افغانستان

حکیم الکوزی: ۱۰ ورځې کېږي چې روغتیا وزارت مې لا درمل نه دي ازمایلي

لیکنه: محمدصابر حمیدي حکيم الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ۱۰ ورځې کېږي چې روغتیا وزارت ته یې درمل سپارلي، خو لا تر اوسه یې پایله نه ده معلومه. ښاغلي الکوزي له عامې روغتیا وزارته وغوښتل، چې د درملو پایله یې ژر تر ژره معلومه کړي، چې د خلکو اندېښنې کمې شي. هغه وویل: “زه له عامې روغتیا وزارت سره په اصولي ډول کردار کوم. که زما درمل تایید او یا هم ناتایید … نور ولولئ
سینما او موسیقي

هغه هنرمندان چې تر دې دمه د کرونا ښکار شوي

ژباړه: نسیمه محمدي کوويډ- ۱۹ او کرونا وایروس اوس د زیاتو تکراري نومونو څخه دي. له ختیځه تر لوېدیځه یې د ټولې نړۍ خلک نیولي او د دولتونو په لویې ستونزې بدله شوې ده. تر اوسه د نړۍ په کچه له دې ناروغۍ  (۳۷۵۹۹۴) کسان مړه شي دي. د کوویډ- ۱۹ ناروغانو په ډله کې ځینو هنرمندانو لکه ټام هنکس او ریتا ویلسون دا چانس درلود، چې پر کرونا وایروس بریالي شي، خو داسې کسان … نور ولولئ
په زړه پورې

داسې بوټان جوړ شول چې نور به له مجبورۍ هم واټن مراعتوئ

د کورونا وایروس مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوالې ادارې د واټن مراعتولو لارښوونه کړې ده. د نړیوالي اداري د لارښوونې سربېره بیا هم خلک خپل منځي لېروالی جدي نه نیسي. پدې موده کې کمپنیو هم داسې بیلابیل وسایل بازار ته عرضه کړل، چې د کورونا وایروس مخنیوې په واټن نیولو کې عملا استعمالېږي. اوس یو تن رومانایي موچي داسې بوټان جوړ کړي، چې په پښو کولو سره یو له بله ټولنېز واټن په آسانۍ مراعتولی … نور ولولئ
افغانستان

د افغان کابینې غونډه؛ د قرنطین طرحه رد او پر دغو نویو اقداماتو خبرې وشوې

راپور: بشر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه. ارګ وايي، په دې غونډه کې، لومړی جمهوررئیس غني د کابینې د هغو غړو د کړنو قدرداني وکړه چې د کابینې د غړو په توګه یې دندې پایته رسېدلي او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. په دې ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال ته دنده … نور ولولئ
افغانستان

د اُلمپيک نړیوالي کمېټې په افغانستان کي د ورزش پیلېدو غوښتنه وکړه!

د اُلمپيک نړیوالي کمېټې د افغانستان اُلمپیک ملي کمېټې څخه غوښتي، چي د افغان دولت سره یوه داسي کړنلاره پیداکړي، چي ډېر ژر په افغانستان کي یو ځلي بیا ورزش پيل شي. د یادي کمېټې مشر توماس باخ په یوه رسمي اعلامیه افغان اُلمپيک کمېټې ته راستولې او ورڅخه غوښتنه شوې، چي ډېر ژر په افغانستان کي ورزش یو ځلي بیا پيل کړي. په یادي اعلامیې کي راغلي، چي افغان المپيک کمېټه دي د افغان … نور ولولئ
افغانستان

د افغان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا له امله مړ شو!

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پخوانی تکړه ګول ساتونکی صادق ابراهیمي په کرونا ویروس اخته وو، چي بلاخره همدې ویروس ورڅخه ژوند واخیست. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا ویروس څخه مړ شو. د افغانستان فوټبال فدراسیون د هغه پر مړینه خواشینۍ څرګنده کړې. صادق ابراهیمي له ۲۰۰۲ څخه بیا تر … نور ولولئ
اقتصاد

جاپان سیلانیانو ته پر ګرځېدو پیسې ورکوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي جاپان د ډېرو سیلانیانو جذبولو او پیدا کولو په موخه غواړي مسافرینو ته د ورځې ۱۸۵ ډالره ورکړي. د میګ نیوز د راپور پر بنسټ جاپاني چارواکو پرېکړه کړې، چې هره ورځ په دې هېواد کې ګرځېدونکو سیلانیانو ته ۱۸۵ ډالره ورکړي. له دې کار څخه یې موخه دا ده، چې له کرونا ویروس وروسته یو ځلې بیا جاپان د سیلانیانو په صنعت کې وده او پرمختګ وکړي. د راپورونو له مخې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کرونا له امله به ۵۴ میلیونه امریکایان له لوږې سره مخ شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نورو هېوادونو ترڅنګ امریکا هم کرونا ویروس سخته ځپلې او یوې څېړنې ښودلې، چې د دې ویروس له امله به ۵۴ میلیونه امریکایان له لوږې سره مخ شي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې کرونا ویروس په امریکا کې زیات شمېر کارونه په ټپه درولي، چې په همدې موخه زیاتره کاروکونکي بېکاره شوي دي. ګارډین ورځپاڼي لیکلي، چې په امریکا کې د فیدینګ په نامه یوه څېړنیز مرکز په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کوويډ ١٩ اغېزې او په ژوند کې د قرنطين شرايط

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د کوویډ ۱۹ اغېزې اوس د هغو مواردو له جملې څخه دي چې هېڅوک ترې په امن کې نه دي او دا چې ډېری خلک د قرنطین شرایطو کې د ژوند کولو لپاره ځانګړی پلان نه لري. دې حالت د ډېریو په ژوند کې ویجاړونکې اغېزې کړې دي. په دې مقاله کې به وګورو چې څنګه د کوویډ ۱۹ ویروس اغېزې او د نامنظم قرنطین وضعیت (د ځانګړی پلان نشتون او د … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار: WHO له روغتيا رياست سره مرسته وکړه

نړیوال سازمان(WHO) ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د کرونا د مخینوي په موخه د وسایلو مرسته وکړه. ياد رياست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ایمل الکوزي، د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نصیر احمد دراني ته د دغه وسایلو د سپارلو پر مهال وویل: «د کرونا مخینوي په موخه یې د کرونا لابراتوار، RRT ټیمونو او کرونا درملنې مرکز د پرسونل ساتنې په موخه … نور ولولئ