بریا او پرمختګ

کپيل شرما غواړي يو ځل بيا خپله خپرونه جذابه کړي

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د تفريحي خپرونو چلوونکی کپيل شرما غواړي د سونيل ګروور په راويستو سره يو ځل بيا خپلې خپرونې ته نوی رنګ ورکړي. کپيل شرما چې په تفريحي او کميډي خپرونو کې ځانګړی نوم لري، غواړي سونيل ګروور د ځان خوا ته بېرته راکش کړي. سونيل ګروور او کپيل شرما يوه مشهوره خپرونه چې د کپيل شرما شوو په نامه ده په سوني چينل کې په ګډه پرمخ بيوله، چې د … نور ولولئ
اقتصاد

د ډوني سرمایه او موټرې

لیکنه: سمیع الله درانی د هندوستان ځینو ورزشي وېبپاڼو راپور ورکړی، چې د هندوستان پیاوړي کرکټ لوبغاړي ایم ایس ډوني د خپلو موټرو په ګراج یا تم ځای کې یو سواراج په نامه ټراکټور هم ور اضافه کړ. د کرېک ټرېکر وېبپاڼې لیکلي، چې ډوني د کرکټ لوبغاړو له منځه یو غني او بډایه لوبغاړی دی، چې د کرکټ له طریقه زیات سرمایه‌داره شوی دی او اوس یې د ځان لپاره یو شمېر موټرې او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ندیم امیري؛ هغه افغانی الاصله فوټبالر چې هېڅ وخت خپل هېواد نه هېروي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جرمني هېواد د لورکوزن فوټبال ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی افغانی الاصله ندیم امیري یو ځلې بیا خپل افغانیت وښایه. ۲۳ کلن ندیم امیري، چې په جرمني هېواد کې پيدا شوی، خو اصلاً د افغانستان دی. هغه د جرمني هېواد په لومړۍ درجه لیګ (بوڼډیسلیګا) کې د لورکوزن لوبډلې لوبغاړی دی. دې لوبغاړي پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې یو ځلې بیا یوه داسې لیکنه کړې، چې دی په اصل کې د افغانستان دی … نور ولولئ
افغانستان

د ناکامورا لور افغانستان ته راځي!

خبريال: مدثر دعوت په افغانستان کې د وژل سوي جاپاني ډاکتر مشره لور اکيکو ناکامورا افغانستان ته راځي. ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور وو تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له له لورې د خپلو څلور ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل سو. د ناکامورا په مړينه ټول افغانان سخت خواشيني سوه او داسي انګيرل کېده چې د خپل هيواد يو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شهزاد محمدي په لسو غوره وېکټ‌ساتونکو کې شمېر دی

لیکنه: سمیع الله درانی د افغان لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او نامتو وېکټ‌ساتونکی شهزاد محمدي هغه لوبغاړی دی، چې تر ډېره پورې په وېکټ ساتنه کې له هندوستاني ایم ایس ډوني سره تشبه شوی دی. په هوښیارتیا او ځیرکتیا کې تر ډوني کم نه دی، خو خبره فقط د وزن د زیاتوالي دی، نسب ډوني ته د شهزاد وزن زیات دی او دې چارې شهزاد ته لږ څه ستونزه پېدا کړې ده. که شهزاد محمدي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پرتګال له انګستان سره هوايي پُل پرانيزي

خبريال: مدثر دعوت د پرتګال حکومت منلې چې د جون په پای کې به د انګلستان سره بېرته هوايي سفرونه پيل کړي. د پرتګال د بهرنيو چارو وزير اګسټو سانتوس وويل چې هر هغه انګلستانی چې غواړي په دوبنيو رخصتيو کې پرتګال ته د سياحت لپاره راشي موږ ورته ښه راغلاست وايو او هغه دا یې هم تایيد کړه چې په دې اړه د انګلستان د حکومت سره خبرې روانې دي. نوموړی وايي چې موږ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اصغر افغان، کرکټ او نور معلومات

لیکنه: سمیع الله درانی اصغر افغان چې ۳۳ کاله عمر لري اصلاً د افغانستان د کابل ولایت اوسېدونکی دی. ده په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال کرکټ کاوه او کله چې په ۲۰۰۰م کې د افغان لوبډلې د جوړولو هڅې پیل شوې، نو اصغر افغان هم له ملي لوبډلې سره مل شو. هغه له همغه وخته، چې لوبډله جوړه شوه، په کرکټ یې د افغانستان استازولي پیل کړه. دی په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰م کلونو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مینه‌ناکو مدیرانو لس عادتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا پوهېږئ چې مینه‌ناک مدیران کوم عادتونه لري؟ ښایي تر دې دمه مو یو ځواکمن او بانفوذه رییس لرلی وي او پوهېږئ چې د شرکت د بریا لپاره یې شتون څومره اړین دی. د دې لیکنې په دوام تاسو ته وایو، چې مینه‌ناک مدیر څوک دی او کوم عادتونه یې په خپل ځان کې بنسټیز کړي دي. ۱ ـــ بریالي مدیران خپله موخه په روښانه توګه بیانوي د مشاورې (Fox & … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که بریا غواړئ، نو داسې ژوند وکړئ

لیکنه: عایشه حیدري د انسانانو ژوند له پېښو ډک سفر دی، دغه سفر کله کله زړه‌راښکونکی او ښکلی وي، خو کله کله له ستونزو، خنډونو او کړاوونو سره مل وي. د ژوند له ټولو ښکلاوو او زړه‌راښکون سره سره، د نننۍ نړۍ د انسانانو ژوند له ډول ډول، ستونزو، کړاوونو، اندېښنو او بدبختیو ډک دی. د ځینو خلکو په ژوند کې دومره ډېرې ستونزې وي چې ژوند یې ور تریخ کړی وي او دا ستونزې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښوونکي بايد دا تېروتنې ونه کړي

ليکنه: شپنه سلګۍ ښونکی هغه څوک دی چې د پوهې په ګاڼه سمبال دی. ښوونکی دی چې ټولنې ته سالم او پوه شخصيتونه وړاندې کوي. ښوونکی دی چې په تياره ذهنونو د د نور پلوشې شيندي. ښوونکی دی چې د بشريت ګمراهي له منځه وړي. پوه او پر ځان‌باوري ښوونکی تل هڅه کوي چې په دنده کې خپله رښتنولي ثابته او خپلې نيمګړتياوې اصلاح کړي. په دې ليکنه کې مو ځينو هغو تېروتنو ته ګوتنيونه … نور ولولئ