ټست؛ آیا غواړئ آنلاین ځان معاینه کړئ؟

په افغانستان کې د کرونا لپاره لمړني اپلیکېشن د درک له خوا جوړ سو، چې ویب ساټ یې د www.cocona.af او اپلکېشن یې د Darrak Health په نوم دی. د کرونا دا اپلیکېشن ګڼې ځانګړتیاوې لري چې هرڅوک یې وړیا کارولای سي، لکه د کرونا په اړه د ولایتونو، ولسوالیو، ملي او نړیوالي دقیقي شیمرې او ریل ټایم اپډيټ. د وقایې او تداوۍ حل لارې. له کلیو او لیرې پرتو سیمو څخه د کرونا د … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی بیړنی تشکیل جوړیږي

راپور: بشیر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازیګر د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو … نور ولولئ
په زړه پورې

د بريتانيا ښځينوو ته د سقط درمل د پوستې له لاري استول کيږي.

خبريال: مدثر دعوت د بريتانيا حکومت د کرونا ويروس څخه د خلکو د ساتنۍ په لړۍ کي اوس ښځينوو ته د هغوی کورونو ته د جنين د سقط ټابليټونه ليږي. په انګلستان سکاټلينډ او ويلز کي د پوستې له لاري اوس هره ښځه کولای سي يادي ګولۍ ترلاسه کړي خو تر اوسه لا په شمالي ايرلينډ کي دا خدمات ندي فعاله سوي. د بريتانيا د اميندوارۍ مشورتي خدمت انډپينډينټ ته تائيد کړې چي د هر … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ د نړۍ وروستی حال او په افغانستان کي تر ۲۵ ولایتونو ورسېد

خبریال: فضل الله فضلي د کرونا ویروس شمېر په افغانستان کي ۴۴۴ ته ورسېدئ. د عامي روغتیا وزارت وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۲۱ مثبتي پېښي ثبت سوي دي. له یادي شمېرې څخه یې ۱۲ په کابل، ۳ غزني، ۲ بغلان، یوه-یوه په تخار او لوګر ولایتونو کي ثبت سوي او ترڅنګ یې یوه-یوه لومړۍ پېښي په میدان وردګو او هلمند ولایت کي ثبت سوي دي. وزارت دا هم ویلي … نور ولولئ
افغانستان

۲۷ میلونه افغانۍ څه شوې؟ حکومت اوس کروناسره مبارزې لپاره بهرنیانو ته سوال کوي

لیکنه: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبري پلاوي سره د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د مالي منابعو لټولو په موخه خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ویډیو کنفرانس کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دوستو هیوادونو او بین المللي سازمانونو د یو شمېر هغو مرستو او ژمنو د انتقال په اړه چې دمخه … نور ولولئ
په زړه پورې

مادهوري ديکسيت په انلاين ډول د نڅا زده کړه ورکوي!

ليکنه: مدثر دعوت د باليووډ مشهوره ښځينه اداکاري مادهوري ډيکسيت په انلاين ډول د نڅا لپاره د زده کړو زمينه برابره کړيده. په بهر هيوادونو کي هرڅوک تر خپل وسه د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي که څه هم لږ څه وي. مادهوري ديکسيت چي په باليووډ کي يې خپله ځواني د ښايستې او تکړه ادکاري په حيث تيره کړه اوس يې په انلاين ډول د نڅا ټولګی پرانيستی دی. د رقص يا نڅا دا … نور ولولئ
په زړه پورې

شاهرخ خان او پرينکا د روغتيا نړيوال سازمان سره د پيسو په ټولولو کي مرسته کوي!

ليکنه: مدثر دعوت د باليووډ باچا شاهرخ خان او پرينکا چوپړا د هندوستان په نمايندګۍ د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري جوړيدونکي پروګرام کي برخه اخلي. د روغتيا نړيوال سازمان غواړي د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو سره په ګډه د کرونا ويروس لپاره د پيسو راټولولو لپاره داسي پروګرام جوړ کړي چي د نړۍ مشهوري څيرې پکښې ګډون ولري. شاهرخ خان او پرينکا چوپړا چي ۹ کلونه وړاندي يې په ډان ۲ فلم کي … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزیر: کرونا ویروس به هیواد کي تر ډیسمبر میاشت پوري وي!

هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو له لوړېدو وروسته روغتیا وزارت ددغه ناروغۍ په وړاندي د لا زيات چمتوالي خبره کوي. د عامي روغتیا وزیر فېروزالدين فيروز د سې شنبې په ورځ کندهار کې خبريالانو ته وویل، چې د هېواد په کچه د کرونا ويروس د محوې لپاره هڅي همږغي او چټکي شوي او اټکل دا دی، چې دغه ناروغي به د روان ۲۰۲۰ کال تر ډیسمبر میاشت پوري په افغانستان کي وي. فیروز … نور ولولئ