ټیکنالوژي

جرمنی پرمختللي الوتونکي ټکسي ازمايي

ژباړه: عزت الله ذکي د «اودي» په نوم يوې جرمنۍ کمپنۍ هوايي ټکسيان جوړ کړي، چې ددغه هيواد اينګولشات ښار کې به ترازموينې لاندې ونيول شي. د الوتونکو ټکسيانو دغه پروژه «Pop-Up» نوميږي او د آيربس کمپنۍ په مرسته تطبيقيږي، کوم چې په نړیواله کچه د الوتکو جوړولو يوه لويه کمپنۍ ده. د جرمني ټرانسپورټ وزير «أندرياس شوير» وايي، په ټرانسپورټي برخه کې نويو بدلونونو د هوايي ټکسيانو د پراختيا لپاره زمينه برابره کړې ده. … نور ولولئ
ټیکنالوژي

پر ماشوم د ځیرک مبایل ناوړه اغېز

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د ماشومانو په اړه د مور و پلار لویه اندېښنه دا ده, کله چې ځیرک مبایلونه ماشوم ته ورکوو ؛ نو ایا د دې توکو یا وسایلو شعاوې به د ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کړي ؟ د سویس څېړنیز ټیم اووه دېرش کسه د همدې مسالې د ثابتولو په پار مطالعه کړل. اووه ویشت کسانو ځیرک مبایل کاراوه , پاتې نورو عادي بټنې والا. دوی په دغه موده … نور ولولئ
ټیکنالوژي

دا عجیبه خواړه یوازې له برښنا، اوبو او هوا چمتو کېږي

ژباړه: نسیمه محمدي وچ شوي سولين پنځوس سلنه پروتین لري او خوند او ظاهري بڼه یې د خوړو اوړو ته ورته ده. د خوړو په بېلابېلو ډولونو کې ترې کار اخېستل کېږي. یوې فنلاندۍ څېړنې د لمریزو خوړو په نوم (Solar foods) د یو ډول عجیبه خوړو چې سولین نومېږي او له اوبو، برښنا او هوا څخه، چې دپروټین بډایه سرچینه ده لار پرانېستې. سولین، د نړۍ په سطحه د چاپېریال د سمون له اړخه … نور ولولئ
په زړه پورې

د (تسلا) شرکت راتلونکو نسلونو لپاره نوی برېښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړ

ژباړه: محمد عزيز پردېس د موټر جوړونې امریکايي (تسلا) شرکت چې د برېښنايي يا برقي موټرونو په جوړلو کې مخکښ شرکت دی، نوی او لوړ باډۍ لرونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ چې د راتلونکو نسلونو لپاره د برقي موټر حيثيت لري. دا موټر د علمي تخيلي فلمونو د يو ټانګ په بڼه ښکاري. د تسلا شرکت رئيس (الون ماسک) په وينا دا برېښنايي موټر د (لوتوس اس يک سپريټ) څخه په الهام اخيستنې سره … نور ولولئ
ټیکنالوژي

که د انټرنیټ له لارې د ډېر وزن لرونکو فایلونو له لیږلو سره په ستونزه کې یۍ، دا ۱۴ انلاین شبکې وکاروئ!

 انټرنيت خپلو کارونکو ته ګڼ شمېر د برېښنا لیکونو شبکې برابرې کړي دي، چې کارونکې يې په کې د حساب پر جوړولو سره خپل فایلونه لکه ویديو، انځورونه او نور لیکلي فایلونه او پیغامونه استولی او له نورو سره شریکولی شي. خو وخت ناوخت ددې برېښنا لیکونو کارونکې د خپلو ځينو د ډېر وزن لرونکو یا دراندو فایلونو د لیږد او شریکولو له ستونزې سره مخ کیږي، ځکه ډېرو برېښنايي انلاین شبکو چې کارونکو ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ورځې ۵ ساعته ټلویزون کتل، ۳۵ سلنه سپرم وژني

ژباړه: شریف شاهین تازه څیړنې موندلې، چې د ورځې پینځه یا زیاتو ساعتونو لپاره ټلویزون کتل، د نارینه ۳۵ سلنه سپرم له مینځه وړي.څیړونکي وايي، چې زیات وخت ټلویزون ته کیناستل، د وزن د زیاتیدو او د بدن د سستۍ لامل هم کیږي.څیړنه وړاندې لیکي، هغوی چې زیات ټلویزون ګوري، په سږو کې يې د وینې د لخته کیدو احتمال هم زیاتیږي، چې آن د مرګ باعث يې ګرځي.تر دې وړاندې، یو شمیر څیړونکو دا … نور ولولئ
ټیکنالوژي

چین کې پر ماشومانو د ویډیو ګیم په برخه محدودیتونه ولګول شول

چین په کم عمره ماشومانو باندې د ویډیو لوبو د بندیز لپاره د مختلفو لارو چارو کار اخلي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد اعلان کړی چې ماشومانو نه شي کولی چې د یو نیم ساعت څخه زیات ویډیو ګیمونه تر سره کړي. چین حکومت له لوري په یوه خپاره شوي خبر کې راغلی چې په عامو ورځو کې د ۱۸ کلنو ځخه د کم عمر لرونکي کسان انلاین ویډیو لوبې په یوه … نور ولولئ
په زړه پورې

توماس اډېسن ؛ د ښونځي تنبل زده کوونکی چې نړۍ د بريښنا په نور روښانه کړه

د شفیق امیرزي لیکنه توماس الوا اډېسن امریکایي انجنیر، مخترع او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژندل شوې څېره ده. هغه سلګونه برېښنايي وسایل اختراع کړي دي چې تر ټولو مشهور یې برېښنايي څراغ دی. اډېسن چې د ښوونځي په ابتدایه دوره کې و، ښوونکي به یې ویل چې هغه یو ټمبل شاګرد دی او ګومان نه کوي چې څه ترې جوړ شي. ډېری وايي، چې ښوونکي یې غوښتنه وکړه چې هغه دې نور … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په خوب کې د خرېدو مخنیوي لپاره نوې وسیله جوړه شوه

په نړۍ کې ملیونونه خلک د خوب پر مهال له هغو خلکو په عذاب وي او خوږ خوب یې په نارامۍ بدل شي، چې دوی سره په یوه خونه کې ویده کېږي او په خوب کې خرېږي. انګلیسي کې په خوب کې خرېدلو یا خراري کولو ته سنورېنګ وایي، چې دلته افغانستان کې ډېری خلک په خوب کې دا ستونزه لري او وخت ناوخت خرېږي، چې بیا یې د څنګ ملګري او یا هم د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په افغانستان کې د بې مزي غوږیو بازار تود شوی

د موبایلونو او د اړوندو توکو تولیدوونکو شرکتونو خبر ورکړی، چې افغانستان کې اوس د بې لاینه ګوشکیو یا بې مزو غوږیو بازار په ګرمېدو دی. دا ګوشکي د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر میاشت کې افغانستان ته هم راغلل او اوس یې خال، خال خلک په غوږونوکې لري. د کرېک بز وېب پاڼې یو مطلب خپور کړی، په دې مطلب کې راغلي، چې د ایکو بیټ په نامه غوږۍ اوس د کابل ولایت په … نور ولولئ