ټولنیز ژوند

د جنسي تېري په جرم تر ۳۰ کلن بند وروسته کورونا وواژه

خبريال: مدثر دعوت يو جنسي تېری کوونکی چې د مرګ په سزا محکوم شوی و، تر ۳۰ کاله زندان تېرولو وروسته د کورونا وایروس له امله مړ شو. امريکايي ريچارډ سټيليټ د سان کوينټن په زندان کې وروسته له هغې ومړ چې د دولت لخوا يې د مرګ انتظار کاوه. د کلفورنيا ايالت د اصلاحاتو او بيارغونې رياست په وينا، د ريچارډ مړينه د کورونا وایروس له امله رامنځته شوې، ځکه د دې ايالت درېيمه … نور ولولئ
سپورټ

په انګلستان کې ولې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته؟

خبريال: مدثر دعوت په انګلستان کې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته. انګلستان به د جولای په اتمه نېټه د کورونا وايروس تر بنديزونو وروسته يو ځل بيا د نړيوال کرکټ کوربه وي، خو لا هم په دې هېواد کې بېله رسمي کرکټه نور تفريحي کرکټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د انګلستان لومړي وزير په يوې مرکې کې د کورني کرکټ د نه پيلېدلو په اړه تشريح ورکړې او د تفريحي کرکټ … نور ولولئ
افغانستان

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

راپور: بشر درویش د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د … نور ولولئ
په زړه پورې

د فیسبوک مشر: خیر دی ماسک واغوندئ، کرونا بیا چټکه خپریږي

راپور: بشر درویش د فیسبوک کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ له خلکو غوښتي چې ماسک واغوندي او ځان وژغوري. نوموړي له خلکو هیله کړې چې په دې کار سره به له خپل هیواد سره ښه وکړي. مارک زوکربرګ له خپلې میرمنې سره جوړه عکس داسې مهال ایستلی چې ښکاري دواړو ماسکونه اچولي دي. ښاغلي زوکربرګ لیکلي: «د مهربانۍ له مخې ماسک واغوندئ. کویډ۱۹ بیا چټک خپریږي، او ماسک له خلکو سره مرسته کولی شي چې روغ … نور ولولئ
پوهنه

کرونا وایروس او د زده‌کونکو ستونزې

لیکنه: عایشه حیدري د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز په ډېسمبر کې د کرونا وایروس یا کووېډ ۱۹ لومړنۍ پېښې د چین په وهان ښار کې ولیدل شوې، او تر هغه وروسته دغه وبا په چټکۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته خپره شوه چې تر دې مهاله په دغه وایروس تر لس میلیونو ډېر انسانان اخته شوي او تر ۵ لکه تنو زیات انسانان یې وژلي او د نړۍ اقتصادي، روغتیايي او … نور ولولئ
افغانستان

د وحید عمر په مشرۍ بیا کروناضد عامه پوهاوی پیلیږي؛ پخوانی حساب او څه اړتیا؟

لیکنه: بشر درویش د افغانستان حکومت تازه ویلي چې یو ځل بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه عامه پوهاوی پيلیږي. دا خبره د افغانستان د کابینې په غونډه کې شوې ده. یاد ناسته کې که څه هم د وحید عمر نوم نه دی اخیستل شوی، خو دا چې پخوا یې دا اداره او پروسه رهبري کوله، نو اوس به هم حتماً همدا مسوولیت لري. ارګ ویلي دا غونډه پرون دوشنبه جوړه شوې … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا وبا مثبتي پېښي له ۱۰ مېلیونو او روغ سوي له ۵ مېلیونو اوښتي

خبریال: فضل الله فضلي تېره ورځ په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۱۶۳ زرو پوري ثبت سوي وې. لدې سره د نړۍ په ۱۸۸ سیمو او هیوادونو کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱۰ مېلیونو واوښتی او پدې شمېر کي بیا د روغ سوو کسانو شمېر تر ۵ مېلیونو ډېر سوئ دئ. همداراز بیا له دې ویروسه د مړینو شمېر تر ۵ لکو … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي له ویروسه، نن او پرون ۳۳۳۴ تنه روغ اعلان سوي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو له مخي تېره ورځ او نن له کرونا ویروسه ۳۳۳۴ تنه روغ سوي او ترڅنګ يې ۳۰ تنه مړه سوي هم دي. تېره ورځ د کرونا وبا مثبتي پېښي ۳۵۱ وې او نن بیا په ۱۶ ولایتونو کي د ۲۷۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سوئ دئ. پدې پېښو کي تر ټولو ډېري يې په پلازمېنه کابل کي ۱۳۰ دي. په ټول هیواد … نور ولولئ
خوندیتوب

د انسان پر مغز او سږو د کورونا وایروس منفي اغېزې

ژباړه: نسیمه محمدي مشهور چاپېریال پېژندونکي د انسان پر مغز او سږو د کورونا وایروس/ کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اغېزې کشف کړې. آنچا بارانوا، د متحده ایالاتو د جورج میسون پوهنتون د چاپېریال پېژندنې د څانګې استاد، وویل، چې روغتیاپالانو د کورونا وایروس، په شدیدو  ناروغانو کې چې د جراحۍ چاره ترسره کړې، د مغز او د سږو د حجم د کمېدلو خبر ورکړی. بارانوا وویل: “په ځینو کسانو کې، چې له کورونا رغېدلي، په ځینو … نور ولولئ
خوندیتوب

د کورونا وایروس دوه مهمې نښې تشخیص شوې

ژباړه: نسیمه محمدي په روسیه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، د کورونا وایروس د دوو دقیقو نښې یادونه وکړه. د ملټیا وژنوویچ په وینا، په روسیه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، وویل چې شدید او پېچلی تنفس، وچ توخی او لوړه تبه د کورونا وایروس اصلي نښې دي، پاتې نور علایم هم ممکن د نورو انتاناتو له امله اوسي. نوموړي د دوو نویو نښو څخه پردې پورته او وویل: “دوې نښې، تبه او … نور ولولئ