افغانستان

افغانستان او هند د شاه ‌توت بند جوړولو هوکړه لاسلیک کړه

ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د شاه ‌توت بند د جوړولو پروژه لاسلیک کړه. کابل ته څېرمه شاه توت بند ۱۴۶ ميليون مکعب متر اوبه زيرمه کولی شي او د کابل نژدې دوه میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرولی شي. ویل کېږي چې د دې بند پر جوړولو به ۲۸۶ میلیونه ډالر لګښت راشي او په کمه موده کې به … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

يو افغان فلم نړيواله جائزه وګټله

خبريال: مدثر دعوت د کابل جان په نامه فلم د روتردام معتبره جائزه وګټله. کابل جان فلم د شهربانو سادات په ډايرکټرۍ د “ادومیت ادميت” په نامه د ډنمارک او جرمني د فلم جوړولو د ګډ شرکت پواسطه جوړ سویدی. ددې فلم کيسه د يوې افغاني خبريالي پر ژوند راګرځي چې په کابل کې د يو بل خبريال سره اشنا کېږي،په عامه اصطلاح ددې فلم کيسه په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندي پر ستونزو … نور ولولئ
اقتصاد

د ټلګرام بنسټګر د دبۍ له وليعهد سره وليدل

د متحده عربي اماراتو د رسنيو دفتر ويلي، چې د ټلګرام بنسټګر د حمدان بن محمد آل مکتوم د دبۍ له وليعهد سره وليدل. د دبۍ وليعهد په دغه ليدنه کې وويل: د تکنالوژۍ د نويو شرکتونو(ستارت آپ) د ودې لپاره د متمرکز توليدي چاپېريال له اړخه د دبۍ توانايي، دا واقعيت ثابتوي، چې په نړۍ کې ځينې بريالي ډيجيټالي شرکتونه لکه ټلګرام، امارات د خپل شرکت د مديريت لپاره ټاکي. د ټلګرام بنسټګر په خپل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه کولای شو، خپل لیکل شوې مکالمې/ چټونه د واټس اپ نه تلګرام ته ولېږدوو؟!

د فېسبوک تر ملکیت لاندي شرکتWhatsApp کارونکي د محرمیت تګلاره کې د بدلون د اعلانیدو وروسته د بدیل اپلیکشنونو په لټه کې دي، چې یو له غوره بدیل اپلېکېشنونونه تلګرام دی، کوم چې کاروونکو ته د واټس اپ په څیر ورته خدمات وړاندي کوي. اوس د تلګرام اپلېکېشن ادارې واټس اپ کاروونکو ته لار همواره کړي ده، چې د WhatsApp څخه تلیګرام ته خپل ټول لیکل شوي مکالمې یا چټونه په خوندي توګه نقل کړی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د باچا خان له لورې، د ملت د خدمت لپاره د هند د خپلواک ولسمشر د بلنې ردول

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ باچا خان چې په فخري افغان او بادشاه خان هم یاد شوی د پېښور په هشنغر سیمه د اتمازو په کلي کې، خان بهرام خان محمدزي په کور کې په کال ۱۸۹۰ کې زېږېدلی دی. د عدم تشدد په موخه يې د خدایي خدمتګار یوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سیاستوال مهاتما ګاندي سره یو ځای یې د انګرېز اشغال پر وړاندې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

حرکي ژبه یا باډي لنګویچ؛ د وینا پر مهال تېروتنې

(body language)د وجود ژبه/زبان بدن ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ارواپوهنې له نظره، کله چې څوک غواړي خبرې/وینا یې پر ناستو کسانو/اورېدونکي اغېز پرېباسي؛ نو له خبرو سره سره ځينې داسې حرکات کوي چې اورېدونکی یې غوږ نیولو ته لېواله کوي. یانې که چېرې د ناستو خلکو پام بلې خواته هم شي؛ خو ویناوال یې په خپلو حرکات بېرته پام ځان ته اړوي، دې ته باډي لنګوېچ/د وجود ژبه وايي. د څېړنو په ترڅ … نور ولولئ
افغانستان

کندوز کې سپین زر شرکت د غوړیو تولید بیا پیل کړو

د کندوز ولایت د سپين زرشرکت له دوو لسیزو وروسته د غوړیو فابریکې د بېرته فعالېدو لپاره پنځه ماشینونه نصب شول او کار یې پیل کړ. د یاد ولایت ځایي چارواکي وايي، دغه نوي ماشینونه له ازبکستان څخه اخيستل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د لس ټنو غوړیو پر پروسیس سربېره د هر ډول تیلي دانو د پروسیس ظرفیت لري. د کندوز ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي: « د کندوز … نور ولولئ
افغانستان

له ۷۰۰ کلونو وروسته د کمال خان بند یو وار بیا له اوبو ډک شو

د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د هېواد لویه او ملي پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې د دې ادارې له لوري بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شوي دي. د یادې ادارې د خبرپاڼې په وینا د نورو هېوادوالو تر څنګ ولسمشر غني هم د کمال خان بند په جوړېدو خوښي ښودلې ده. سرچینه زیاتوي: «د نورو هېوادوالو تر … نور ولولئ
افغانستان

منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کېږي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکیو ددې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه. په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې … نور ولولئ
افغانستان

د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډ، د کورنۍ بي باوري ده

  ليکنه: شپنه سلګۍ یوه داسې نړۍ چېرته چې جونې لوستې او باسواده وي، تر هغې نړۍ چې هلته جونې له زده کړو بې برخې وي، ډېره باثباته، سوکاله او آرامه وي. همداسې هغه کورنۍ ډیرې بختورې او نیکمرغه دي چې لیک لوست یې زده وي ، خپل او د نورو حقوق وپیژني ، همداسې جونې د عامه پوهاوي او نورو ته د ښه ذهنیت ورکولو یو غښتلی ځواک لري، خو که سمه لارښوونه ورته … نور ولولئ