بریا او پرمختګ

شل تګلارې چې په وسیله یې نورو ته انګېزه ورکولای شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا تر دې دمه په ژوند کې کوم چا انګېزه درکړې ده او د یوه خوشاله او روغ ژوند لپاره یې هڅولي یاست؟ که ځواب مو مثبت وي، نو په بشپړه توګه په ژوند کې مو د انګېزې ارزښت په ښه توګه درک کړی دی. آیا غواړئ د هغې مثبتې انګېزې د جبران لپاره، چې له کوم چا څخه یې ترلاسه کوئ، تاسو هم د هغه د ښه کېدو سبب شئ؟ … نور ولولئ
اقتصاد

هغه ۱۰ کسان چې په یوه اونۍ کې یې د نړۍ تر بل هر چا ډېرې پيسې ګټلې

لیکنه: محمدصابر حمیدي یوې امریکايي مجلې د لسو هغه کسانو نومونه خپاره کړي، چې په نړیواله سطحه یې په یوه اونۍ کې تر نورو ټولو ډېرې پيسې ګټلې دي. د فوربز په نامه یادې امریکايي مجلې هغه فهرست خپور کړی، چې د مې میاشتې له ۲۱ تر ۲۸مې، چې یوه اونۍ کېږي، ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي. د دې فهرست په لومړي ځای کې د لويي ویتان شرکتونو مشر برنار آرنو راغلی. هغه په یوه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اولادونو روزنه او ورته غوره شخصیت جوړونه

ماشوم تش (خالي) لوښی نه دی! په لومړنیو پیړیو کې د ماشوم په هکله عامه ذهنیت داسې و، چې ګوندي ماشوم یو تش لوښی دی، ځکه چې په څه نه پوهېږي؛ هر څه چې تاسو پدې لوښي کې ور اچوی، دغه لوښی پرې ډکېږي. خو د وخت په تېریدو یاده نظریه غلطه ثابته شوه او څېړنو په دا په ډاګه کړه چې نه، ماشوم یو تش کالی/لوښی نه دی. لکه څرنګه چې مونږ د شخصیت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

سيتا قاسمي ښوونځی جوړوي

لیکنه: شپنه سلګۍ د افغانستان مشهوره سندرغاړې سیتا قاسمي د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د نجونو د زده‌کړو لپاره یو ښوونځی جوړوي سیتا قاسمی د دغه ښوونځي د جوړولو تړون د زمري ۱۲مه د پوهنې له وزیر میرویس بلخي سره لاسلیک کړ. سیتا قاسمي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، دا ښوونځی به په یوه محرومه سیمه کې له ښوونځي څخه لرې او بې برخې ماشومانو لپاره جوړ کړي. پر دغه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر ژوند د ملګرو اغېز

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري موږ هر یو په ژوند کې لږ او ډېر ملګري لرو. د خدای ج له لیده هېڅ انسان له بل سره توپیر نه لري، یوازې په تقوا کې یې تفاوت دی. دا ټول لرېوالی او نږدېوالی د کورنیزو اړیکو پایله ده چې خپل او پردي یې سره مالوم کړي. د ټولنې متفاوت وګړي په بېلابېلو بڼو سره ملګري کېږي. د ملګرو ټاکل او غوره کول اسان کار نه دی. لومړی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خوشحاله ژوند لپاره د دې شل ټکو لوستل ضروري دي

ژباړه: عطامحمد میاخېل ښایي له ځان سره مو ژمنه کړې وي، چې تر ډېره په خپلو موخو باندې تمرکز وکړئ او په خپل ژوند کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړئ، خو معمولاً دا ژمنې مو ډېرې ژر هېرېږي او یو ځل بیا هغه بې موخې فرد یو، چې یوازې شبه ورځ کوي او ورځ شپه کوي. هر انسان په خپل ژوند کې د خوشالۍ په لټه کې دی، خو کله وخت داسې فکر کوو، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په دې قوانینو یا اصولو عمل مو ژوند ته ښکلا او روښانتیا ور بښي

لیکنه: حکمت الله ریحان نړۍ او په نړۍ کې ټول موجودات د ځانګړي طبیعي قوانینو پر بنسټ په حرکت دي. څوک چې له دې قوانینو سرغړونه وکړي، له ستونزو سره مخ کېږي. له بله اړخه که دا قوانین پلي کړي او کار ترې واخلي، نو د نېکمرغۍ او نېکبختۍ سره مخ کېږي، پر مختګ کوي او انسانانو ته آسانتیاوې برابروي. د بېلګې په ډول د ثقل د کشش قانون که مات کړئ او د لوړځایه … نور ولولئ
ادبیات

صالح: د پښتو درناوی او زده کړه درته د ټول افغانستان لید وړاندې کوي

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه ټویټر پیغام کې د پښتو د ورځې په پلمه پيغام خپور کړی دی. پرون د جوزا نهمه چې د میلادي کال د می میاشتې له ۲۹مې سره برابره وه، د پښتو د ورځې په نوم نمانځل کیږي. ددې ورځې په پار ګڼو پښتنو او غیرې پښتنو مشرانو، ځوانانو او چارواکو د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي دي. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ناسا او اپل کمپنۍ پخواني انجنير په جالب ډول د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو ژغوري.

خبريال: مدثر دعوت د امريکا د فضايي ادارې او اپل کمپنۍ پخواني انجنير د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو څخه په يوې نوې طريقه ژغورلې. مارک روبر په خپل کور کي مرغان ساتي خو چي کله به اطاق ته تر ننوتلو وروسته بيرته راووتی نو د مرغانو خوراکه او دانه به يې نولي ياهم موش خرما ترې خوړلې وه. مارک ددې حالت څخه ځوريدی او ډير وخت به يې پر دې فکر کوی چي څنګه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

غوره ویناوې

‌ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ۱ـ د خدای ج په نزد هغه کار تر ټولو ډېر غوره دی چې لږ وي خو تل وي. (حضرت محمد ص). ۲ـ پښتون یو ژوندۍ قوم دی، د قومیت او قربانۍ ماره په کې شته، خو راویښول غواړي. (باچا خان). ۳ـ له مینې وېره له ژونده وېره ده، هغوی چې له مینې تښتي مړه دي. (براتراند راسل). ۴ـ د هغې مرغۍ په څېر اوسه چې یوه لحظه پر یوې کمزورې او … نور ولولئ