افغانستان

د افغان دولت لپاره یو سر، سل اندېښنې: د لمړيتوبونو ننګونکی انتخاب

(کرونا، ولږه او غربت، داخلي سیاسې کرکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلی امنیت) لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یادونه: که څه هم دا لیکنه د عنوان مطابق اوږدې څېړنې او لیکنې ته اړتیا لري، خو دلته ډېر تمرکز یوازې له کرونا سره په مقابله او مسوولیت شوی دی. نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې کرونا اوس د هغه ناورین نوم دی چې د نړۍ یې د worldometer د 12.4.20 نېټې راپور پر اساس … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کي په کرونا ويروس اخته کسانو شمير ۹ ته ورسيدی.

خبريال: مدثر دعوت لښکرګاه کي نن د کرونا ويروس ۷ نوري مثبتي پيښي ثبت سوې. د هلمند ولايت مقام وايي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۷ مثبت پيښي ثبت سوي، ۳ پيښي د کرونا ويروس د پخواني ناروغ د کورنۍ سره تړاو لري او څلور نور کسان د لښکرګاه ښار په بيلابيلو ناحيو کي اوسيږي. په تازه پيښو کي څلور نارينه او ۳ ښځي دي. هلمند کي تر دې مهاله د کرونا ويروس ټولي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

وېره هم تر کرونا جدي وګڼئ!

لیکنه: محمدعارف لېوال وېره د زیانمنونکي ناسم تصور زیږنده وي چي ډېری وخت موږ په خپل ذهن کې ځای ورکوو، خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې وېره مرګ ته د رسېدو یو ګام دی؟ وېره په اصل کې هېڅ حقیقت نه لري، بلکې هغه بلا ده چې موږ په خپل ذهن کې د مُضرو افکار او خیالونو له ګیډې غورځولې او د وسواس په لاسونو مو اوږده لکۍ او پښې ورکړې دي. معمولاً … نور ولولئ
خوندیتوب

سوراو ګنګولي

لیکنه: بهار سمسور هندی کریکټ مشر ګنګولي سبا د هند غوره‌لیګ په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي له کورنا ویروس د دوه ځلې ځنډول شوي، هند غوره‌لیګ ای پي اېل په اړه به سبا وروستۍ پرېکړه واورول شي. دا د لومړي ځل لپاره ده، چې د هند غوره‌لیګ دوه ځلې ځنډول کېږي، خو لا يې هم روان کال د ترسره کېدو یا هم نه ترسره کېدو په اړه دقیق خبرونه نه دي خپاره شوي. په … نور ولولئ
پوهنه

اېم اېس دوني او راوی چندرا ایشوین انلاین کوچېنګ پیل کړی

لیکنه: بهار سمسور د هند پخوانی کریکټ لوبډلمشر اېم اېس دوني او غوره الرونډ یا ټول چار راوی چندرا ایشوين غواړي، د انټرنېټ له لارې ځوانو هندي کریکټرانو ته کریکټ زده‌کړه ورکړي. دوی دا ګام وروسته له هغې پورته کوي چې کرونا ویروس ټولې نړۍ کې ورزشي لوبې او د لوبو تمرینات په ټپه درولي دي. بیان زیاتوي: “دوني او ایشوین به د خپلو ایکاډومیو هغو شاګردانو ته چې په سلسلوار شکل يې روزانه د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له کرونا وایروس څخه د ځان‌ساتنې لپاره دا ۷ ټکي باید په پام کې ونیسو

ژباړه: نسیمه محمدي د کرونا وایروس له پیل تر اوسه بیا، د ژوند په ټولو اړخونو کې د وایروس د مخنیوي لپاره، وخت پر وخت د روغتیا نړېوال سازمان او روغتیاپالانو له لوري د ګڼو لارښوونو سپارښتنه او یادونه شوې ده. که چېرې دا لارښوونې تعقیب او په پام کې ونیسو، له ځان، کورنۍ او شاو خوا وګړو سره به مو د دې وایروس په مهارولو کې مهمه ونډه اخېستې وي. کارپوهان وايي: “د کرونا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د امريکا په يوې سمندري بېړۍ کې ۵۵۰ تنه په کرونا ويروس اخته دي

خبريال: مدثر دعوت د امريکا هغه مسافر وړوونکې بېړۍ چې اونۍ وړاندې پکې د کرونا ويروس پېښې مثبتې ثبت شوې وې اوس د لوی خطر سره مخ ده. د امريکا متحده ايالاتو سمندري ځواک ادارې خبر ورکړی چې په ياده کښتۍ کې ۱۰۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي. د امريکا سمندري ځواک رويټرز ته ويلي چې د بېړۍ ۹۲ سلنه کسانو ازموينه اخيستل شوې، چې د ۵۵۰ کسانو ازموينې مثبته پايله او د … نور ولولئ
خوندیتوب

روهیت شرما؛ هندي مینه‌وال دې لوبغاړي نه خپه کوي

لیکنه: بهار سمسور روهیت شرما وايي: “هندي مینه‌وال دې خپل لوبغاړي نه خپه کوي…” وروسته تر هغې چې د هند پخوانیو کریکټرانو هربجن سېنګ او یوراج سېنګ له پاکستاني ملت سره د کرونا سره د مبارزې پر هدف هندیان مرستې ته دعوت کړل او غږ يې پرې وکړ، چې له پاکستاني کروناځپلو سره دې همکاري وکړي، خو د هربجن او یوراج دې غوښتنې ته هندیانو د لبیک پر ځای توند ځوابونه ورکړل او دواړه يې … نور ولولئ
په زړه پورې

د انګلستان لومړی وزير بوريس جانسن د کرونا ويروس څخه روغ ووتی.

خبريال: مدثر دعوت بوريس جانسن چي اونۍ وړاندي د کرونا ويروس له کبله په روغتون کي بستر سوی وو نن بيرته رخصت سو. وروسته تر هغې چي د انګلستان د لومړي وزير حالت د انديښنې وړ وښودل سو،د ښه مراقبت په منظور د جنوبي لندن د توماس په نوم روغتون ته وليږدول سو. د لومړي وزير وياند ويلي: ” جانسن اوس روغ سويدی، ډاکترانو ورته ويلي چي په روغتون کي يې د پاته کيدو اړتيا … نور ولولئ
افغانستان

غزني او کرونا؛ تازه حال، ویروس ضد اقدامات او بدمرغه جګړه

لیکنه: بشر درویش غزني په تاریخي لحاظ د افغانستان له مهمو ولایتونو بلل کیږي، خو د افغانستان روانو ناخوالو کې دا ولایت هم بچ نه دی پاتې شوی. همدا تیرکال غزني د خورا سختو جګړو شاهد و، ان یو ځل یې خبره تر سقوط هم نیږدې شوې وه. اوس لکه ټوله نړۍ او د افغانستان د نورو ولایتونو سربیره غزني هم له کرونا پاتې نه شو، یو شمیر کسان یې نیولي، خو ورسره د کرونا … نور ولولئ