سپورټ

جالبه؛ پرون یې د کورونا پایله مثبته، خو نن بیا منفي شوه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حافظ وروسته له هغه نن چهارشنبه خپل د کورونا ټیسټ وکړ، چې پرون یې پاکستاني بورډ په کورونا د اخته کېدلو خبر خپور کړ. د پاکستان کرکټ بورډ پرون خبر ورکړ، چې پاکستانۍ لوبډلې د کورونا ټیسټ ورکړ، چې د محمدحافظ په ګډون د دې لوبډلې د ۱۰ تنه لوبغاړو پایله مثتبه وخته. یاد لس لوبغاړي شاداب خان، حارث روف، حیدرعلي، محمد حافظ، فخر زمان، عمران خان، … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان ته بد خبر؛ ددې هیواد ۱۰ کرکیټران په کورونا اخته شوي!

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې. د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي. پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي. په همدې موخه لومړی … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې مثبتې پېښې تر ۹ مېلیونو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۹،۱ مېلیونو واوښتې او ترڅنګ یې د روغ سوو کسانو شمېر ۵ مېلیونو ته رسیږي. ددې ترڅنګ له ۴۷۲ زرو تنو ډېر په ویروس اخته مړه سوي دي. په نړۍ کي د کرونا وبا مرکز امریکا او برازیل بلل کیږي. امریکا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲،۳ مېلیونو اوښتي او په دې شمېر کي نږدې ۱۲۳ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کورونا؛ ۴۶ میلیونه امریکایان بېکاره شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د ټرمپ سرسخت سیال برني سندرز وایي چې د کورونا له امله امریکايي کورنیو ۶،۵ ټریلیونه ډالره له لاسه ورکړي، چې اوس ۴۶ میلیونه امریکایان بېکاره شوي. برني سندرز پر خپل ټویټر امریکا کې د خلګو خراب وضیعت ته اشاره کړې ده. سندرز په یاد ټیویټ کې ویلې: “بډایه خلک لا هم بوخت دي، چې خپله پانګه زیاته کړي اما کارګران … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هیواد کي نوي پېښي کمي سوي، ټولي ۳۰ زره ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي له تېرو ۴ ورځو راهسي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ نوي مثبتي ورځنۍ پېښي کمي سوي او شمېرې یې تر ۵۰۰ راکښته سوي دي. دا خبر د عامي روغتیا وزارت هم تائیدوي. په تېر ۲۴ ساعتونو کي ۳۲۴ مثبتي پېښي د هیواد په ۱۰ ولایتونو کي ثبتي سوي، چي کابل کي ۹۲ او هرات کي بیا ۹۸ تر ټولو ډېري پېښي دي. ددې ترڅنګ ۲۰ … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې درې لوبغاړي په کورونا اخته شوي!

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او بیا درې ټیسټ لوبې ترسره کړې. د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي. پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي. پرون دوشنبه د پاکستان … نور ولولئ
سپورټ

کورونا؛ د نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبې لغوه شوې!

ټاکل شوې وه، نیوزیلینډ او بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې یو د بل په وړاندې د بنګله دېش هیواد په کوربتوب دوې ټیسټ لوبې ترسره کړي وای، خو د کورونا ویروس اله امله نن سې شنبه لغوه اعلان شوې. د بنګله دېش کرکټ بورډ په دې تړاو ویلې، چې په دې حساسو شرایطو کې د یوې لوبډلې کوربتوب کول خورا سخت کار دی. د یاد بورډ په خبره، چې تر خبرو اترو وروسته دواړه هیوادونه … نور ولولئ
افغانستان

افغان کابینې پریکړه: ولایتونو ته د کرونا ضد پر لیږل شویو پيسو بیا کتنه کیږي

راپور: بشر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام سخت وغانده او هغه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او همداراز یې د هیواد … نور ولولئ
سپورټ

سویلي افریقا کې د کرکټ ۱۲ اوریزه لوبې وځنډول شوې!

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د درو لوبډلو ترمنځ په سویلي افریقا کې د کرکټ نوي فارمټ سیالۍ پلان کړې وې، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدلې. د رواني جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د سویلي افریقا کرکټ بورډ له لوري د دریو ځايي لوبډلو ترمنځ  د کرکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ پیلیدې، خو د کورونايې ګواښونو له امله نامعلومې نېټې ته وځنډول شوې. د سویلي افریقا کرکټ بورډ په یوې خپره کړې اعلامیه کې … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په کورونا اخته شوی!

د بنګله دېش هیواد د کرکټ ملې لوبدلې پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په وژونکې ناروغۍ(کورونا ویروس) اخته شوی. د راپورونو له مخې هغه د تیري پنجشبنې راهیسې سخته تبه درلوده، چې له هغه وروسته یې ځان ټیسټ کړ او پایله یې مثبته وختله. مشرفي مرتضی د ۲۰۰۰م کال څخه د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره بیلابیلې سیالۍ ترسر کړې او د کپتانۍ په ټوله موده کې د بنګله دېش لپاره تر ټولو بریالی … نور ولولئ