کرونا

امریکایان ډونالډ ټرمپ ته په غوسه دي، وایي: ټرمپ امریکا وژني

خبریال: فضل الله فضلي د امریکا د متحده ایالاتو اوسېدونکي ددې هیواد ولسمشر ته په غوسه دي، وايي چي د نوموړي له امله په امریکا کي له کرونا ویروسه د خلګو مړیني له ۲ لکو واوښتې. په امریکا کي په دې وبا د اخته سوو کسانو شمېر له ۷ مېلیونو واوښت. همداراز له وبا څخه د مړینو شمېر له ۲ لکو هم واوښت او روغ سوي کسان پکښي تر ۴ مېلیونو ډېر دي. ډونالډ ټرمپ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کورونا دویمه څپه؛ د برطانیې حکومت بیا ځلې په لاک ډاون غور کوي

لندن: د برطانیې حکومت د کورونا پېښو ډېریدو ته په کتو، په هېواد کې د بیا ځلې لاک ډاون یا قرنطین کولو غور کول پیل کړی دی. د برطانیې رسنیو په حواله، روغتیایي سکریټری “میټ هینکوک” د رسنیو فشارونو په جریان کې ویلي، په برطانیه کې د کورونا ډېرېدلو ته په کتو بیا لاک ډاؤن امکان لري. برطانیې روغتیایې سیکرټری ویلي، چې د کورونا پېښو ډېرېدو د مخنیوې لپاره به وروستۍ اپشن یا پریکړه په … نور ولولئ
خوندیتوب

چین د روسيې د کورونا ضد درمل تایيد کړل

ژباړه: حنیفه مومند چينايي پوهانو د تريازوارین په نامه د کورونا ضد درمل تایيد کړل. د راپورونو پر اساس، والري چاروشين د روسیې د علومو د اکاډمۍ معاون وایي، چې چينایي څېړونکو د کويډ- 19 ناروغۍ درمل له يو لړ څېړنو وروسته تایید کړل. څه موده وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د سر کنسول په غوښتنه د چین یکاترینبورګ د فبرورۍ په مياشت کې دا درمل د آزمايښت لپاره، چین ته لېږلي وو. تربازوارین … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا ویروس مثبتي پېښي له ۳۰ مېلیونو واوښتې، هند او امریکا يې ډېر ځپلي

خبریال: فضل الله فضلي د نن د نویو ثبت سوو پېښو سره، په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي ثبت سوي پېښي تر ۳۰ مېلیونو واوښتې. د دې وبا ورځنۍ پېښي تر ۳ لکو رسېدلي دي. اوس مهال په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه لومړی امریکا، ورپسې هند او بیا برازیل او روسیه هیوادونه دي. آمریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶،۸ مېلیونو ته رسېدلی، چي پدې کي څه باندي … نور ولولئ
خوندیتوب

د کورونا واکسین د جوړولو وروستی پړاو په موقتي ډول سره ودرېد

انګلستان اکسفورد پوهنتون: د واکسین د پلي کولو  لپاره د داوطلبانو ترمنځ د یوې نامعلومې ناروغۍ پیدا کېدل د دې سبب شو، چې د کورونا وایرس واکسین چارې په ټپه ودرېږي. د داوطلبانو ترمنځ یو کس د واکسین په هکله منفي نظر وړاندې کړی دی. اوس مهال د اکسفورډ پوهنتون متخصیصینو او یوې نړیوالې درمل‌جوړونکې کمپنۍ د واکسین جوړولو چارې په ټپه درولې دي. څېړنیز ټیم اوس په پلټنو بوخت دی، چې دا کړکېچ روښانه … نور ولولئ
سپورټ

د کرونا وېره او د شپږېزې نندارچيان

ليکوال: مدثر دعوت د شپږيزې کريکټ لېګ سيالۍ په کابل کې جريان لري. د روان زېږديز کال له پيله د کرونا وېروس په نړۍ کې د نورو کاروبارونو ترڅنګ د ورزش نړۍ هم په ټپه ودروله. د تېرې يوې مياشتې راهيسې په نړيواله کچه يو ځل بيا ورزش پيل سوی،چې د کارابين پرېمر ليګ،د انګلستان او پاکستان،همدارنګه د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د کريکټ لوبې او په نړيواله کچه د فوټبال او ټينيس مشهورې لوبې … نور ولولئ
خوندیتوب

تر کورونا خطرناکې ناروغۍ، چې د انسانانو ژوند ګواښوي

ژباړه: عایشه حیدري تر کورونا نورې ډېرې خطرناکې ناروغۍ هم شته چې نړۍ ګواښي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، ډاکټر الينا مالیشووا چې په یوه ټلویزیون کې د روغتیايي خپرونې ویانده ده وایي چې له کورونا څخه خطرناکې ناروغۍ نړۍ ګواښوي. هغې د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې خلکو یوازې د کورونا ناروغي په پام کې نیولې او نورې خطرناکې ناروغۍ یې هېرې کړې چې نړۍ ته له کورونا څخه هم ډېرې … نور ولولئ
په زړه پورې

روسیه: نوامبر کې ۴۰ هېوادونو ته د کرونا واکسین لیږو

خبر: نسیمه محمدي د راپورونو پر اساس، د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق ټينګار کړی، چې له څلوېښتو زیاتو هېوادونو د کورونا وایروس د پېرلو وړاندیز کړی دی. کریل دمترئف د دغه بنسټ رییس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې دا واکسین برازیل، مصر، هند، ازبکستان، مکسیکو، ارجنټاین، وېټنام، اسرائیل او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي. د نوموړي په وینا د روسیې د بازار د اړتیا پوره کولو وررسته به بهر ته دا … نور ولولئ
په زړه پورې

د بریټانیې د ولیعهد میرمنه؛ کورني تاوتریخوالي سخته خواشینې کړې یم

ملیحه ناصري د بریټانیې د ولیهعد مېرمنې له کورني تاوتریخوالو خلاص شويو خلکو ته یو لیک کاږلی. دا لیک چې ګارډين ورځپاڼې خپور کړی، د بریټانیې د ولیعهد مېرمنې ( کامیلا) پکې ویلي چې د کرنټين د مودې له پیله د کورنیو تاوتریخوالي مسئلې سخته خواشینې کړې ده. هغه لیکي: « زموږ هېواد شپږ میاشتې مخکې کرنټين شو. تقریباً په یوه وخت کې د ښه او بد انساني چارچلن شاهدان وو.» هغه وايي داسې اټکل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د روغتیا نړیوال سازمان پر کورونا وایروس د دېګزامیتازون اغېز تایید کړ

ژباړه: نسیمه محمدي د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه، چې آزمایښتونو ښودلې، دېګزامیتازون کولای شي، په کورونا وایروس (کوویډ- ۱۹) اخته ناروغان ورغوي. د راپورونو پر اساس، د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا کورتیکواستروئید درمل (دېګزامیتازون) کولای شي د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ بستر شوي ناروغانو په شمېر کې چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري، کموالی راولي. دغه سازمان له کورتیکواستروئید درملو څخه سیسټماټيکه کارونه د شدیدو ناروغانو لپاره توصیه کړې. په ورته وخت کې، د … نور ولولئ