بریا او پرمختګ

کانکور؛ سهمیه بندي او غبرګونونه

لیکنه: ملیحه ناصري کانکور کې بریا د ټولو زده‌کوونکو ګډه هیله ده؛ خو بریا ته د رسېدو لارې چارې یې توپیر سره لري. لکه څنګه چې ټولو ته پته ده، پرون د ۱۳۹۹/۷/۳ د سږکال کانکور پایلې اعلان شوې. عمومي اولمنره یې«شمسیه علیزاده» هزاره ټبرې ده. نوموړې په ۳۵۳ نومرو د کابل طبي پوهنتون لاره ومونده. شمسیه د کابل د دشت برچي سیمې اوسېدونکې ده، پلار یې د سکرو په کان کې کار کوي او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د آی پي اېل په شپږمه لوبه کې د پریټي زېنټا لوبډلې د بريا علتونه

سپورټ یاران لومړی علت یې دا دی، چې دې لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ، میانک اګروال او لوبډلمشر کی اېل راهول، چې دواړه د هندوستان ځوان لوبغاړي دي، پاور پلی کې پرته له کومې وېکټې سوځېدو یې پنځوس منډې وکړې. دا د بریالیو لوبغاړو خاصه وي، چې هم وېکټ دروي او هم لوبډلې ته ښې منډې په هر اوور کې اخلي. کله چې دوی دواړو داسې ښه سټارټ وکړ، نو لوبډله یې هم ښه مخته … نور ولولئ
افغانستان

مایکروسافټ کمپنۍ پښتو او دري ژبي خپل ژباړونکي ته اضافه کړې

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ تر ټولو مشهوري او لویي د کمپیوټر سافټویر جوړوني کمپنۍ یا مایکروسافټ اعلان کړه، چي خپل ټرانسلېټور یا ژباړونکي ته یې د افغانستان دوې لومړۍ او رسمي ژبي پښتو او دري اضافه کړي دي. په یاد ژباړونکي کي اوس هر څوک کولای سي، چي پښتو او دري د ۷۰ نورو ژبو سره وژباړي. دا کمپنۍ وايي چي اوس مهال پښتو او دري په مایکروسافټ ژباړونکي کي شتون لري او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د وخت د مدیریت لپاره پنځه ساده تخنیکونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل د وخت مدیریت هغه مهارت دی چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خپل ټول کارونه په خپل وخت ترسره کړئ او هېڅکله د وخت له کمښت سره مخامخ نه شئ. د وخت د مدیرت لارې چارې وخت د فرد یو له لوړ بیه لرونکو څیزونو څخه دی، ډېری کسان د خپلو ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې د وخت له کمښت سره مخامخ کېږي او نه شي کولای، چې خپل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

افغانانو ته په پښتو ژبه د پريتي زينتا ځانګړی پيغام

خبريال: مدثر دعوت پريتي زينتا يوځل بيا په پښتو ژبه خبرې کړي. د باليووډ سېنما نوموتې لوبغاړې پريتي زينتا چې په هندوستان پريمرلېګ کې د کينګز ايليون پنجاب لوبډلې مالکه ده تېره شپه يې په پښتو ژبه پيغام خپور کړی. دې د ويډيو سره ليکلي چې زه پدې لټه کې يم چې هر کال ای پي ایل کې د کريکټ ترڅنګ نوي څه زده کړم,زه هڅه کوم چې ښايسته پښتو ژبه په ښه ډول ياده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسجدالحرام له میاشتو ځنډ وروسته د عمرې لپاره بیا پرانیستل کيږي

خبریال: فضل الله فضلي د سعودي د حج وزارت د خبر پر اساس د عمرې لپاره حرمین شریفین یا مسجدالحرام د مسلمانانو پر مخ په درو مرحلو کي بیا پرانیستل کیږي. حرمین شریفین به ۱۰ ورځي وروسته د راتلونکي اکټوبر میاشتي له ۴مي نېټې څخه پرانیستل سي. لومړۍ مرحله: د سعودي د شاهي نظام ۶۰۰۰ اوسېدونکي کولای سي، چي د ۱۴۴۲کال د صفري له ۱۷ څخه تر ۳۰ نېټې پوري د کرونا ویروس پر وړاندي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ تر ټولو بېوزلی او فقیر روغتیاپال ومړ

لیکنه: ملیحه ناصري مصري ډاکټر و چې محمد مشالي نومېده. په ۱۹۶۷ز کې له طبي پوهنتونه اولنمره فارغ شوی و. ۴۴ کاله یې د مصر خلکو ته خدمت وکړ. ده په دې ۴۴ کلونو کې د مصر په طنطا ښار کې د ورځې ۵۰ بېوزلي ناروغان کتل او د هغوی درملنه یې وړیا کوله. داسې نه و چې یوازې یې معاینه کوله، د دوی د درملو پیسې او لګښت یې ورکاوه. د نړۍ د نورو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

برون فکنی، په خپل ژوند کې څنګه مثبت بدلون راولو؟

ژباړه: نجم الرحمن ناصري ‌له عقدو، رواني او روحي فشارونو څخه د خلاصېدلو لپاره برون فکني له اړتیاوو څخه ده. د برون فکني روشونه باید زده کړل شي چې ځینو ته یې په لنډ ډول اشاره کوو. ۱- د اړتیا پر وخت باید خپل فکر نورو ته ووایو، که داسې نشي هغوی د خپل تصور پر بنسټ موږ سره چلند کوي او یا به مو په خپل فکر قضاوت وکړي. باید خپل دردونه له دلیل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مجیب الرحمن لپاره اتم پړاو سي پي اېل له لاسته راوړنو ډک و

سپورټ یاران د سي پي اېل یا ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې مجیب الرحمن هغه بالر و، چې تر پلی اف یا محوه کوونکو لوبو پورې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی و. هغه په دې لوبو کې ۱۶ وېکټې واخیستې او ایکانومي یې هم له شپږو پورته نه وه. هغه دوه ځلې په خپله غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخیستې او هغه د اګسټ په ۲۷ مه نېټه د خپلې لوبډلې په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

انسان او مینیملزم

لیکنه: طارق تسل د انسان له پیدایښت سره سم، هغه ته په زړه او ذهن کې د هیلو سمندر خوشی شوی دی. دا سمندر تر هغې په څپانده ډول بهېږي، چې انسان له ژوند سره خپله اړیکه نه وي پرې کړې. له ادمه تر دې دمه د هیلو په لوی سمندر کې انسان لاهو دی. آدم ع د یوې هیلې پر سر له جنته تر ځمکې پورې راورسېد. د هغه دا هیله وه چې په … نور ولولئ