بریا او پرمختګ

په اندونيزيا کې د کرونا پر ډېرو پېښو سربېره هوايي سفرونه پيل شول

خبریال: مدثر دعوت د اندونيزيا حکومت اعلان وکړ چې سر له نن څخه به هوايي سفرونه پيلېږي. که څه هم نن په اندونيزيا کې تر بل هر وخت د کرونا ويروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې، خو حکومت خپلو کورنيو الوتکو ته اجازه ورکړې چې د سختو مقرراتو په پلي کولو سره به خپل پروازونه پيلوي. د اندونيزيا د ترانسپورټ وزير بدي کاريا سمادي وايي چې د د الوتنو لپاره يې نوي مقررات وضع کړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په دغو لارو سره خپله مطالعه پراخه او چټکه کړئ!

ژباړه: عایشه حیدري مطالعه د یوې ټولنې بنسټ جوړوي. کومې ټولنې کې چې کتاب لوست او مطالعه نه وي، هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولای، دغه ډول ټولنې تل وروسته پاتې وي. مطالعه د انسان پوهه پراخوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي. که تاسو ازموینه لرئ او ازموینې ته مو کم وخت پاتې وي، هېڅ مطالعه مو نه وي کړې نو اندېښنه مه کوئ، د څېړنو بنسټ یو ځوان کولای شي په … نور ولولئ
اقتصاد

د یوه نوي کار و بار د پیلولو لپاره شل کلیدي ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د یوه نوي کارو بار پیلول او کار رامنځته کول، د ډېری کسانو موخه او هیله ده، خو دا موضوع ځانګړي تخنیکونه، اصول، قواعد، لارې چارې او تګلارې لري او له توپیري  فرصتونو، ګواښونو سره مل دی، چې باید هغو ته په دقت کولو سره، په دې کړنه باندې لاس پورې کړئ. د دې لیکنې په دوام  په شلو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، له دې امله تاسو ته بلنه درکوو، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ځان بښلو یوولس لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کله چې خپګانونو او نارامیو پر تاسو بری وموند، تاسو هم اجازه ورکوئ چې درباندې برلاسي شي. د همدې لپاره باید د ځان بښلو یوه لاره ومومئ. ګاندي وايي: “کمزوري کسان هېڅکله بښنه نه شي کولی، بښل د پیاوړو کسانو کار دی.“ تریخوالی او کینه د زهرو په څېر دي. که هغوی ته اجازه ورکړل شي، تاسو په شا بیايي، آن دومره چې نور به ځان هم ونه پېژنئ. انسانان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه رازونه چې متاهل نارینه باید پرې پوه شي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د مېرمنو په اړه ځینې داسې رازونه حتماً شته چې متاهل نارینه باید پرې پوه او د نېکمرغۍ په لار کې ترې ګټه واخیستلی شي. کله چې یوه ښځه مینېږي، ښکلي د ښځینتوب احساسات ورته پیدا او څو چنده کېږي. د یوې مېرمنې نازول هغې ته ځواک وربښي او د ژوند غوره انګېزه ورکوي. د ښځو تل دا خوښېږي چې د ځان پر وړاندې د خاوند له احساساتو ډاډه شي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه زده‌کوونکي چې تر دولسمه لیکل او لوستل نه شي زده کولای

لیکنه: فرزانه زیار ليکل او لوستل د ژبې هغه مهارتونه دي چې ځينې زده‌کوونکي يې ژر نه شي زده‌کولای او ځينې خو لا تر دولسمه نه شي کولای چې ليکل او لوستل زده‌کړي. له زده‌کوونکو څخه دا خبره ډېره اورم چې استادې د پوښتنې پر ځواب پوهېږم، خو ليکلای یې نه شم. نو کله چې زموږ زده‌کوونکی پر ذهني لحاظ فعال دی، کولای شي يو مطلب زده کړي، نو ليکل او لوستل ولې نه شي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نېکمرغۍ مثبتې جملې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري  که داسې فکر کوې چې نېکمرغي لرې خبره ده، نو پوه شه چې لویه نېکمرغي مو «انسانیت» دی. دا چې خدای تعالی په دومره مخلوقاتو کې اشرف المخلوقات خلق کړی یې، همدا دې خوښي ده. خوښي دې باید ته خپله په خپلو لاسونو جوړه کړې، لټوه یې مه، ځکه نه شته، څوک یې درته راوړي هم نه، نو خپل کار دې دی، یوازې ستا خپل! نېکمرغي د توکو په څومره‌والي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریالي او پایښت لرونکي واده د لرلو لپاره، نارینه و ته ځینې سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل واده یو پخوانی دود دی، چې د دې څو زره کلن دود له امله، نجلۍ او هلک یا په بل عبارت دوې کورنۍ یوه له بلې سره تړاو پیدا کوي، خو نن ډېر شمېر ودونه د طلاق سبب ګرځي، ځکه ډېری کسان، په کومه اندازه چې د واده لپاره بیړه کوي، وروسته د طلاق لپاره په تصمیم نیونه کې هم له بیړې څخه کار اخلي. ښایي نارینه یا ښځینه  له یوې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

یوولس ارزښتمن رازونه، چې دنده‌ییزې بریا ته مو رسوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د دنده‌يیزې بریا د رازونو په اړه ډېر زیات کتابونه شته، خو ټول یې په داسې بڼه خبرې کوي، چې ګویا له یوه روبوټ سره مخامخ یو. معمولاً په دې کتابونو کې  احساسات نالیدلي نیول کېږي، دا په داسې حال کې ده، چې د یوې کارې ورځې د پیل لپاره، احساسات مهم او پیاوړی رول لري. د دې لیکنې په دوام په یوولس رازونو باندې رڼا اچول کېږي، چې تاسو خپلې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فوټبال؛ د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې او لوبډلې ته د نوي لوبغاړي راتګ

لیکنه: فضل الله فضلي د افغانستان فوټبال فدراسیون د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلي د راتلونکو لوبو نېټې څرګندي کړې. د نوموړي فدراسیون د معلوماتو له مخي چي افغان لوبډله به د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو او د آسیا فوټبال ملتونو جام لپاره د بنګله دېش او عمان د فوټبال ملي لوبډلو سره لوبي کوي. لومړۍ لوبه به یې د روان عیسوي کال د اکټوبر پر ۸مه نېټه له بنګله‌دېش سره او … نور ولولئ