د ماشوم نړۍ

د کوچنيانو اروايي ضربې څنګه وپيژنو؟

له اروايي ضربو وروسته کوچنيان هم لکه د لويانو په څېر له ورته نښو ځورېږي، خو کوچنيان بيا د خپل رنځ د بيانولو لپاره کلمې نه لري. په دې ليکنه کې مو ځينو هغه نښو نښانو ته اشاره کړې، چې د کوچنيانو د اروايي ضربو سره مو اشنا کوي. 1- کوچنى تل خفه، ډارن او د خطر يو زنګ ته يې غوږ وي، خو په ورته وخت کې ډېر ارام وي خپله وېره پټوي او … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د نوي زېږېدلي ماشوم د تغذیې لارې چارې

په دې ټول پوهېږي چې نوی زېږېدلی ماشوم باید تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې شيدې وڅښي. خو په نننۍ لیکنه کې موږ غواړو، تاسو ته په دې اړه معلومات درکړو چې څه ډول او څه وخت خپل ماشوم ته شيدې ورکړئ د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم. د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې يوازې او يوازې هغه ته د مور شيدې ورکړئ خو که چېرې مور شیدې نه لرلې … نور ولولئ
پوهنه

لور او زوی د خدای ور کړه ده، نو مور ولې وځورول شي؟

په افغاني ټولنه کې چې ماشوم پیدا شي، لومړی دا پوښتنه کېږي چې هلک دی که نجلۍ؟ سره له دې چې د لور زېږول د خدای رحمت او لويه لورينه ده؛ خو له بده‌مرغه په ځینو کورنيو کې د پرله‌پسې نجونو زېږول، د مور لپاره یو غټ پېغور دی. چې له امله يې له ډول ډول ګواښونو سره مخ کېږي؛ حتا ځينې وخت خبره د خاوند لخوا پرې د دوهمې درېيمې او یا هم څلورمې … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو لارې چارې

ډېری میندې په ځانګړي ډول‌ هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې نوی زېږېدل شوی ماشوم څنګه او څه وخت و وينځي. لکه څنګه چې تر زېږون وروسته یو ماشوم خوړو او ساتنې ته اړتيا لرې ترڅنګ یې وينځلو ته هم اړتیا لري ځکه چې د ماشوم د روغتيا د ساتنې لپاره تر ټولو اړين ټکی د ماشوم پاکوالی دی. د يوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

نوی زېږېدل شوی ماشوم؛ د خوب وخت او د ساتنې لارې چارې یې

کېدای شي د هغو میندو په ژوند کې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي د ماشوم له زېږون سره سم يو توپان رامنځته شي او په خپل ژوند کې ډېر بدلونونه ومومي ځکه چې ډېری هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې له خپل نوي زېږېدل شوي ماشوم نه څه ډول ساتنه وکړي؟ يوه ښځه کله چې ماشوم زېږوي هم خپله ناروغه وي او درملنې ته اړتيا … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د ماشوم وهل ټکول کومې اروایي ستونزې رامنځته کوي؟ – مرکه

له استاد امرخیل سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه؛ یوه ورځ په کوڅه کې روانه وم، یوه کور کې د ماشوم سختې چغې اورېدل کېدې، چغې دومره لوړې وې چې زه همغلته ځای پر ځای ودرېدم له څو دقیقو وروسته ماشوم پر دې بریالی شو چې د مور له لاسه ځان خلاص او د کور له ور څخه دباندې راووځي، زما په لیدو وشرمېده د بېرته ننوتلو هڅه یې وکړه خو ما ورته وویل نه نه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ارواپوهان: ۵ حقایق والدینو سره مرسته کوي، څو د خپلو ماشومانو ښه روزنه کې بریالي شي

ژباړه: حماد هلال د ماشوم  روزنه (تربیه) د ښه چلند ور زده کول او د بد چلند مخنیوي دی. والدین باید د خپل ماشوم ځانګړنو په پېژندلو سره هغې ته د تربیې غوره لاره وټاکي. موږ به کله یو څوک لیدل وي، چې په خپلې مور وار کوي، دا یوازې یو وار ندی، دا په دې مانا ده، چې زه له تاسو کرکه لرم او غواړم تاسو ته ضرر ورسوم، دا ډېره دردوونکې ده. ایا … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

څه وخت او څه ډول ماشومانو سره د پيسو په اړه خبرې وکړو؟

ژباړه: حماد هلال پیسو سره د ماشومانو اشنا کول، پیسې څنګه لاسته راوړو او څنګه هغه مصرف کړو او د ماشومانو هڅه ول سپما ته کولی شي د هغوی په اقتصادي راتلوونکي کې مهم رول ولري. څنګه ماشومانو سره د پیسو په اړه خبرې وکړو؟ دا یوه عاقلانه نظریه ده، چې د پیسو په اړه د ماشومانو روزنه له کم عمر څخه پیل کړو، موږ نه غواړو چې هغوی محروم کړو او همدارنګه د دې … نور ولولئ
پوهنه

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې

  د کورنۍ ټول غړي خصوصا میندې او پلرونه دا دنده لري چې خپل کوچني اولادونه د شرعي مکلفیت په نږدې کېدو سره لمانځه ته وهڅوي. که چېرې له کوچنیوالي ماشوم پر دې پوه نه کړل شي چې لمونځ غوره عبادت او د الله ج د حکم تر څنګ هغه پیرزوینه ده چې زموږ معنوي ګټې پکې نغښتې دي، ماشوم مو بې‌غوره او بې‌ پروا لویېږي. لمونځ ډېرې ګټې لري. دلته ځکه خبرې نه پرې … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د خپل ۱۳ کلن زوی سره څه ډول چلند وکړو؟

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي، چې نوی ځوان او یا ۱۳ کلن زوی مو ډېر بدلون کړی وي، داسې لکه چې زوی مو هغه پخوانی زوی نه وي او يا کوم بل کس د خپل زوی په څېره کې وينئ. په دې دورې کې اړینه ده چې تاسو خپل چلند ته پام وکړئ، ځکه په دې عمر کې ستاسو ماشوم هغه ډول روزل کېږي څنګه چې تاسو ورسره چلند کوئ، نو ښه … نور ولولئ