ټولنیز ژوند

انټرنیټ افغان ښځو ته د زده کړو، کار او کور چارې اسانه کړي. څو افغان نجونې راسره خپلې تجربې شریکوي

انټرنیټ دا مهال د معلوماتو د ترلاسه کولو په یوه داسې سرچینه بدل شوی چې هیڅوک ترې ځان نه شي خوندي کولی او که وغواړي که ونه غواړي، کارولو ته یې اړه دی. په افغانستان کې د اینټرنیټ په چټکۍ د خلکو ترمنځ پراخیږي. خو په دې دودیزه ټولنه کې لا هم د نجونو او ښځو له خوا د اینټرنیټ پر کارولو انتقادونه کم نه دي. موږ د بیلابیلو انجونو نظریات راخیستي او ترې مو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

سټېفن هاوکنګ څوک و؟

سټېفن هاوکنګ د نن څخه ۷۶ کاله وړاندې د ۱۹۴۲ زيږيديز کال د جون د مياشتې په اتمه د انګلستان د اکسفورډ ښار کې وزېږېد، خپل ماشومتوب او د ښوونځي لومړني کلونه يې هملته تېر کړل او له همغه وخت نه يې د رياضياتو سره بې کچې مينه وه او دا يې هيله وه چې لوی ساینسپوه شي. نوموړی په ښوونځي کې خودسره، شوخ او د خراب ليک درلوددونکي زده کونکی و او هېڅکله به … نور ولولئ
ټیکنالوژي

مشهور فزیک پوه سټیفن هاوکینګ ومړ

د انګلستان نوموتی او پیاوړی فزیک پوه او فضا پیژندونکی سټيفن هاوکینګ نن سهار وختي د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. د برتانیا مطبوعاتي ډلې د هاوکینګ د اولادونو له قوله لیکلي، چې نوموړی نن سهار وختي د انګلستان په کمبریج کې په خپل کور وکې ومړ. سرچینې د سټيفن هاوکینګ د اولادونو له قوله لیکلي: “موږ ډير خواشیني یوو، چې زموږ خوږ پلار ومړ.” د نوموړي اولادونه وايي، سـټيفن هاوکینګ وتلی ساینس پوه او … نور ولولئ
ټیکنالوژي

سامسنګ ګلګسي نوی فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

لیکنه : احسان الله نوري سامسنګ د شنبې په ورځ رسما خپل نوي فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ، ګلګسي ایس ۹ او ایس ۹+ که څه هم د جوړښت (ډیزاین) له پلوه ډیر ګلګسي ایس ۸ ته ورته دی، خو داسې ډیر څه نوي شته چې د پیرونکو پاملرنه ځانته اړوي، راځئ هغه ۹ اړینې ځانګړنې وڅارو چې ګلګسي ایس ۹ او ۹+ پرې نازیږي. ۱. کیمره ډیرې داسې ځانګړنې په دې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

مصر د نړۍ د لمرینې انرژۍ تر ټولو لویه دستګا جوړوي

راټولونه: مهمه هڅه د مصر دولت غواړې چې تر پخوا زیات له لمرینې انرژۍ ګټه واخلي او د همدې هدف لپاره ددې هیواد په جنوب کې د نړۍ د ستر لمرین پارک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي. ټاکل شوې ده چې راتلونکي ميلادي کال کې به د لمریزې انرژۍ د تولید دا لمرین پارک په کارپيل وکړي. په 1913م کال کې امریکايي څیړونکي فرانګ شومن د لمرینې انرژۍ له لومړنیو دستګاوو څخه یوه … نور ولولئ
په زړه پورې

که مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژي د هایکرانو لاس ته ولویږي، نړۍ بربادوي

د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت یا Artificial Intelligence چټک پرمختګ د څیړونکو داسې اندیښې ټوکولي، چې ګنې شاید انټرنیټي غله، هایکران او سایبر مجرمین له دې پرمختګ څخه ناوړه ګټه پورته کړي او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي. د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت په مټ اوس له موټر چلوونکي پرته موټرې چلیږي، ډرون الوتکې په هوا ګرځي، اتومات وسلې فعالې دي او روباټونه کارونه کوي. دا څیړنه، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

سوفیا روباټ وايي، شارخ خان يې خوښيږي

سعودي تابعیت لرونکی روباټ، سوفیا؛ لومړنی هیمونایډ روباټ دی. سوفیا د نړۍ یواځینی روباټ دی، چې پوره کوښښ شوی، انسان ته څه نا څه نژدې جوړ شي. دا روباټ چې سعودي ورته تابعیت هم ورکړی، وړمه ورځ (سه شنبه) له خپل جوړونکي ډیوډ هانسن سره هندوستان ته تللی و. سوفیا چې د مصنوعي زکاوت لرونکی دی، په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی روباټ دی. نوموړې ددې توانايي لري، چې د انسانانو پوښتنې واوري او په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که کمپیوټر کاروئ، دا لارښوونې درته خورا ضرور او ګټورې دي

 ژباړه: محمد عزيز پردېس کله چې د کمپيوټر څخه ګټه پورته کوئ، بدن او شاوخو ته مو بايد پام وي، حتا که کمپيوټر مو خپل هم نه وي ( د دفتر يا د انټرنېټ کلب …. ) بيا هم بايد هڅه وکړئ چې د خپلې روغتيا او سلامتۍ لپاره، کاري چاپېريال مو په ښه ډول تنظيم کړئ. د دې لپاره چې د کمپيوټر څخه د ګټې اخېستلو پر مهال مو خپل روغتايي حالت ته څه … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د (Wi-Fi) کارولو ۵ زیانونه او بیرته یې ۵ حل لارې

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل په ننۍ نړۍ کې ډیری خلک په خپلو کورونو کې د وای ـ فای سیسټم لري او ترې ګټه اخلي، خو ایا کارول یې بې خطره دي او که نه؟ ځینې داسې اندیښنې شته چې ګوندې د وای ـ فای کارول خطر لري او زموږ او ستاسې روغتیا ته زیان رسوي، په ځانګړي توګه د ماشومانو روغتیا ته. همداراز، داسې هم ویل شوي چې زموږ د بدن په ځینو برخو لکه، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

افغان انجونو د مخدره توکو سره مبارزې په موخه لومړی ویډیو ګیم جوړ کړ

په افغانستان کې د کمپیوټر د کوډ کاروونکو ځوانو میرمنو په توګه، دا ځل په هرات ولایت کې افغان پیغلو په لومړي ځل د ټولنې ځینې ناسم دودونه مات کړي او د کمپیوټر د کوډونو کارولو د زده کړې ترڅنګ یې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ویډیو ګیم پنځولی دی. دغه پیغلې د هرات ولایت په مرکز کې د CTI (Code To Inspire) په نوم د کمپیوټر پروګرامینګ په هغه … نور ولولئ