بریا او پرمختګ

د کارمندانو د دنده‌یزې بریا لپاره لس مهمې سپارښتنې

ژباړه: عطامحمد میاخېل ډېر زیات کسان دي چې د زده‌کړو په وروستيو کلونو کې یا له فراغت وروسته، د خپلې دنده‌ییزې راتلونکې په اړه اندېښمن دي. ډېری دا کسان، کله چې له پوهنتون څخه فارغېږي، په خپل ټاکل شوي کاروبار کې د بریا په لټه کې دي، هغه هم په دې نړۍ کې، چې دنده‌ییز پرمختګ او د مسلکي کړنو لرل تر بل هر وخته ډېر زیات ارزښت پیدا کړی دی. د دې لیکنې په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خاوند د ځواکمنولو لپاره شپېته تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل په ځینو برخو کې د ښځینه او نارینه‌وو اړتیاوې سره ورته دي، خو له هغه ځایه، چې نارینه مریخي او ښځینه وینوسي دي، په نورو مواردو کې سره توپیر لري. په ذاتي توګه زموږ انسانانو دا خوښېږي، چې پام او درناوی راته وشي. که موږ د دواړو لورو له اړتیاوو سره آشنایي ولرو، نو ډاډه اوسئ، چې د خپل ژوند له شریک سره به مو اړیکې په ښه او اغېزمنه توګه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ټولنې په جوړولو کې د ښځې ونډه

لیکنه: شپنه سلګۍ نارينه او ښځي د ژوند ستنې او د بشري تاريخ مصدرونه دي. د ښځې پرمختګ د ټولنې په پرمختګ پورې تړلى دى. ښځه مور ده چې د عمر ډېره برخه د خپل ماشوم په روزنه او پالنه کې تېروي. ښځه د ټولنې په رغون کې مهم رول لري او ډېره مهمه وسله يعنې د مورولۍ غريزه ورسره ده. مور ماشوم روزي، يوه کورنۍ جوړوي ماشومان چې لويان شي د ټولنې په مختلفو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر ځان باور مو بري او نېکمرغۍ ته رسوي!

لیکنه: حکمت الله ریحان موږ له اعتماد او باور پرته ناکاره کېږو او هېڅ هم لاسته نه شو راوړی، خو بل لوري ته پر ځان باور مو نېکمرغیو ته د رسېدو کیلي ده او د بري دروازې او خزانې راته خلاصوي. پر ځان باور یا ډاډمنتیا (Self-confidence) په خپلو وړتیاوو او ځانګرتیاوو د یقین ساتلو احساس یا عقیدې ته وایي. مانا دا چې پر ځان باور ماته ځواک رابښي، چې یو کار په بشپر ډول … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه لومړنی هېواد چې د کرونا ویروس پر وړاندې بریالی شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي اسلوونیا هېواد وتوانېد چې کرونا ویروس ته ماتې ورکړي او د دې ویروس په وړاندې، چې مبارزه ورسره کول سخت کار دی، بریالی شو. د کرونا ویروس له امله، چې په اسلوونیا هېواد کې کوم بندیزونه لګېدلي وو، حکومت یې ټول بندیزونه لیرې کړل او د کرونا ویروس په وړاندې یې د بریا اعلان وکړ. د اسلوونیا هېواد صدراعظم یامز یانش د کرونا ویروس په وړاندې د خپل هېواد د بریا اعلان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

رونالډو یو ځلي بیا په ټولنیزو رسنیو کي نړیوال ریکارډ جوړ کړ+ویډيو

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په انسټاګرام کي د پخواني ریکارډ ترڅنګ یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ. کریسټیانو رونالډو، د روان ۲۰۲۰م کال د اپرېل میاشتي په ۴مه نېټه پر خپل انسټاګرام یوه داسي ویډيو خپره کړه، چي مېرمن یې هغه ته وېښتان جوړوي. له هغه وروسته دا ویډیو تراوسه ۶۰ میلیونه ۴۶۰ زره او ۷ کسانو لېدلې ده، چي دا د انسټاګرام … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دوولس هغه قوانین چې شخصي او مسلکي ژوند مو بریالی کوي

ژباړه: عطامحمد میاخېل ډېری کسان په خپل شخصي ژوند او کاروبار کې د بریا په لټه کې دي، خو بریا ته د رسېدو لپاره کومه مشخصه لاره نشته، لکه څنګه چې لوړې څوکې ته د رسېدو لپاره ډېرې زیاتې لارې شته، رښتینې بریا هم په بېلابېلو لارو ترلاسه کېږي. په دې لیکنه کې بریا ته د رسېدو په ۱۲ قوانینو باندې رڼا اچوو، ښه په غور سره یې ولولئ. بریا ته د رسېدو لپاره ډېرې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه رازونه چې باید هره ښځه پرې پوه شي

ژباړه: عطامحمد میاخېل اغلو مېرمنو! په دې لیکنه کې له تاسو سره ځینې رازونه شریکوو، چې له تاسو سره مرسته کوي، چې هغه د خوښې وړ ګډ ژوند ته مو ورسېږئ، کوم چې په خپل ذهن کې مو روزلی دی. آیا له خپل ګډ ژوند څخه په بشپړه توګه راضي یاست یا داسې احساس کوئ، چې په اړیکو کې مو باید ځینې بدلونونه رامنځته شي؟ په هر صورت، لاندې تګلارې له تاسو سره مرسته کوي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اضطراب (وېرې) له منځه وړلو لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري اضطراب هغه وېره او ډار دی چې د راپېښېدونکې پېښې په اړه انسان ته پيدا کېږي. راتلونکی ورته وېروونکی برېښي. حال دا چې اصلاً بې بنیاده وېره ده او بنسټ نه لري. دا وېره ځينې نښې لري چې هم جسمي دي هم اروايي، لکه د زړه ټکان، پر درس او چارو نه تمرکز، د خوب ګډ وډۍ، بد خُلقي، له ملګرو، کورنۍ او خپلوانو سره توند خوی کول دي. خو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بښنې او ثوابونو مهم فرصت؛ د روژې ورځ داسې بېګا کړئ

لیکنه او راټولونه: مریم شریفي روژه د ګناهونو د بښلو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. خو داسې خلک هم شته چې دا قېمتي وخت بې ځایه تېروي. په روژه کې د فلمونو، ډرامو کتل او عبثیات مو روژه تباه کوي. ځینې خلک په روژه کې ډېر وخت فېسبوک کاروي، فلمونه، سریالونه او ډرامې ګوري د هغوی هدف دا وي چې روژه پرې ژر تېره شي او په لوږه تنده پوهه نه شي، خو دا … نور ولولئ