پوهنه

قرنطین پر زده‌کوونکو منفي اغېز کړی

ليکنه: شپنه سلګۍ د پوهنې وزارت د پرېکړې پر اساس د ښوونيزو مرکرکزونو رخصتي د دریو مياشتو لپاره نوره هم وغځېده، څومره چې ما ته ثابتېږي د ښوونځيو اوږدمهاله رخصتۍ د ښارونو په پرتله د ولسواليو او کليو زده‌کوونکي له يو لړ ستونزو سره مخ کړي، چې په دې ليکنه کې د موضوع اړوند له څو تنه زده‌کوونکو سره غږېدلې يم. د شفا په نامه د اتم ټولګي يوه زده‌کوونکي وايي: “ښوونځي ته چې به … نور ولولئ
خوندیتوب

په کرونا ويروس د ګنجيانو د اخته کېدو خطر تر نورو زيات دی

ژباړه او زياتونه: مدثر دعوت نوې څېړنې ادعا کوي چې ګنجيان تر نورو ډېر د کرونا ويروس د اخته کېدو له خطر سره مخ دي. د امريکا د براونِ پوهنتون څېړونکې کارلوس وامبير تلي ګراف ورځپانې ته ويلي: “بې وېښتيانو ساحه د نه اټکل شوي شدت وړاندوينه کوي…“ خو د طبابت د برخې د متخصصانو بله ډله بيا د احتياط غوښتنه کوې او وايي د دې ادعا د ثابتولو لپاره نورو څېړنو او ثبوتونو ته … نور ولولئ
خوندیتوب

ورځ تر بله د کورونا نښو نښانو تشخيص

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ مخکې له دې چې تاسو دوام ورکړئ دا په یاد ولرئ چې دا یوازې د دننه ځان ارزونې لپاره عمومي بیاکتنه ده او امکان لري له یو انسانه بل ته توپیر ولري. که ښه احساس نه لرئ، نو باید زر د یو متخصص ډاکټر یا مشاور ته ورشئ، چې دقیق تشخیص او د کورونا لپاره ستاسو سمه درملنه وکړي. عامې ورځنۍ نښې نښانې په ۱۳۸ ناروغانو کې د ووهان پوهنتون د زونګنان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس بل، خو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شو

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ورځنۍ پېښي په دې وروستۍ اونۍ کي له یو لک اوښتي او هره ورځ تر ۱۲۰ زرو ډېري پېښي ثبتیږي. تېره ورځ ناوخته په ټوله نړۍ کي تر بله هر وخت د ویروس تر ټولو لوړ شمېر ثبت سو، چي تر ۱۳۰ زرو ډېري مثبتي پېښي وې. تردې وړاندي تر ۱۲۶ زرو او ۱۲۷ پوري په یوه ورځ مثبتي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا؛ په هېواد کي د ویروس له خپرېدلو سره د حکومت نوې پرېکړې

خبریال: فضل الله فضلي تېره ورځ په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ۹۱۵ مثبتي پېښي ثبت سوې او د نن نوي مثبتي پېښي ۵۸۲ دي. د تېرې ورځي مثبتي پېښي په هیواد کي د ویروس تر ټول وخت لوړ ثبت دئ. د نن ۵۸۲ مثبتو پېښو د ثبت ترڅنګ ۶۸ تنه روغ سوي او ۱۸ تنه بیا له ویروسه مړه سوي دي. له دې سره په هیواد کي د کرونا … نور ولولئ
افغانستان

حکومت: د ښوونځیو پرانیستلو اجازه نشته، که سرغړونه وشوه، جدي قانوني برخورد کوو

راپور: بشر درویش د ننګرهار د پوهنې ریاست یوه خپره کړې خبرتيا کې ویلي چې هېڅ ډول ښوونځیو پرانیستلو ته اجازه نشته. یاد ریاست ویلي: «تر هغې چې په لوړه دولتي کچه د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه پریکړه نه وي شوي، هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر ښوونیز مراکز پرانیزي. د سرغړونې په صورت کې به جدي قانوني برخورد ترسره کیږي.» د ننګرهار پوهنې ریاست ویلي؛ د کرونا وایروس خپریدا مخنیوي … نور ولولئ
اقتصاد

د کرنتین پر مهال له انسټاګرامه تر ټولو ډېرې پيسې ترلاسه کوونکي ورزشکاران

لیکنه: محمدصابر حمیدي  د پرتګال هېواد د فوټبال ملي لوبډلې او یوونټوس کلب تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د کرنتین دې شپو او ورځو کي هغه ورزشکار دی، چې تر نورو ټولو یې زیاتره پيسې له انسټاګرامه ترلاسه کړي. د انګلستان هېواد د ډیل یمیل نشراتي ټیم په حواله د کرنیتن په مهال رونالډو د نورو ورزشکارانو په پرته له انسټاګرامه تر ټولو ډیرې پيسې ترلاسه کړي او پر انسټاګرام تر ټولو ډېر رونالډو څارل شوی. … نور ولولئ
خوندیتوب

له کرونا څخه د اروپا تر ټولو امن ترینه هیوادونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي دا چې کرونا ویروس اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی، د آسیايي هېوادونو ترڅنګ یې اروپايي هېوادونه هم سخت ځپلي. خو د  European Best Destinations په نامه یوې خبري رسنۍ د هغو اروپايي هېوادونو فهرست خپور کړی، چې د مسافرۍ پر مهال د کرونا ویروس څخه تر ټولو امن هېوادونه دي. یادې رسنۍ ګرجستان په لومړي ځای، یونان په دویم او کرواسې بیا په درېیم ځای کي راوستلې ده. دا خبري … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د فوټبال له نړیوال روزونکي سره د عامې روغتیا د نوي وزیر جالب ورته‌‌والی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د عامې روغتیا نوی وزیر احمد جواد عثماني څېره کټ مټ د فوټبال د ایټالوي کلب یوونټوس روزونکي مائوریتسیو ساري ته شوې. پر ټولنیزو رسنیو د احمد جواد عثماني او مائوریتسو ساري انځورونه یو ځای په زیات شمېر سره خپاره شوي او د ټولو پام یې ځان ته راړولی. دوی د ټوکې په ډول ویلي، چې د یوونټوس کلب روزونکی مائوریتسو ساري د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزیر وټاکل … نور ولولئ
پوهنه

د حکيم درې څاڅکي، زهر که شفاء؟

له کومي ورځ چي مي د حکیم الکوزي په وړاندي سور کارټ پورته کړی، ډیرو همدا یوه پوښتنه کول، چي د حکیم درمل سلګونو – نه زرګونو کسانو ته کټه کړې نتیجه یې معلومه ده ته یې ولي مخالفت کوې؟ دلته به کوشش وکړم، چي دې پوښتني ته د ځواب ویلو هڅه وکړم. زه پوهیږم، چي افغانان غریبان دي، بې چاره دي، د ښه دولت له نعمته بې برخي دي، کرنتین لا پسي و ځپل … نور ولولئ