اقتصاد

هغه څه چې د طبیعي ښکلا تر لاسه کولو لپاره کولی شو.

ژباړه: حمیدالله حمیدي ټول هڅه کوو ښکلي ښکاره شو، خو ډېری کسان بیا پر ځان له کچې ډېره خواري کوي داسې چې ان له پېژندګلوۍ وباسي. پر دې باور اوسئ، چې ښایسته یاست. پر ښکلا باور، خپله ښکلا زېږوي. طبیعي ښکلا ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار د یوه متعادل غذایي رژيم درلودل دي. د یوه متعادل غذایي رژیم تر څنګ ورزش کول مو ښکلا یو پر دوه کوي، خو کېدای شي ځینې … نور ولولئ
اقتصاد

دغه تېروتنې مو د پرمختګ مخه ډپ کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي که تر اوسه هم په خپل مسلکي ژوند کې د خپلې خوښې وړ ځای ته نه یۍ رسېدلي، نو لاندې څلور عادتونه به ارو مرو لری. زموږ د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل د تېروتنو بیا، بیا تکرار دی. (د بریالي ژوند نهه رازونه) کتاب لیکوال سکېپ پریچارډ وایي، ما به تل په دې اړه فکر کاوه چې ولې ځینې کسان بریالي کېږي او ځینې نور بیا ماتې خوري. پریچارډ د ارواپوهنې … نور ولولئ
اقتصاد

د ستونزو پرمهال مو ځانته داسې د ښه والی احساس ورکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ذهن د قدرت په اړه تر اوسه پورې ډېرې زیاتې لیکنې شوې دي. د انسان ذهن د دې وړتیا لري، چې احساسات او عواطف تنظیم کړي. یو څه باید هېر نه کړئ، چې د عواطفو او احساساتو کنټرول له تنظیمولو سره توپير کوي. ډېری کسان وایي، « نه شم کولی احساسات مې کنټرول کړم.» دغه کسان د احساتو د تنظیم او کنټرول تر منځ توپیر نه شي کولی. د احساساتو له … نور ولولئ
اقتصاد

د نړیوالتوب او پرمختګ پرلور د افغانستان نوی ګام !

د امید حیران لیکنه د خوښۍ ځای دی چې افغانستان هم د نړیوال ډیجيټلي بدلون د کاروان په نوملړ کې خپل ځای ونیو. الکترونیکي تذکرې به ستاسو په ورځني ژوند کې لوی بدلون راولي. الکترونیکي تذکرې د ملي هویت، سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات پرلور د هېواد پرمختګ لپاره خورا مهم ګام دی. الکترونيکي تذکرې د ښې حکومتولۍ بنسټ جوړوي. برېښنايي تذکرې دي چې په اساس يې دولت، حکومت خپلو خلکو ته عامه، چټک، پر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له جګړې تر اوربنده؛ طالبان به په کومه لاره لاړشي؟

لیکنه: ارشاد رغاند روانه اونۍ کیدای شي د افغان سولې بهیر لپاره د یوې تاریخي اونۍ نوم خپل کړي، ځکه په یوه تازه ګام کې ولسمشرغني د افغان دیني عالمانو د څو زره کسیزې جرګې او فتوا په غوښتنه افغان ځواکونو ته د وسله والو طالبانو پر وړاندې د یوه لنډ مهالي اوربند امر وکړ. ښاغلي غني ملت ته په یوه ویډیويي پيغام کې وویل، دا اوربند به د روژې له ۲۷ مې د کوچني … نور ولولئ
اقتصاد

څه ډول چې له کوره بهر خوشحال یاست، همداسې چلند په کور کې هم وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي ډېری کسان کله، چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي، چې له نیکه مرغه دا یوه ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي. خو له بده مرغه، کله، چې دغه کسان کورته ننوځي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې رفتار او … نور ولولئ
اقتصاد

په واقعي نړۍ کې د بریالیتوب څو ټکي

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱- د نورو مشاور واوسئ. هغه څوک چې د لارې په لومړيو کې دی، له هغه سره خپل مالومات او تجربې شريکول؛ د خپلې د پوهې د غښتلي کولو ترټولو غوره لار ده. سربېره پر دې کله چې د مشاور په رول کې ياست، مجبور يۍ چې د خپلو اطلاعاتو اندازه مو لوړه کړئ. ۲- نقليه وسيله په درسي ټولګي واړوئ. مونږ ټول په اوسط ډول هره ورځ د يوه ساعت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کابل کې د افغان علماوو ستره تاریخي غونډه؛ ایا دیني فتوا به جګړه ختمه کړي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د افغانستان دوه نېم زره دیني عالمان، چې د دوشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ټول شوي وو، د یوه تاریخي ګام په توګه په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوا ورکړه. دوی په دغه فتوا کې روانه جګړه تپل شوې وګڼله او ملکیانو ته یې پرله پسې اوښتي زیانونه وغندل. افغان عالمانو د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت کړي وړاندیزونه او جوړې کړې طرحې … نور ولولئ
اقتصاد

د کینې او بخیلتوب له شره د خلاصون لپاره ګټوره لیکنه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د حسادت حس ستاسو او ملګرو ترمنځ مو د يو سالم رقابت د پيلېدو لپاره يوه څړيکه وي، نو ډېر او مهم برياليتوبونه ځان سره ولري. خو له هغه وخت نه چې دغه شخصيتي ځانګړنه د يوې ناروغۍ په بڼه په شخص کې راڅرګنده شي، دا به نو بيا هغه وخت وي چې تاسو به تر ابده خپل ځان د نورو سره پرتله کوئ او د خپلو امتيازاتو او شتو … نور ولولئ
اقتصاد

د بریا راز داسې ومومئ

لیکنه: حمیدالله حمیدي بریا یعنې موخو ته رسېدل او د بریا رازونه یعنې هغه پټې لارې، چې نور بریالي وګړي خپلو موخو او بریاوو ته پرې رسېدلي دي. که څه هم بریا بې شمېره او بې کچې رازونه لري، خو موږ یې هغه ثابت او تجربه شوي رازونه یادوو، چې نور پرې بریالي شوي دي. د بریا تر ټولو لوی، غوره او لومړنی راز خپله موخه ټاکل دي. هر کله، چې موخه وټاکو وروسته له … نور ولولئ