د ماشوم نړۍ

له خپلې ۱۳ کلنې لور سره څه ډول چلند وکړو؟

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي، چې ۱۳ کلنې لور مو ډېر بدلون کړی وي، داسې لکه چې لور مو هغه پخوانۍ لور نه وي او يا کوم بل کس د خپلې لور په څېره کې وينئ. په دې دورې کې اړینه ده چې تاسو خپل چلند ته پام وکړئ ځکه په دې عمر کې ستاسو لور هغه ډول روزل کېږي څنګه چې تاسو ورسره چلند کوئ. نو ښه ده چې له خپلې … نور ولولئ
پوهنه

د ماشوم پر ځان باور ولې ټیټېږي؟ – مرکه

په ښوونځیو پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د پر ځان باور مسئله ډېره مطرح وي، ځکه همدې پړاوونو ته د رسېدو پر مهال د پر ځان باور ستونزه مطرح کېږي یاني د ژوند په دې پړاوونو کې د لومړي ځل لپاره ماشومان، نوي ځوانان او ځوانان د ټولګي مخته خبرې کوي، درس تشریح کوي، پوښتنې کوي، ځواب ورکوي، ملګري پیدا کوي او ټولنیزې اړیکې پراخوي دا چې دوی ولې په یادو برخو کې ستونزې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

په تنکيو ځوانانو د ټولنيزو شبکو ناوړه اغېزې، ګواښونه او پایلې یې

  د ډيرو تنکیو ځوانانو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې بې له تلپاتې حضوره ژوند هېڅ مانا نه لري او د دوی زیاترو ته په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مجازي شخصیت د دوی تر واقعي شخصیت ډیر ارزښت لري. له نړۍ او د خپلو شاو خوا پېښو بې خبره ځوانانو ته په مجازي نړۍ کې د دوی انځورونه اوس ډیر ارزښت لري. دا اوس یوازي په یوه ټولنه پوري اړه نه لري. د یوې … نور ولولئ
ادبیات

ماشومان ولې کیسه اوریدل او لوستل خوښوي – تکړه کیسه لیکونکې سره مرکه

ماشومان ولې کیسه اوریدل او لوستل خوښوي؟ په دې اړه به یې د هیواد له تکړه کیسه لیکونکې نعیمه غني څخه واورو: د هیواد تکړه لیکواله او شاعره نعیمه غني، چې د ماشوم ادبیاتو په برخه کې یې هم ډېر کار کړی او لا هم په دې برخه کې لګیا دی، چې د هیواد د بېوزله او نالوستي ولس بچیبو ته کیسې ولیکي، کتابونه وژباړي او چاپ یې کړي. دا چې اغلې نعیمې جانې څنګه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشوم او محرومیت؛ مور او پلار باید کوم ټکي په پام کې ونیسي!؟

  داسې ډېری کورنیو کې ماشومان شته چې د کمۍ او محرومیت احساس کوي، دا احساس هم خپل دلایل لري. هر مور او پلار ته دا اړینه خبر ده چې د خپلو ماشومانو ترمنځ توپیر ونه کړي، ځکه همدا توپیر ماشوم ته د کمۍ احساس پیدا کوي. هر ماشوم ته مور او پلار باید ارزښت ورکړي ترڅو یې پر ځان اعتماد او باور لوړ شي، که ماشوم ته ارزښت ورنه کړو راتلونکې کې د ډېرو … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

په افغانستان کې ولې کورنۍ ماشومانو ته پاملرنه نه کوي؟

افغانستان هغه هیواد دی، چې ماشومانو ته په کې ډېره کمه پاملرنه کېږي، نور خو له څه کوې، چې خپلې کورنۍ هم ورته پاملرنه نه کوي. دا چې کورنۍ څنګه او ولې خپلو ماشومانو ته پاملرنه نه کوي لاملونه یې دلته ولولئ. زموږ ماشومان په داسې یوه چاپیریال کې را لویږي، چې نه یې کورنۍ مینه ورکوي، نه یې پوښتنو ته ځواب وایي او نه هم هغه رویه ورسره کېږي، چې باید له یوه ماشوم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ماشوم ذهني وروسته والی څه دی؟

صدیقه پوپلزۍ اراواپوه عبدالجلیل امرخېل لۀ کور څخه مې د دندې پۀ لور حرکت وکړ، هوډ مې کړی وو چې نن به پیاده او پۀ قدم وهلو تر کار ځایه پورې ځان رسوم، مزل مې پیل کړ نیمې لارې ته به نۀ وم رسېدلې چې یوۀ جالب ماشوم ته کې پام شوم، چې پۀ پوره ډول یې د نورو ملاتړ ته اړتیا لرله، بایسکلک کې ناست وو لۀ خولې یې لاړې راتللې خلاصه ډېر مې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

هغه عوامل چې د ماشومانو پر روزنه اغېزه کوي؛ له کورنۍ تر نا اټکل شوو پېښو!

ژباړه: حماد هلال د ماشومانو روزنه او وده له بېلابېلو فکتورونو اغېزمنه ده، چې هر یو یې خپل وزن و اهمیت لري او باید پاملرنه ورته وشي! روزنه په انسانانو کې د مختلفو استعدادونو او قوتونو هڅول او کښت کول دي، کوم چې باید د ښوونکي په هڅو سره وي ترڅو د برداشت او وړتیا حد پورې نسبي کمال ترلاسه کړي. که چېرې دا مختلف استعدادونه او واکونه د کوچ تر نظارت لاندې د کوچ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ولې ځينې نوي زېږېدلي ماشومان وېښتان لري او ځينې یې نه لري!؟

پخوانيو خلکو په دې عقیده درلوده چې د اومېندوارۍ پر مهال که د اومېندوارې ښځې معده اسيدي يا تېزابي شي نو د ماشوم پر سر به یې تر زېږون وروسته ډېر وېښتان وي. په ۲۰۰۶ کال کې څېړونکو په دې اړه څېړنې وکړې، دغو څېړونکو ۲۸ اومېندوارې مېرمنې چې د اومېندوارۍ پر مهال یې معدې سوځېدې، د څېړنو په پایله کې دا ښکاره شوه چې تر زېږون وروسته د ۲۸ ماشومانو له ډلې د ۲۳ … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

څیړنه: د تلویزیون زیات کتل د ۱۰ کلو کم عمره ماشومان د زړه د حملې په ناروغۍ اخته کوي

لیکنه او راټولونه: محمد الهام ساحل د ټلویزون اغېزې یا تاثیرات پر ماشومانو د هغوی د تربیې بحث سره یو ځای کوي. یعنی ټلویزون ته د ماشومانو کتل همغه کورنۍ تربیه ده چې تاسې یې خپلو ماشومانو ته ور ښایئ. له ټلویزون لرې والی یا هغوی یې کتلو ته نه پریښودل یو سخت کار دی، داسی کله کیدای شي چی کور کې ټول مشران یا د کورنۍ ټول غړي ټلویزون ته ناست وي، او ماشومانو … نور ولولئ