بریا او پرمختګ

د علم/ پوهې په هکله د پوهانو خبرې!

ليکنه او راټولونه علم یو عربي ویي/ لغت دی چې د پوهېدلو، پوهې، زده کولو او پوهولو په ماناوو کارول کېږي. په قران کریم کې د علم کلمه ټولو علومو ته شامله ده، که هغه دیني علوم دي او که دنیوي. انسان ته چې د هر څه حقیقت ښکاره شي، له ناپوهۍ وروسته پوهه ورته حاصله شي او یا یې په موجوده علم باندې څه ور زیات شي، دغه د علومو څخه یو علم دی. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د وینا منفي ټکي چې باید پام ورته وشي

پیغام ورکول او په هغه پوهېدل ډېر مهم دي. موږ د ژوندانه په کارونو کې خپل موخې، احساسات او اغېزې په خپلو مشورتي یا هم نظریاتي کلماتو کې تر اړوند اشخاصو پورې رسوو. خبرو کې عمومي غلطیانې ته یوه کتنه کوو چې په عمومي ډول خبرو اترو کې لیدل کیږي او کله چې د وخت په تېرېدلو سره یادو غلطیو او نواقصو ته مو پام شي نو سړی ډېر پښېمانه شي. ـ وېرېدل یا هم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریالیو کسانو ځانګړنې

ليکواله: شمله نادري هر انسان غواړي چې په خپل ژوند کې بریالی شي او هر هغه څه ترلاسه کړي چې هیله یې لري، نو که تاسې هم له بریا ډک ژوند غواړئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ. او زموږ په لارښونو عمل وکړئ. لومړی: مهالوېش د بریا تر ټولو اړین او مهم توک مهالوېش دی. هر بریالی انسان په خپل ژوند کې منظم مهالوېش لري چې د دغه مهالوېش پر بنسټ خپل ټول کارونه، لکه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر نجونو د پټ تعلیمي نصاب منفي اغيزې

  راټولونه/شپنه سلګۍ نا رسمي تدريس، ناپلانه او په ناپامه ډول د زده کوونکو په واسطه د ښوونځي د منځپانګې زده کول، زياتره د پټ تعلمي نصاب په نامه ياديږي. په پټ تعلمي نصاب کې هغه سلوک او نظريات راځي چې د ښوونکو، شاګردانو او ټول ښوونځي (پټوپيغامونو) ته يې دوام ورکړى دى. پټ تعلمي نصاب ښايي داسې هم تعريف شوى وي ” د حالاتو، د افرادو د شخصيت او ټولنيز ګروپ په اړه د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ماشومانو کې د زده‌کړې ګډوډي – مرکه

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم، په ټولګي کې به مو تل ټنبل او لایقه زده کوونکي یو بل ته برګ وو ځکه هرکله به چې لایقو زده کوونکو ښې نمرې اخیستې نو ټنبلو به کینه ورسره کوله، او کله ناکله خو به همدا کینه په جنګ هم بدلېده، د دې تر څنګ مو ټولګي کې یوه بله ډله زده کوونکي هم وو چې هېڅ یې نه زده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لرغوني یونان د ښارونو په زړه پورې تاریخ پېژندنه

راټولونه د تاریخ له په زړه پورې پېرونو څخه یو هم د لرغوني یونان کلتور دی. د دې مدنیت د اوج پېر په قبل المیلاد پنځمه او څلورمه پیړۍ کې وو. د همدې پېر پر مهال د یونانیانو مدنیت وغوړېده. دوی زیاتې سترې مفکورې درلودلې چې تاریخ ته د دوی د اهمیت څرګندویي کوي. موږ اوس هم د انګریزي ژبې د ګڼو کلمو په ګډون د خپلې پوهې په برخه کې د یونان مدنیت پوروړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هیله یانې څه؟ 

لیکنه او راټولونه هیله ژوند دی! هیله د ژوند کولو او ژوند بښلو ښکلی هنر دی. هیله د ځلا او رڼا داسې بڅرکی دی چې لمړی په زړه کې د ډاډ یو کوچنی کورګی جوړ کړي او بیا د موسکا په بڼه، په مخ را څرګنده شي. هیله انسان له ترږمۍ، لټۍ او پښېمانۍ را باسي او د عزم، دبدبې او د بري هسک ورته په ګوته کوي. هیله د غم په شېبو کې تر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه: ستونزه چېرته ده؟

ښځې چې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، دوی د زده کړو او ښه ژوند حق لري، خو ځينې بدمرغه دودونه يې د زده کړو او دژوند دښه والي خنډ شوي دي. افغانستان کې ډېرى نجونې د پوهې له رڼا بې برخې دي او دغه حق نه دی ور کړل شوی. نړیوال بانک ویلي دي چې د زده کړو په سکتور کې پر زياتې پانګونې سربېره په زرګونه ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري او د اټکل … نور ولولئ
اقتصاد

په بامیان کې د يوې مېرمنې نوښت

په بامیانو کې يوې نوښتګرې مېرمنې د «شمامه» په نامه یو داسې پارک جوړ کړی چې شنه فضا، رسټورانټ، میلمه‌خونې او د ناستې او بنډار ځايونه لري. يادې مېرمنې د دغه پارک په جوړونه کې ۶ میلیونه افغانۍ لګولې دي. دا «بختاور مهدوي» نومېږي او د څلورو ماشومانو مور ده، نوموړې غواړي چې د سوداګرۍ پر بنسټ د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي او د نورو لپاره د غوره راتلونکي زیری ورکړي. مېرمن … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پنځه هغه عادتونه چې ستاسو د شخصیت پټ راز څرګندوي

ژباړه: حماد هلال جالبه ده چې پوه شئ، د خوړو خوراک طریقه ستاسو د شخصیت څرګندوونکې ده او ستاسو داخلي رازونه راسپړي. هغه عادتونه چې زموږ د شخصیت څرګندوونکي دي موږ نشو کولای په ظاهري او باطني چلند دیو شخص شخصیت تعریف کړو، عادتونه په کُلي ډول ځان ښايي، نو په دې اساس ویلو شو، چې زموږ د عادتونو ټولګه زموږ شخصیت بشپړوي، حتی کوچني عادتونه کولی شي ستاسو لید بدل کړي. دا څرګندونې ښیې … نور ولولئ