افغانستان

د کندهار ولایتي شورا ریس: کندهار کې که چا د الکوزي د درملو مخنیوی وکړ په تیږو یې وولئ!

د کندهار د ولایتي شورا ریس سیدجان خاکرېزوال وايي، حکیم الکوزی دي کندهار کي خپل درمل پلورنځی خلاص کړي. ښاغلي خاکرېزوال خلګو ته سپارښتنه وکړه، که له مرکز کابل او یا هم دننه په کندهار کي چا د یاد درمل پلورنځی د بندېدو هڅه وکړه په تیږو یا ډبرو یې وولئ. هغه تر غرمې مخکي د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکټر محمد اشرف نادري په مخکي دا خبري خلګو ته وکړې. سیدجان خاکریزوال وروسته … نور ولولئ
افغانستان

کابل او کندهار کي د الکوزي په ملاتړ پراخ لاریونونه روان دي!

پر ټولنیزو رسنیو داسي انځورونه خپاره شوي، چي په مرکز کابل او کندهار کي زرګونه کسانو د حکیم الکوزي په ملاتړ لاریونونه کړي او لا هم دوام لري. دوی له دولته غواړي، چه کابل او کندهار کي دي د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوو درملو ته اجازه ورکړي. په دې دوو ولایتونو کي وروسته له هغه د زرګونه کسانو له لوري لاریونه دوام لري، چي د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پرون کابل … نور ولولئ
خوندیتوب

د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ چاپېریالي زیانونه

ژباړه: نسیمه محمدي د دستکشو او ماسکونو د کارولو له امله د پلاستیکي ککړتیا زیاتېدل. په مدیترانه سمندرګي کې د لرې غورځول شویو شخصي محافظتي وسایلو پیدا کېدو، پر چاپېریال د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ بدو پایلو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. پر انټرنیټ یوې خپرې شوې ویډیو کې، څو جوړې پلاستیکي دستکشې، د جراحۍ او د مخ نور ماسکونه، د فرانسې د کن سواحلو ته نږدې د سمندر په تل کې لیدل کېږي. چاپېریالي … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي په هیواد کي ۱۵ زره ته رسیږي او نړۍ کي له ۶ میلیونو واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۱۴۵۲۵ دي او د ورځني شمېر سره سم به نن هم تر۵۰۰ ډېرو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سي. همداراز له ویروسه ۱۳۰۳ تنه روغ سوي او ۲۴۹ کسه بیا ځني مړه سوي دي. تېره ورځ په ټول هیواد کي تر ټول وخت ډېري ۸۶۶ مثبتي پېښي ثبت سوي وې. بلخوا د عامي روغتیا وزارت ویلي چي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

چین: کرونا ویروس له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی

ژباړه: محمدصابر حمیدي د چین هېواد ډاکټران وايي، چې کرونا ویروس د چین هېواد له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی. د ډيلي مېل په حواله په چین هېواد کې له کرونا سره د مبارزې ډاکټران وايي، چې د کویډ ۱۹ ناروغي یا د کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی. یاد ډاکټران وايي، دوی د هغو ټولو حیواناتو د غوښو نمونې، چې په ووهان ښار کې پلورل کېدلې، … نور ولولئ
افغانستان

الکوزی: روغتیا وزارت ته چلینج ورکوم چي زما په درملو کي جانبي عوارض نشي پيداکولای.

حکیم الکوزی ادعا کوي، چي د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي او هیڅ جانبي عوارض نلري. ښاغلي الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، روغتیا وزرات ته یې چلینج ورکړی، چي په درملو کي دي یې جانبي عوارض پیداکړي. هغه وايي، چي درمل یې هیڅ زیان نلري او د کرونا ویروس درملنه ورباندي ډېر ژر او په سم ډول کیږي. الکوزي زیاته کړه: «ما خپله دوا عامي روغتیا وزارت ته ورکړې، چي په خپلو … نور ولولئ
افغانستان

کابل کي د حکیم الکوزي کلینیک وتړل شو!

د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر نن شنبه په کابل کي د حکیم الکوزي د هغه کلینیک څخه لیدنه وکړه، پکښي حکیم الکوزي د کرونا ضد درمل خلګو ته ورکول. د عامي روغتیا وزرات د شکایاتو دفتر په یوې خبرپاڼي سره ویلي، چي وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړشوي درمل ازمايي، خو تر هغو پوري به د هغه لخوا پرانیستل شوی کلینیک تړلی وي. ددې دفتر یو پلاوي د حکیم الکوزي السبحان کلینیک … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه هېواد چې په تېره اونۍ کې د کرونا یوه مثبته پېښه پکې ثبت شوه

خبريال: مدثر دعوت په نيوزلينډ کې په تېره يوه اونۍ کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې. د نيوزلينډ د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د کرونا ويروس وروستۍ مثبته پېښه په اکلنډ کې ثبت شوې، چې ناروغ کس ۵۰ کلن دی. په تېرو ۷ پرله‌پسې ورځو کې د کرونا ويروس بله هېڅ مثبت پيښه نه ده ثبت شوې، د دې وبا له پيل څخه تر اوسه په نيوزلينډ کې ۱۱۵۴ کسان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مینه؛ دې ښکلي نرسي روغتون کي په کرونا د اخته کس سره کوژده وکړه+انځورونه

پر ټولنیزو رسنیو د یوې داسي ښکلي مصرۍ نرسي انځورونه لیدل کیږي، چي په کرونا د اخته ناروغ سره یې تر روغېدو وروسته په روغتون کي کوژده کړې. راپورنه وايي، چي په مصر هیواد کي د محمد فهمي په نوم یو ډاکټر کرونا ویروس نیولی وو، چي وروسته روغتون کي بستر شو. له هغه وروسته د یاد ډاکټر د ساتني لپاره یوه ښکلې مصرۍ نرسه ګمارل شوې وه، چي په همدې موده کي د دواړو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ د محرقې په نوم ځان غولول او زیان یې؛ خو څه باید وشي؟

تقریباً دوه میاشتې وړاندې د روغتیا وزیر ویلي ول، که چیرته روغتیایي تدابیر په سمه توګه عملي نه او بې غوري وشي، نو کورونا وایروس به خپله لمنه په ټول افغانستان کې په ډېره چټکۍ وغوړوې، چې د محاسبې له مخې به نږدې شپاړس میلیونه افغانان په کورونا اخته او د څو لکو د مړینې احتمال شته. که څه هم د روغتیا وزرات، په کورونا وایروس تر اوسه د اخته وګړو شمېر۱۳۶۵۹ ښودلی، خو په … نور ولولئ