سپورټ

په نږدې راتلونکي کې د کرکټ ستونزمن حالت

نږدې راتلونکي کې د کرکټ ستونزمن حالت یاران سپورټس د کرونا ویروس له امله هر ډول لوبغالي تړلي دي، چې ور سره د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کرکټ لوبغالي هم تړلي دي. د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې او د یادې ادارې د خزانې مشر ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د کرونا ویروس له امله دوه اړخیزې لوبلړۍ ترسره نشي. د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې غوښتنه کړې، چې د … نور ولولئ
سپورټ

د ښځينه‌وو نړیوال غوراوي جام لوبې لغوه شوې

یاران سپورټس د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د ښځينه‌وو غوراوي جام سیالۍ به سږ کال نه ترسره کېږي او د ۲۰۲۱م نړیوال شل اوریز جام لپاره به د غوراوي سیالیو په خاطر له کرونا ویروس وروسته مهالوېش اعلان کړي. تمه وه، چې د جولای میاشت له درېیمې نېټې د همدې میاشت تر ۱۹ مې پورې په سریلانکا کې د غوراوي جام سیالۍ ترسره شي. خو دا لوبې وځنډېدې او د کرکټ نړیواله … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

نرسان؛ د وژونکو ناروغیو په وړاندې جګړه کې د لومړۍ کرښې ساتونکي

د مې د ۱۲ مې د نرسانو د نړیوالې ورځې په پار لیکنه: نسیمه محمدي هر کال د مې ۱۲مه د نرسانو د کار او زیار څخه د مننې او دوی ته د درنښت په موخه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. د نرسانو نړیواله شورا د ۱۳۰ ټولنو/ انجمنونو څخه جوړه او په نړۍ کې د ۲۰ میلیونه نرسانو استازیتوب کوي. په روان ۲۰۲۰م کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه چې لاهم په … نور ولولئ
سپورټ

کرونا؛ میسي له خپل هیواد آرجنټاین سره ۵ میلیونه یورو مرسته وکړه!

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړي لیونل میسي د خپل هیواد آرجنټاین سره ۵ لکه میلیونه یورو مرسته وکړه، تر څو هیواد یې له کرونا ویروس سره په مبارزه کي ولګوي. میسي دا پيسې د آرجنټاین هیواد په ۵ بیلابیلو ښارونو سانتافه، روزاریو، کایولاساس، سان مارتین او بوینوس آیرس کي ۶ روغتونونو ته ورکړي دي. هغه یادو روغتونونو ته سپارښتنه کړې، چي په دې پيسو خپلو روغتونونو ته هغه … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ بورډ د افغان ملي لوبډلي د روزونکو معاش ۲۵ سلنه راکموي!

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي کرونا ویروس په افغانستان کي د نورو بنسټونو ترڅنګ کرکیټ بورډ ته هم مالي زیان اړولی، چي په همدې موخه به په روانه مې میاشت کي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د روزونکو معاش ۲۵ سلنه راکم کړي. په دې کي د ملي لوبډلي د سر روزونکی لانس کلونز، د توپوهني روزونکی ایچ ډي اکرمن او توپوهني د برخي مرستیال روزونکی نوروز منګل شامل دي. لانس کلونز او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ویرات کولي به په خالي لوبغالو د لوبې جادوګر حالت له لاسه ورکړي

یاران سپورټس هندوستان او اسټرالیا په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې په اسټرالیا کې ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي. خو لا هم هندوستان د کرونا ویروس له امله قرنطیني حالت کې دی او کېدای شي، د هندۍ لوبډلې سفر یو څه وخت واخلي. ویرات کولي وایي د ننداره کوونکو پر وړاندې د بندو لوبغالو منځ کې لوبه کول، په لوبه او لوبغاړو دواړو پوره منفي اغېز لري. کولي … نور ولولئ
افغانستان

لومړۍ مېرمن: طالبانو د امريکايانو سره اوربند کړی خو مسلمانان وژني!

خبريال: مدثر دعوت د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني وايي طالبان پر امريکايانو او بهرنيانو حملې نکوي بلکې افغانان او مسلمانان وژني. بي بي ګل د امريکا ږغ سره په مرکه کې ويلي چې دا باور نلري چې وسلوال طالبان دې د سولې مذاکرات پيل کړي. رولا غني وايي: “” دا ټولو افغانانو ته ثابته سوه چې افغان حکومت سوله غواړي خو طالبان لاهم حملې کوي، لاهم خلک وژني او لاهم مسلمانان وژني، د … نور ولولئ
افغانستان

افغان بزګرانو ته له کرونا سره د مبارزې چلونه ښودل کیږي

راپور: بشر درویش د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوال او بزګرانو ته کرونا سره د مبارزې په هکله پوهاوی ورکوي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویرس څخه د مخنیوي او د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا د لارې چارې په … نور ولولئ
افغانستان

مجرمینو ته د ولسمشرغني ګواښ: کرونا مو نه شي خلاصولی، نه مو پریږدو !

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت ارزونه وکړه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې د ولسمشر غني په مشرۍ امنیتي غونډې، پرون له غرمې مخکې د زابل او کندهار ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه. په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي تر ۴ میلیونه ورسېدې

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ په مختلفو برخو کي لاهم د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ثبتیږي او نن په ټوله نړۍ کي د مثبتو پېښو شمېر تر ۴ میلیونه ډېر سو. د جاهن هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي، چي له یادي شمېرې څخه تر ۲ لکه ۸۰ زرو تنو ډېر مړه سوي او روغ سوي کسان بیا ۱،۴ میلیونو ته رسیږي. نړۍ تېره ورځ بیاهم تر ۸۸ زرو … نور ولولئ