بریا او پرمختګ

راځئ د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره وپېژنو!

۲۲ کلنه کایلي جنر، چي د کیم کاداشیان خور ده، د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره ښځه وپېژندل شوه. د Forbes په نوم یوې امریکايي ورځپاڼي راپور ورکړی، چي امریکايي سوداګره، موډله او هنرمنده کایلي جنر د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره شوه. دا دوهم ځل دئ، چي کایلي جنر د نړۍ تر ټولو د ځواني میلیادري لقب خپلوي. هغه تر دې مخکي هم د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره پېژندل شوې وه. راپورونه وايي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زياتو نجونو په زيږېدنه ښځې مه ملامتوئ

ليکنه: شپنه سلګۍ قران کریم په دې ګواهي ورکوي چې د عربانو به لوڼه پیدا شوې، مخونه به یې له غوسې تک تور شو، دا به یې د ځان لپاره شرم ګاڼه، له خلکو به پټېدل، دا دود نه یوازې په عربانو کې و، بلکې ټوله نړۍ کې همدا حال و، د اسلام په راتګ دا دود په ځينو ځایونو کې له منځه ولاړ او په ځینو ځایونو کې کمرنګه شو. په افغاني ټولنه کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د یوې مېرمنې ځانګړنې

ژباړه: ملیحه ناصري یو نارینه له خپلې مېرمنې کومې غوښتنې لري؟ ځينې داسې خویونه شته چې یو نارینه غواړي د هغه په مېرمن کې وي او دا هماغه خویونه دي چې د نارینه پام ځان ته را اړوي. ډېری وخت ویل شوي چې نارینه په اړیکه کې خو نیسي، یو شی ژر نه خوښوي او کړنې يې د وړاندوینې وړ نه وي. د هغوی نه یو په بل پسې ډېر نښتل خوښېږي او نه یو … نور ولولئ
ادبیات

د قرنطیني شېبو رنګینول

ژباړه: نسیمه محمدي د ارستو په وینا موږ انسانان ټولنیز حیوانات یو. نو اوس چې په قرنطین مجبور یوو، نو څه باید وکړو چې د یوازیتوب او لېونتوب احساس ونه لرو؟ ښه! لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، دا دي چې «دا کړکېچ له لاسه مه ورکوه!» که په کافي اندازه خلاق او نوښتګر اوسو، په دې تیاره دوران کې هم د رڼا څرک موندلی شو. د ژوند نوی طریقې امتحان او هغه لارې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د شفیق الله شفق ریکارډ د کرکټ نړیوالې شورا په یاد دی

یاران سۤپورټس د افغانستان ویکټ ساتونکي توپ‌وهونکي په ۱۳۹۶ هجري شمسي کې چې ۲۰۱۷م  سره سمون خوري د افغانستان په فرسټ کلاس څلور ورځنیو سیالیو کې د بوست لوبډلې خلاف ستر ریکارډ جوړ کړ، چې غبرګې سلیزې یې ووهلې او او په ۸۹ توپونو یې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې پوره کړې. ده دغه ریکارډ د بُست لوبډلې خلاف کابو درې کاله وړاندې جوړ کړی و، چې د اپرېل ۱۱مه او د حمل ۲۳مه نېټه وه. د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که ګډ ژوند مو له خطر سره مخ وي، شپږ حللارې لرو

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کله چې وینئ واده شوی ژوند مو له منځه تلونکی دی، نو سخت وېرېږئ او کېدای شي بېرته سره پخلا کېدل وغواړئ، خو د دې ژوند پر مخ وړل درته ستونزمن ښکاري. دا آسانه نه ده چې بایللی ژوند دې بېرته سم شي، خو د خوښۍ زېری دا دی چې داسې ځينې لارې شته چې له دې حالته مو باسي. تاسو یو له بل سره مرسته کولای شئ، تر ټولو غټه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اغلې مېرمنې! – مېرمنو ته

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کله چې هغه خبرې کوي پرېږده چې د خپرې تر پرې کېدو مخکې يې خبرې خلاصې شي. اغلې مېرمنې! پرېږده چې له کمپيوټره هم ګټه واخلي. له هغه مه غواړه چې ټول وخت له تا سره تېر کړي . د هغه انځور د کور په یوه برخه کې کېږده. اغلې مه پرېږده چې هغه په هر ځای کې انځور واخلي، پرېږده چې لږ خو دی هم پکې راشي. که یې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښاغلیه! – مېرمنې یې دې نه لولي

لیکوال: ډاکټر اصغر نیا ژباړه: ملیحه ناصري ښاغلیه! مننه دې هېره نه شي. په دې کار دې د هغې له وجوده ستوماني باسې . کله یې د ډېر کار کولو لپاره هغې ته ډالۍ واخلئ، داسې به هغه ژوند ته زړه ښه کړي . ښاغلیه! که مېرمنه دې غلې ناسته وه، ورته شله کېږه مه چې څنګه مړه پړه یې. پرېږده یې چې روحاً راسمه شي. ښاغلیه! ښځې غواړي چې نور یې د کار پر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که په خپلو عیبونو پوهېدل غواړئ

‌لیکنه: صدیقه پوپلزۍ ځینې خلک داسې عادت لري چې تل په نورو پسې ګوري، مثلاً  پلانکی څه کوي او ولې یې داسې وکړل، تل پر مقابل لوري انتقادونه او نیوکې کوي، خو بیا خپل ځان ور څخه هېر وي. په داسې حال کې چې تر ټولو زیات پخپله په ډېرو روحي او ټولنیزو ناروغیو اخته او له عیبونو ډک وي. د اسلام سپېڅلي دین د نورو مسلمانانو د عیبونو پلټل حرام بللي او د بل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

عرفان پټان؛ زموږ کورونه زموږ په څېر ګنهکاره شوي!

لیکنه: مدثر دعوت عرفان پټان پر ټويټر اکاونټ د ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې زموږ کورونه زموږ په څېر ګنهکاره دي، نو ځکه بايد لمونځونه او دعاوې پکې وکړو. د هندوستان کريکټ ملي لوبډلي پخواني الراونډر ويلي: “دا فکر مه کوئ چې موږ له مسجدونو څخه راوګرځول شو، دا فکر وکړئ چې هر کور بايد په مسجد بدل شي؛ زموږ په څېر زموږ کورونه هم ګنهکار شوي، راځئ خپل کورونه پاک کړو او په … نور ولولئ