ټیکنالوژي

۲۰۱۸؛ په نړیواله کچه دا موبایلونه پکې زیات خرڅ شوي

ژباړه: بشر دروېش ۲۰۱۸ کال پای ته رسیږي. په هره برخه کې به خلک لېواله وي، چې د کال له لوړو ژورو خبرشي. یوه برخه به هم دا وي، چې په دغه کال د ګرځنده ټلیفونونو کومې نمونې په نړیواله کچه د زیات پام وړ وو؟ که تاسې هم د دې معلومات لېواله یاست، راځئ دا مطلب ولولئ، چې معلومات مو حاصل شي: سامسونګ او ایفون د ترسره شویو څېړنو له مخې سامسونګ او ایفون … نور ولولئ
په زړه پورې

که د موبایل لوکیشن مو بند هم وي، بیا هم فیسبوک ستاسې ځای معلومولی شي

د یو څه نویو معلوماتو له مخې فیسبوک پوهیږي چې تاسې چېرته یې، سره له دې که ستاسو د موبایل لوکیش اپشن (د موقیعت نښه) هم بنده وي. د ټولنیزو رسنیو کارونکي همېشه د پابندیو په تړاو فکر کوي او محتاط وي خو اوس داسې معلومات خپاره شوي چې فیسبوک پر خپل کارونکو په هر حال کې نظر ساتي که یې لوکیشن بند وي یا خلاص. د ساینس او ټیکنالوژۍ څارونکي ادارې ګزموډوني په خپل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

داسې ماشین چې انسان له یوازې والي ژغوري او مینه ورکوي

داسې یو ربوټ (ماشین) جوړ شوي چې کولی شي په یوازيوالي کې مو ملګری شي او مینه درکړي. یوه چاپانۍ کمپنۍ وایي دا ماشین یې د یوازي والي د لري کولو او د میني زیاتولو په خاطر جوړ کړی دی. که چېرته د یوازې والي ښکار شوي یاست یا تاسو فکر کوئ چې د هېچا سره نه شئ پاتې کېدلی نو په داسې وخت کې د کوم انسان ملګرتیا او یا هسې بېځایه ځناورو د … نور ولولئ
ټیکنالوژي

انسټاګرام هم په خپل چوکاټ کې د غږ لیږلو اسانتیا پيدا کړه

انسټاګرام د خپلو کارونکو د لپاره د نورو ټولنیزو رسنیو په څېر د غږ استولو(Voice Massage) اسانتیا وړاندې کړه. انسټاګرام د خپلو کارونکو لپاره د غږ استولو هغه اپشن هم اضافه کړ چې وړاندې یې نه لرلو. دغه اپشن په نورو ټولنیزو رسنیو کې له شته لکه وټس اپ، فیسبوک مسینجر، آیمو او نور… انسټاګرام د لنډو ویډیوګانو او تصویرونو شریکولو لپاره بهترین اپلیکشن دی، چې اوس په زیات شمېر کارونکي لري. د مختلیفو ټيکنالوژۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موبایل لرونکو ته دا ټکي ضرور دي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د موبایلونو غلا په افغانستان کې له عامو غلاوو څخه ده. کیدای شي تاسې یا مو نیږدې دوستان هم د دې غلا له قربانیانو اوسئ. یا احتمال د دې شته، چې یوه ورځ نه یوه ورځ د دې غلا په قربانیانو کې حساب شئ. موبایل یا ګرځنده ټلیفون په اوسني عصر کې یو له ترټولو لومړنیو انساني اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. دلیل یې واضح دی، هرڅوک غواړي له نورو سره … نور ولولئ
ټیکنالوژي

بریښنایي سګریټ؛ ګټې او زیانونه یې څه دي؟

ژباړه: بشر دروېش په وروستیو کې د نورو سیمو ترڅنګ د افغانستان یو شمېر خلک هم د سګریټو له اعتیاد څخه د ځان ژغورنې لپاره د یوه بدیل په توګه الکترونیک یا بریښنایي سګریټ کاروي. خو دغه سګریټ څه ګټې او زیانونه لري؟ وکارول شي، كه تحریم شي؟ په دې مطلب کې به همدې ټکیو ته کتنه ولرو: دا سګریټ څنګه کارول کیږي؟ الکترونیکي سګریټ د بیټرۍ په وسیله کارول کیږي، یانې بیټرۍ خوري او … نور ولولئ
ټیکنالوژي

انسټګرام او د نړۍ سیاسي مشران؛ کوم یو پکې ډېر پلویان لري؟

انسټګرام ټولنیزه شبکه ورځ تربلې مخ په پراختیا ده. دا شبکه په لومړیو کې یوازې یوه ذوقي شبکه وه، خو اوس لیدل کیږي چې د زیاتو نورو داسې تفریحي شبکو په شان سیاسي کیدونکې ده. په تازه ګام کې د امریکا د رسنیزو څېړنو یوې ادارې په دغه شبکه کې د نړۍ د محبوبو مشرانو په اړه څېړنه کړې، چې دلته یې پایلې خپروو. مودي مخکښ دی د دغې څېړنې له مخې د هندوستان صدراعظم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پیغامونو کې دا جملې مه کاروئ

ژباړه: بشر دروېش پیغام استول اوس په شخصي او رسمي ژوند کې یوه عامه موضوع ده. د نړۍ یوه لویه برخه خلک د خپلو موبایلونو، ایمیلیونو او ټولنیزو شبکو له لارې خپلو دوستانو او رسمي همکارانو سره د پیغامونو په وسیله شخصي او رسمي موضوعات شریکوي. دلته هغه جملې درسره شریکوو چې په پیغامونو کې باید ونه کارول شي: د زیات بحث وړ خبرې مه لیکئ ځینې خبرې داسې وي، چې زیات بحث ته اړتیا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ټولنیزو رسنیو په استعمال کې له دې تېروتنو ځان ساتئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش اینسټگرام، فیسبوک، تویټر، لینکدین، اسنپ چټ او… په مجازي نړۍ کې له نورو سره زموږ د اړیکو د ټینګښت وسایل دي. له دې وسایلو باید ګټه واخلو خو پرې نه ږدو، چې دا شیان مو پر عاطفي اړیکو او ژوند منفي اغېز پرېباسي. خو څنګه کیدای شي له دغو منفي اغېزو څخه په امان کې اوسوو؟ په دې مطلب کې هغه تېروتنې درسره شریکوو، چې په ټولنیزو رسنیو کې مخنیوی … نور ولولئ
په زړه پورې

فیسبوک د اسراییلو په ملاتړ تورن شو

د فیسبوک ټولنیزه شبکه د یو شمېر منتقدینو له لورې یې د اسراییلو د نظام په ملاتړ تورنه شوه. دا تور ترهغې وروسته پورې شوی، چې وېل کیږي فیسبوک په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو ظالمانه عملیاتو د عکسونو د خپریدو ممانعت کړی دی. د ایران ادعا د ایراني حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا په یوه راپور کې ادعا کړې، چې فیسبوک کمپنۍ د دغو عکسونو د خپریدو ممانعت د اسراییلو د حکومت … نور ولولئ