سینما او موسیقي

اميتاب بچن له روغتونه د خپلو مينوالو مننه کړې

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما په پلار مشهور لوبغاړي اميتاب بچن د خپلو مينوالو څخه مننه کړې. د رواني جولای مياشتي په يوولسمه نېټه اميتاب بچن او زوی يې ابيشېک بچن د کرونا وېروس له کبله په روغتون کې بستر سوه. روغتون ته تر تګ وروسته مشهوره فلمي ستورې او د هند د ښکلا پخوانۍ ملکه ايشواريا رای بچن چې د ابيشک مېرمن ده د خپلي لور سره يوځای د کرونا وېروس له امله … نور ولولئ
خوندیتوب

د هند پوليس د واټن مراعتلو لپاره د شاهرخ خان سټايل کاروي

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د اسام ايالت پوليسو له خلکو غوښتي چې د شاهرخ خان د سټايل په اندازه له يو بل څخه لېري و اوسېږئ. د باليووډ باچا شاهرخ خان چې ځانته يو ځانګړی پوز لري په نړيواله کچه خورا مشهور دی او هر څوک يې خوښوي. کله چې غېږ خلاصه ونيول سي نو په رومانټيکه نړۍ کې يوازي د ميني د باچا څېره ذهنونو ته ځي. د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره … نور ولولئ
خوندیتوب

قرنطین؛ د عقلي زوال ناروغان ستړیا احساسوي

ژباړه: نسیمه محمدي نوې څېړنې ښيي چې د عقلي زوال ناروغانو یو پر درېیمه برخه خلک د کورونا وایروس او کوربندۍ د اغېزو له امله د ستړیا احساس کوي. په برېټانیا کې د کوربندۍ د قوانینو په نرمولو او د کار او بار په پیلولو سره ممکن، د ټولنې ځينې وګړي د تېرو میاشتو په نسبت به، محدود احساس ولري. که څه هم په عقلي زوال اخته ډېری ناروغان، لا هم په آسانۍ سره بهر … نور ولولئ
په زړه پورې

اکسفورډ پوهنتون د کورونا وایروس واکسین جوړ کړل

د انګلستان “اکسفورډ” پوهنتون په پوره ډاډ سره ادعا کړي ده، چې یې د کورونا وایرس واکسین په بریالۍ توګه جوړ کړي دي. د لوديځو رسنيو د راپورونو له مخې د واکسین ازمایښتي پایلي چې په رضاکارانو باندې ترسره شوي، ظاهراً هېله بخښوونکي او د خوشالۍ وړ دي. د ازمایښتونو په پایله کې اکسفورډ ټیم ته څرګنده شوې، چې د دوی لخوا جوړ شوي واکسین د وجود پروتکشن یا د وجود مقاومت د کرونا وایرس … نور ولولئ
افغانستان

د نورستان د عامې روغتيا او پوهنې رياستونو سره روغتیايي مرستې وشوې

راپور: بشر درویش د یونسیف له لوري نورستان ولایت د عامي روغتیا او پوهنې برخو سره د یو شمیر روغتیایي وسایلو مرسته وشوه د نورستان مرستیال والي محمدهاشم فیضي دغه مرستي اړني وبللې او د يونیسف له مرستو یي مننه وکړه. هغه په نورو مرسته کوونکو هم غږ وکړ چې دغې ولایت ته خپل پام ورواړوي. د نورستان ولایت د عامي روغتیا ریس ذکي الله ستوري وايي، په دغو مرسته شویو توکو کې ۸۹ زره … نور ولولئ
افغانستان

د انلاین تدریس په اړه دننګرهارپوهنې ریاست ویاندسره مرکه؛ هغه څه چې د مرکې په پاي کې روښانه شول

مرکه کوونکې: مهر تاج – د یاران خبریاله مرکه کیدونکی: د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعاتو مسوول محمد اصف شینواری په هېواد کې د کورونا وایروس له امله د زده کوونکو رخصتي، له درسونو وروسته پاتې کېدل، دا چې زده کوونکي به خپل نيمه کلني درسونه څرنګه جبرانوي او د پوهنې وزارت څه کړي یا کوي؟ په دې هکله مې د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعات مسوول سره مرکه … نور ولولئ
ژوند بڼه

تر مارچ وروسته په لومړي ځل بلجيم د کرونا وېروس مړينه ثبت نکړه

خبريال: مدثر دعوت بلجيم کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس له کبله هيڅوک ندی مړ سوی. د مارچ مياشتي را وروسته دا لومړی ځل دی چې بلجيم هيواد د کرونا وېروس له کبله د مړيني راپور ندی ورکړی، پداسي حال کې چې ياد هيواد د کرونا وېروس په پيل کې د مړيني په کچه کې د نړۍ تر بل هر هيواد مخکې وو. د مارچ او اپريل په مياشتو کې اکثريت اروپايي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سعودي عربستان: د حج مراسمو ته د نارسمي داخلېدونکو لپاره لس زره ریاله جریمه اعلان کړه

ژباړه: نسیمه محمدي د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د حج د مراسمو په دوران کې مکې مکرمې ته له جواز پرته داخلېدونکو وګړو ته، في کس، لس زره ریاله جریمه اعلان کړه. د العربیه د راپور پر اساس، د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ، په یوه بیان کې وویل چې جریمه به د جولای د ۱۹- بیا د اګست تر دویمې پورې نافذه وي. سره له دې که بیا هم کوم … نور ولولئ
روغه سټه

ايرلينډ کې د کرونا وېروس د مړيني کچه صفر ده

خبريال: مدثر دعوت ايرلينډ کې په تېره اونۍ کې د کرونا ويروس له کبله هيڅ څوک ندي مړه سوي. د کرونا ساري وېروس چې ټوله نړۍ يې وځپله اوس داسي ښکاري چي شدت يې کم سوی دی. انګلستان او ويسټ انډيز د ټيسټ لوبي پيل کړې چې لومړنۍ يې ويسټ انډيز وګټله، د فوټبال په نړۍ کې هم لوبي پيل سوي او داسي ښکاري چې ورزش هم عادي حالت ته روان دی. په اکثرو هيوادونو … نور ولولئ
افغانستان

راپورونه: د پارلمان تقریباً ۷۰ سلنه غړي په کورونا اخته شوي!

د راپورنو له مخې د افغانستان د پارلمان شاوخوا ۷۰ سلنه غړي په کورونا ویروس اخته دي. د یک ټلویزیون د راپور له مخې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې د هېواد د پارلمان غړي په کورونا ویروس اخته شوي. د دې ترڅنګ کابل کې د یوه خصوصي روغتون یوې سرچینې یک ټلویزیون ته ویلې، چې د حکومت او پارلمان یو شمېر غړي روغتون ته د کورونا تشخیص لپاره ورغلي وه، چې پایلې یې مثبتې … نور ولولئ